Connect with us

تازه خبرونه

اسلامي امارت د خالص اسلامي نظام د رامنځته کولو نیت لري

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۲۳, ۱۴۰۱

د اسلامي امارت مشرتابه ويلي؛ ټول هغه قوانین او مقررات، چې له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا په هېواد کې نافذ ول؛ د دیني عالمانو لخوا بیا کتل کېږي.

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده ته په منسوب غږیز پیغام کې ویل شوي؛ ټول هغه قوانین او مقررات، چې له تېرو شل کلونو راپدیخوا په هېواد کې نافذ ول، د دیني عالمانو لخوا بیا کتل کیږي.

هغه ټینګار کړی دی، چې د شریعت خلاف قوانین په لغوه کولو سره به یو خالص اسلامي نظام رامنځته کړي.

د اسلامي امارت مشرتابه ملا هبة الله آخوندزاده په دې غږیز پیغام کې څرګنده کړې: د ټولو وزارتونو مقررات او لوایح تر کتنې لاندې دي؛ هغه قوانین او مقررات، چې غیر اسلامي او د خلکو په ګټه نه وي، لغو کیږي.

مولوي هبة الله آخوندزاده ویلي؛ د غیر شرغي قوانینو له لغو کېدو سره به خالص او سوچه شرعي نظام رامنځته شي.

هغه وایي: زمونږ نیت او اراده دا ده، چې په افغانستان کې شرعي نظام ټینګ شي.

د اسلامي امارت مشرتابه ته په منسوب دې پیغام کې یو ځل بیا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره پر مثبتو تعاملاتو ټینګار شوی؛ خو ویل شوي، چې دا تعامل به د اسلامي شریعت په چوکات کې وي او د هیڅ هېواد فشار ته به غاړه نږدي.

هغه ویلي: مونږ هڅه کوو، چې له نړۍ سره د شریعت په چوکات کې د خلکو د ګټو لپاره تعامل وکړو.

یو شمېر کارپوهان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل مهم بولي: خو ټینګار کوي، چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل د نړیوالو منل شویو معیارونو له مخې کېږي؛ نه د دولتونو لخوا په جوړو شویو معیارونو.

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له راتګ څه باندې یو کال تېر شو؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.

د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو رعایت، د ټولګډونه حکومت جوړول او د افغانستان له خاورې د تروریستي ګواښونو لرې کول د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دي.

تازه خبرونه

امریکا اوس له نورو هېوادونو سره پر مشترکاتو کارکول غواړي- عبدالحی قانت  

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

Published

on

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو څېړنو مرکز رییس عبدالحی قانت ويلي، چې د امریکا د ملي امنیت د نوې اعلان شوې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا د تېر پر پرتله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه غواړي او اوس به امریکا له نورو هېوادونو سره پر ګډو مشترکاتو کار کوي.

عبدالحی قانت د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) په ایکس پاڼه کې ولیکل، چې د ټرمپ اداره نور نه غواړي امریکا د تېر په څېر پر نورو هېوادونو د خپلې خوښې نظامونه وتپي او لومړیتوبونه ورته وټاکي.

قانت زیاته کړې: د تروریزم پدیده، چې تېر ۲۵ کاله امریکا ته مستقیم خطر و؛ نور د دوی په سټراټیژۍ کې مهم ځای نلري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: اوس امریکا له نورو ننګونو سره مخ ده، چې غواړي له هغو سره ښه تعامل ولري؛ ځکه، چې د ټرمپ اداره نور د تېر په څېر نه غواړي پر نورو هېوادونو نظامونه وتپي.

قانت وایي: د امریکا قوي سیاسي جوړښت، اقتصاد، نړیوال مالي سیسټم، ټکنالوژي، پوځي ځواک، د سیاسي اتحادونو نېټ ورک، جغرافیه، نرم قدرت او د امریکايانو د وطن پالنۍ احساس هغه اړینې برخې دي، چې د امریکا نوې سټراټیژي پرې ټینګار کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ امریکا په نړۍ کې د سټراټیژیک اهمیت پېنځه سیمې یادې کړي، چې دوی به په کې د خپلو دښمنانو د نفوذ مخنیوی کوي.

د عبدالحی قانت د څرګندونو له مخې؛ امریکا ته لودیځه نیمه وچه ډېره اړینه ده او هغه سیمه رانغاړي، چې د امریکا شاوخوا هېوادونو په کې میشت دي.

قانت وایي: امریکا غوړاي، چې د چین او روسیې په ګډون نورهېوادونه د لویدیځې وچې په نظامي، اقتصادي او سیاسي برخو کې سټراټیژیکې همکارۍ ونلري؛ امریکا دا سیمه په تاریخي لحاظ د خپل نفوذ طبیعي ساحه بولي او هیڅکله لوی هېوادونه دې سیمې ته نږدې نه‌پرېږدي.

د یادې سټراټیژۍ له مخې؛ امریکا په دې سیمه کې خپل متحدین ساتي او هڅه به کوي، چې له نورو هېوادونو سره هم کار وکړي.

قانت زیاته کړې؛ امریکا په آسیایي هېوادونو کې غواړي اقتصادي فرصتونه د ځان پر ګټه وکاروي او د خپلو متحدینو په واسطه د چین د نور ډېر پرمختګ مخه ونیسي؛ خو نه غواړي، چې له چین سره په مستقیم ټکر کې ښکېل شي.

