Connect with us

تازه خبرونه

د مسکو په ناسته کې روسیې د افغانستان د اقتصادي ستونزې د هراړخیز حل غوښتنه وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د مسکو ناسته د چارشنبې پر ورځ (د لړم ۲۵ ) د اسلامي امارت د استازي په نشتون کې جوړه شوه او ګډونوالو یې د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت بحث او خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي په افغانستان کې د واک د لېږد بحران ناحله وباله او څرګندوي، چې امنيتي ستونزې شته او روسيه د دغه هېواد په شمال کې د داعش له فعاليتونو اندېښمنه ​​ده.

ضمیر کابلوف دغه راز د مسکو په غونډه کې د افغانستان د اقتصادي بحران د حل لپاره د ټولو غړیو هېوادونو د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

ضمیر کابلوف ویلي: مونږ باید د افغانستان د اقتصادي بحران لپاره یوه جامع حللار ولټوو. زه فکر کوم، چې دا یو هراړخیز ګډ اقدام ته اړتیا لري. هغه کسان، چې شل کاله یې په دې هیواد کې شتون درلود په بې شرمۍ سره په افغانستان کې د اقتصادي بحران لامل شول او د هېواد پلازمېنه یې له ستونزو سره مخ کړه. د لویدیځ دا کړنه، چې افغانستان ته د باور صندوق جوړول او یا د نویو پیسو چاپول یوه ننداره ده او دوی دا کار په دولتي نظام کې د خپل نفوذ د ساتلو لپاره کوي. مونږ له امریکا او د هغه له متحدینو څخه غواړو، چې دا پیسې له شرطه وباسي.

په دې غونډه کې د چین استازی تېر کال د امریکا لپاره له ناکامۍ ډک کال ګڼي.

د افغانستان په چارو کې د چین استازي یو ژیاونګ ویلي؛ تېر کال د امریکا لپاره د افغانستان پر وړاندې د نامناسبو هڅو له کبله ناکام کال و او د افغانستان اوسنی وضعیت د افغانستان په وړاندې د امریکا د ستراتیژۍ بشپړه ناکامي ښيي.

د دې ټولو بې شرمه کړنو تر څنګ امریکا د افغانستان اووه میلیارد دالر ملی شتمنی بندې کړې او پر دغه هېواد یې ټولې اقتصادي او اکنشافي مرستې بندې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ایران استازي حسن کاظمي قومي هم ویلي، چې ایران په افغانستان کې د امریکا د هر ډول حضور مخالف دی.

هغه زیاته کړې: ګاونډي هېوادونه او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان د وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړی. هغه څه، چې د تردید وړ ندي؛ هغه دا دي، چې په سیاسي او امنیتي ډګرونو کې له لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت) سره له همکارۍ پرته کړنې بریالۍ ندي. د ټولګډونه حکومت جوړول د لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت) په ګډون د ټولو افغانانو په ګټه دي. دا کولی شي افغانستان د نړیوالې ټولنې په سترګو کې په ښه حالت کې راولي. دا ډول ترهګرې او د نشه يي توکو قاچاق او کر نورې هغه ستونزې دي، چې د لندمهالي حکومت (اسلامي امارت) له همکارۍ پرته بریالۍکېدلی نشي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان استازی محمد صادق هم له اسلامی امارت سره د خبرو لپاره د نړۍ پر اصولو ټینګار څرګند کړ.

محمد  صادق خان وايي: مونږ د افغانستان له لنډ مهالي حکومت سره د عملي تعامل لپاره نړیوالو اصولو ته ژمن یوو، چې د حکومت په اخیستلو، د ښځو د حقونو په ګډون د اساسي بشري حقونو درناوی، له ترورېزم سره مبارزه او له افغانانو سره د تلپاتې ملاتړ په برخه کې ژمن یوو. له بده مرغه د لنډمهالي حکومت (اسلامي امارت). د نړیوالي ټولني د هیلو خلاف د ټولګډونه او سیاسي ټولګدډون په برخه کې کوم پرمختګ ندی کړی. د لنډمهاله حکومت (اسلامي امارت) له تضمین سره سره، د ښځو او نجونو حقونه کم شوي او په افغانستان کې د تروریستي بنستونو نښې اوس هم په بشپړه توګه له منځه تللې ندي.

د مسکو په غونډه کې د چین، هند، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان استازو ګډون کړی و. دغې غونډې ته د قطر، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او ترکیې استازي هم بلل شوي وه.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت کوم پلاوي ګډون نه درلود. له دې مخکې د اسلامي امارت استازي ویلي وه، چې د دوی له شتون پرته د مسکو ناسته یو اړخیزه او نیمګړې بللې وه.

 

تازه خبرونه

د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال  راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.

د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.

د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”

له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې  دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

په اسلام‌آباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!