سوداگري
په هرات کې به بڼوال ۱۵۰ زره ټنه انګور راټول کړي
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست ويلي؛ په هرات کې به بڼوال شاوخوا ۱۵۰ زره ټنه انګور راټول کړي، چې له ۶۰ سلنې ډېر یې پر ممیزو بدلېږي او بیا بهر ته صادرېږي.
د انګورو د حاصل فصل رارسېدلی او بڼوال هره ورځ لسګونه ټنه انګور بازار ته وړاندې کوي.
د هرات د کرنې ریاست څرګنده کړې، چې له ۶۰ سلنې ډېر انګور پر ممیزو بدلیږي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست مشر حمیدالله ناصري ويلي، سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه ډېر شوي دي.
بڼوال عصمت الله وایي: دا مهال په هرات کې بڼوال له ۷۰ ډېر ډوله انګور کري؛ خو ډېري يې په کورنيو بازارونو کې په ډېره ټيټه بيه پلورل کېږي او بهرنيو هېوادونو ته د انګورو د صادرولو زمينه نده برابره شوې.
د معیاري سړو خونو نشتوالی او د هوایي د هلیزونو بندیدل هغه څه دي، چې د هرات کروندګر یې اندېښمن کړي او وايي چې حاصل یې په مناسبه بیه نه پلورل کیږي.
د هریرود سیند په غاړو کې د ډېرو ولسوالیو بڼوال له دولس زره هکتاره زیات د انګورو بڼونه لري، چې سږ کال اټکل شوی، له دې باغونو به ۱۵۰ زره ټنه انګور را ټول شي.
تازه خبرونه
په پاریس نندارتون کې د افغان زعفرانو کلنی تړون لاسلیک شو
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.
د پاریس په نندارتون کې د څه باندې یو میلیون ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو
د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) څرګنده کړې، چې د ۲۰۲۴ پاریس په نندارتون کې د یو میلیون او ۷۰ زره ډالرو پر ارزښت د ۶۰۰ کیلوګرامه افغان زعفرانو د کلني پېر تړون لاسلیک شو.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا تړون به په نړیوال ډګر کې د افغانستان د زعفرانو اعتبار نور هم پیاوړی کړي او د افغانانو د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د افغانستان زعفران یو له هغو محصول څخه دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د کیفیت له پلوه په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای خپل کړی.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د داوطلبۍ له لارې ۵ زره ۱۴ قیراطه زمرد وپلورل شول
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
په پنجشېر کې نن سې شنبه ( د لړم پېنځلسمه ) د داوطلبۍ له لارې (۵۰۱۴) قیراطه زمرد پر ۲۴۵ زره ۵۰ امريکایی ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ولایت د مقام ویاند سیف الدین لټون زیاته کړې؛ نن د پنجشېر ولايت په مقام کې د څه نا څه ۱۵۰ سوداګرو په ګډون داوطلبۍ وشوه او ياد شمېر استخراج شوي زمرد پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
سوداګرو ويلې: په پنجشېر ولایت کې زمردو ته د بازار موندنې وروستيو هڅو د دې زمینه برابره کړې، چې د دې ولایت زمرد په نړيوالو بازارونو ېښه وځلیږي.
ویل کیږي، چې په پنجشېر ولایت کې د استخراج او داوطلبۍ بهیر نه یوازې بریالی روان دی، بلکې د پانګونې تر څنګ یې ځوانانو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.
سوداگري
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول
د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.
په افغانستان کې د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې ويلي، د لمریز لېږدیز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې دې هېواد ته د ایران غیرنفتي صادرات د ۲۵۴ میلیون ډالرو پر زیاتېدو ۱ میلیارډ او ۷۰ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
د ایران سفارت د سوداګرۍ اتشې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال د همدې مودې پر پرتله د صادراتو دغه کچه ۳۱ سلنه زیاته شوې ده.
ایلنا خبري سرچینې راپور ورکړی، چې په دې موده کې د اوسپنې، فولادو، سمنټو، هګیو او کچالو په ګډون شاوخوا ۵۶۰ زره ټنه ایراني توکي افغانستان ته صادر شوي دي.
د ایران د سوداګرۍ د پراختیا ادارې مشر حسین روستایي په یوه مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د ایران د غیر نفتي صادراتو ارزښت ۲۵۴ میلیون ډالره او او وزن ۵۵۹ زره ټنه ډېر شوی دی. د ټولو صادراتو وزن ۲ میلیون او ۵۲۳ زره ټنو ته رسېدلی، چې د تېر کال پر پرتله یې ۲۸ سلنه وده کړې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان څخه د ايران د وارداتو ارزښت هم څه باندې ٣٣ ميليون ډالرو ته رسېدلى، چې ١٩٢ سلنه زياتوالى يې موندلى او پر ټولیزه توګه په وارداتي توکو کې وربشي، جوار، ممپلي او مرچ راغلي دي.
-
تازه خبرونه2 days ago
تېر کال په افغانستان کې د اوبو لګولو سلګونه ډندونه جوړ شول
-
تازه خبرونه2 days ago
په پغمان کې د اور لګېدنې له کبله دوه کسان مړه شوي او سلګونه خلکو ته مالي زیانونه اوښتي
-
سوداگري1 day ago
افغانستان ته د ایران غیرنفتي صادرات ۳۱ سلنه ډېر شول
-
د هوا حالاتو بدلونونه2 days ago
اسپانیا کې د سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۲۱۴ کسانو ته رسېدلی
-
نړۍ1 day ago
پر غزې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه1 day ago
دا ځل پر اسرائیلو پېچلی، ویجاړوونکی او خونړی برید کوو – ایران
-
تازه خبرونه2 days ago
له ایران څخه هره ورځ لږ تر لږه درې زره افغان کډوال ایستل کېږي
-
روغتيا2 days ago
په افغانستان کې ۶ اعشاریه ۱ میلیون خلک لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري – یونیسف