دغه راز قانت لیکلي: د ټرمپ اداره د اروپا پر سیاستونو نیوکې کوي‌ او غواړي، چې دوی بدلون ته وهڅوي. امریکا به د داسې اروپا ملاتړ روان وساتي، چې دوی د روسیې په اړه خپل موقف په اوکراین کې له جګړې څخه د ثبات او سولې په طرف بدل او خپلې ګټې په آسیا کې خوندي کړي.‌

همدارنګه قانت په منځني ختیځ کې د امریکا سټراټیژۍ ته هم نغوته کړې او څرګندوي: د منځني ختیځ ډېری حکومتونه د امریکا نږدې ملګري دي او د ملګرتیا ساتنه ورته د ایران پر وړاندې اړینه ده. کوښښ کوي، چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه هم د ابراهم له تړون سره یو ځای کړي او اسرائیل له ټولو سره طبیعي اړیکو ته وهڅوي. د فلسطین اوربند به روان ساتي، چې حماس بیا د اسرائیلو امینت وننګوي. سوریه بالقوه ننګونه بولي؛ خو د سیمې د هیوادونو پر ملاتړ به په سیمه کې ثبات خوندي کوي.

قانت دا هم لیکلي، چې امریکا په تاریخي لحاظ په افریقا کې د رژیمونو په بدلولو او لبرال آیډیالوژۍ پر خپرولو تمرکز کړی؛ خو د ټرمپ اداره په دې باور ده، چې له دې وروسته به هڅه کېږي، چې په دې سیمه کې روانو ټکرونو(کانګو – وراندا او سودان) ته د حل لاره پیدا او د بالقوه ټکرونو (ایټوپیا، سومالیا او ایرټریا) مخنیوی وکړي. امریکایان په دې باور دي، چې د تروریزم پدیده اوس د افریقا سیمې ته لېږدول شوې؛ خو د راپورته کېدلو مخه به یې ونیول شي.

ویل کیږي، چې د امریکا د ملي امنیت په سټراټیژۍ کې د افغانستان په اړه هېڅ ذکر نشته.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

Published

on

د پاکستان نومیالي ديني عالم مفتي تقي عثماني د پاکستاني پوځ د مشرتابه په اړه پر وروستیو پرېکړو د نیوکې پر مهال ویلي، چې د پاکستان د پوځ ستردرستیز جنرال عاصم منیر ته د ټول عمر لپاره معافیت ورکول او محکمې ته د هغه نه حاضرول؛ د اسلام له اصولو او لارښوونو سره په ټکر کې دي.

دغه ديني عالم د دوشنبې پر ورځ د یوې غونډې پر مهال ټینګار کړی، چې په اسلام کې هیڅوک له قانونه پورته ندي او واکمن او لوړپوړي چارواکي هم د خپلو کړنو په اړه پر حساب ورکولو مکلف دي.

د مفتي تقي عثماني د څرګندونو له مخې؛ عدالت او حساب‌وړاندې کول د اسلامي نظام بنسټیز ارکان او ارزښتونه دي او زورواکو ته دايمي مصونیت ورکول د شریعت له روح سره سمون نلري.

مفتي تقي عثماني زیاته کړې؛ په قانون کې د خلکو او چارواکو ترمنځ توپیر رامنځته کول د ولسي باور د کمزورۍ او په ټولنه کې د بې‌عدالتۍ د پراخېدا لامل ګرځي.

هغه له اړوند ادارو وغوښتل، چې په سیاسي او پوځي پرېکړو کې اسلامي ارزښتونه، لارښوونې او د عدالت اصول په پام کې ونیسي.

د دې ديني عالم دا څرګندونې په داسې وخت کې راپورته شوي، چې په پاکستان کې د پوځ د رول او د پوځي مشرانو د صلاحیتونو د حدودو په اړه بحثونه له بېلابېلو غبرګونونو او نظرونو سره مخ شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

Published

on

د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن پر مشرۍ د “پاکستاني امت یووالي” تر سرلیک لاندې د پاکستاني عالمانو د غونډې ګډونوالو د کابل او اسلامآباد له حکومتونو غوښتي، چې رامنځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

په غونډه کې مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځي پالیسیو نیوکه کړې او څرګندوي؛ د دښمنانو د پر نښه کولو پر پلمه پر افغانستان برید د منلو وړ ندي.

هغه پاکستاني پوځ ته په خطاب کې ویلي: “که تاسې پر کابل برید پدې پلمه کوئ، چې ګواکې ستاسې دښمن هلته حضور لري؛ نو بیا ولې کله، چې هند په پاکستان کې خپل دښمنان پر نښه کوي ورسره مو غبرګون توپیر مومي؟”

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د کړکېچ دوام د دواړو خواوو پر ګټه ندی او له اوسنیو بحرانونو څخه د وتلو یوازنۍ لار په اختلافاتو کې د ښکېلو لوریو خبرې، همغږي او متقابل درناوی دی.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له یو اړخیزو ننګونو، هوایي او ځمکنیو بریدونو او کړکېچونو سره مخ، لارې بندې او سوداګري پر ټپه درېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!