Connect with us

تازه خبرونه

د سیمې له هېوادونو سره روغتیایي هوکړه لیکونه لاسلیک شول – قلندر عباد

خپور شوی

د

د افغانستان، ایران، عراق او پاکستان هېوادونه د ایران په تهران کې د ګډې غونډې پر مهال د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه هوکړې ته ورسېدل.

د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د دې ولایت له روغتیایي برخې سره د ایران له همکاریو خبره ورکړی. هغه له تېرو څو ورځو راپدیخوا په تهران کې د ایران، افغانستان، پاکستان، عراق او د روغتیا نړیوالې ټولنې له غړیو  سره د ګډې غونډې پر مهال د سیمې له هېوادونو سره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی او په ایران کې یې د افغان داکترانو لپاره د روزنې د زمینې او روغتیایې همکاریو پر زمینې رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

د دغو هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیرداکتر قلندر عباد ويلي، چې په سرحدونو کې د ساري ناروغیو د څارنې، د روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د داکترانو او روغتیايي کارکوونکیو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو په ګډون پر درې بېلابېلو روغتیایي مسایلو هوکړې هم شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، چې هرات ته راغلی، د دغه ولایت د روغتون چارې یې هم وڅېړلې او ټینګار یې وکړ، چې د دغه روغتون لپاره به ټولې لازمې آسانتیاوې برابرې شي.

د عامې روغتیا وزیر داکتر قلندر عباد ویلي؛ په راتلونکي کې مونږ منظم پلان لرو، چې ان شاالله د سیمې په ۶۸ طبي پوهنځیو کې به افغان داکتران وګمارل شي او د دې ترڅنګ به زمونږ داکتران په لوی شمېر څانګوالو روغتونونو ته ور وپېژندل شي. د نرسنګ په ډګر کې به ځینې یې د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ایران ښوونیزو پروګرامونو ته وروپېژندل شي.

د عامې روغتیا وزیر وايي؛ په هېواد کې روغتیايي مرکزونه په ځانګړي توګه لوی روغتونونه اوس هم ډېرو آسانتیاوو او تجهیزاتو ته اړتیا لري، چې روغتیايي کارکوونکي مو وکولی شي خلکو ته نور ډېر ښه خدمات وړاندې کړي.

هغه د هرات له حوزوي روغتون څخه د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د روغتیایي سیستم د ښه والي لپاره به هڅه وکړي او د دغه روغتون ستونزې به هم ژر حل شي.

داکتر قلندر عباد وایي: هرات د لویدیځې حوزې د ولایتونو مرکز دی، چې له ګڼو نورو ولایتونو څخه هم دغه ولایت ته ناروغان راځي. زمونږ هڅه دا ده، چې په دغه ولایت او د افغانستان په لویه برخه کې یو سم روغتیايي سیستم او د درملنې لوی مرکزونه جوړ کړو، چې وکولی شو په بشپړه توګه د ناروغانو درملنه وشي.

په دغه روغتون کې يو شمېر ناروغان د درملو او وسايلو له کمښت څخه هم اندېښمن دي. دوى وايي، چې ډېري درمل له روغتون څخه بهر اخلي؛ ځکه، چې په دغه روغتون کې پوره آسانتياوې نشته.

د هرات اوسیدونکې شکیلا وایي: زه روغتون ته راغلم؛ څوک راته په وړيا توګه څه  نه راکوي. زه کونډه يم، د خپل ناروغ درملنه څنګه وکړم؟ نن دومره څه نلرم، چې پرې د خپل ناروغ درملنه وکړم.

د فراه اوسیدونکی غلام احمد وایي: داکټران په دې روغتون کې سمه پاملرنه لري؛ خو د درملو او آسانتیاوو کمښت شته؛ داسې کسان هم شته، چې د درملنې توان نلري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي. 

د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې د جي - ۵ هېوادونو له غونډې ښې پایلې ترلاسه شوي او په راتلونکې کې به د هېواد روغتیايي سیستم نور هم ښه بدلونونه ولري.

ویل کیږي، چې د هرات حوزوي روغتون ته اوس هره ورځ ۱۰۰۰ ناروغان تګ راتګ کوي او سربېره پرهرات دغه روغتون ته له څلور نورو ولایتونو هم ناروغان راځي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!