Connect with us

روغتيا

په هلمند ولایت کې کولرا ۲۰ کسان مړه کړي دي

خپور شوی

د

په هلمند ولایت کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا له کولرا ناروغۍ یا نس ناستي نږدې ۲۰ کسان مړه شوي دي.

باختر آژانس څرګنده کړې؛ له تېرو ٢٤ ګړیو راپدیخوا د هلمند ولايت په باغران ولسوالۍ کې ۱۲۰ کسان پر اسهال (کولرا) ناروغۍ اخته شوي، چې څه ناڅه شل کسان ترې مړه شوي دي.

ویل کیږي، چې سیمې ته ګرځنده روغتيايي ډلې رسېدلي او درملنه یې روانه ده.

روغتيا

په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري شي – نورجلال جلالي

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

Published

on

د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي نورجلال جلالي چین ته د خپل سفر پر مهال د سنتي طب په نړیوال کنفرانس کې د سیمې لپاره د سنتي طب په اړه د روغتیا نړیوالې ټولنې او شانګهای همکاریو ټولنې همکاري اړینه یاده کړه او څرګندوي، چې په افغانستان کې باید سنتي طب معیاري او د عصري طبابت یوه برخه شي.

دې وزارت نن (چارشنبه د لیندۍ څوارلسمه) لیکلي، چې جلالي وایي؛ د سنتي طب د لېوالو کسانو لپاره باید یو معیاري درسي نصاب جوړ شي.

هغه دغه راز د سنتي طب په برخه کې د چين او افغانستان پر دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ اووایيو چې په دې برخه کې باید د ظرفيتونو لوړولو، تجربو شريکولو او  څېړنو زمینه برابره شي.

د يادونې ده، چې دا مهال په عامې روغتيا وزارت کې د سنتي طب رياست جوړ شوى، چې د ډاکټرانو د کار پر سمون، تګلارو او لارښوونو کار کوي.

Continue Reading

روغتيا

په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ پېښې مخ پر زیاتېدو دي – د روغتیا نړیواله ټولنه

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په پېښو کې ۲۸۳ سلنه او په پاکستان کې د ۲۰۲۳ ز. کال پر پرتله ۵۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دې ټولنې د خپلې بېړنۍ کمیټې په څلوېښتمه غونډه کې د افغانستان د کور پر کور ګوزڼ واکسین د کمپاین د ځنډېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روغتیا نړیوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: د بېړنۍ کمیټې له وروستۍ غونډې راپدېخوا د پولیو ۵۱ نوې پېښې ثبت شوي، چې ۱۷ یې په افغانستان او ۳۴ په پاکستان کې دي، چې له دې سره په ۲۰۲۴ کال کې د ټولو پېښو شمېر ۶۲ ته ورسېد. دا په افغانستان کې د پولیو ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښيي. دا د ټول ۲۰۲۳ کال په پرتله په پاکستان کې د چاپېریال د نمونو په شمېر کې ۵۵۰ سلنه زیاتوالی دی. په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر په ۲۰۲۴ کال کې ۲۰۴ ته لوړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه ندي ویلي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو او فلج ناروغي په کې نده ختمه شوې.

د پولیو نښې د هر ناروغ ماشوم لپاره توپیر لري؛ تبه، زړه بدوالی، کانګې، د اشتها کموالی، کمزوری، د معدې درد او د ستوني درد د پولیو تر ټولو عامې نښې دي.

د ډاکټرانو په وینا کمزوري روغتیايي خدمتونه، د پوهاوي نشتوالی، بې سوادي، د نفوسو تراکم،  د اسهال ډېر خپرېدل او د ګوزڼ واکسین کم پوښښ هغه عوامل دي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو لامل ګرځي.

Continue Reading

روغتيا

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

له “ګوزڼ څخه پاک افغانستان” ایکس پاڼې د اړوند ولایتونو د نومونو په اړه، چې څو ورځنی به وي؛ بشپړ   جزئیات ندي ورکړي.

Published

on

د ګوزڼ واکسین کمپاين دفتر ويلي، چې سبا (دوشنبه د لیندۍ پېنځمه) په يو شمېر سيمو کې د پوليو واکسين کمپاين پيلېږي.

له "ګوزڼ څخه پاک افغانستان" ایکس پاڼې د اړوند ولایتونو د نومونو په اړه، چې څو ورځنی به وي؛ بشپړ   جزئیات ندي ورکړي.

د ګوزڼ ډېرې مثبتې پېښې په جنوبي او سویل ختیځو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال ټولنې د تازه راپور له مخې؛ سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په داسې حال کې، چې تېر کال یوازې په ننګرهار ولایت کې شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ٢٠۲٤ کال کې يوازې په کندهار کې د پوليو د ناروغۍ ١٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!