تازه خبرونه
د اسلامي امارت نړیوال مشروعیت له کورني مشروعیت او رضایت پرته ناشونی دی

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي؛ د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره ا.ا باید د ښځو او نرینه وو بشري حقونه خوندي او یو ټوګډونه حکومت جوړ کړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې څرګنده کړې؛ مونږ غواړو، چې د افغانستان خلک روښانه راتلونکې ولري او کله، چې د افغانستان خلک خپل حکومت پر رسمیت وپېژني؛ نو د نړیوالې ټولنې لخوا به هم پرته له ځنډه پر رسمیت وپېژندل شي.
مونږ غواړو، چې افغانستان مثبت کار وکړي او نورو هېوادونو ته ګواښ نه وي، مونږ د اسلامي امارت له چارواکو سره د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه خبرې کړي او پر دې کار روان دی.
ده د اروپايي ټولنې د بشري مرستو پر دوام هم ټینګار کړی؛ خو په افغانستان کې یې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د شتوالي په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي زیته کړې؛ ډېري افغانان ان د خوړلو لپاره کافي خواړه هم نلري. مونږ په افغانستان کې خپلې بشري مرستې روانې ساتو. دا هم باید په پام کې ونیسو، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران زیات شوی دی. له بلې خوا امنیتي وضعیت تر یوه حده ښه شوی؛ خو مونږ اوس هم د داعش اونورو ډلو په اړه اندېښمن یوو، چې څه موده مخکې یې مرګوني بریدونه وکړل.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی څرګندوي، چې په دې وروستیو ورځو کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر بېلابېلو بشري، اقتصادي او امنیتي موضوعاتو کتلي دي.
تازه خبرونه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کاپ -۳۰ په راتلونکي کنفرانس کې د آذربایجان د ملاتړ غوښتنه وکړه
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) اعلان کړی، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر سره په لیدنه کې د برازیل پر کوربتوب په راتلونکي کاپ -۳۰ کنفرانس کې د افغانستان د فعال ګډون لپاره له هغه هېواد څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې (NEPA) اعلان کړی، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیع الحق خالص په کابل کې د آذربایجان جمهوریت له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په نړیوال اقلیمي بدلون کنفرانس (COP29) کې د هغه هېواد د رغنده رول او همدارنګه د افغانستان د ګډون لپاره د هغه هېواد د ملاتړ او همکارۍ ستاینه وکړه.
دواړو خواوو د افغانستان او آذربایجان جمهوریت ترمنځ د کلتوري او سیمهییزو مشترکاتو او همدارنګه د سیمې د هېوادونو پر ګډه جغرافیه د اقلیم بدلون د اغزو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
مطیع الحق خالص د چاپېریال په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ او د برازیل په راتلونکې کاپ -۳۰ کنفرانس کې د افغانستان د فعال ګډون لپاره د آذربایجان جمهوریت د ملاتړ غوښتنه وکړه.
هغه د علمي او تخنیکي تجربو پر لیږد، د ظرفیت لوړولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ په اړه د هوکړه لیکونو لاسلیک کولو هم ټینګار وکړ.
د آذربایجان جمهوریت سفیر هم په کاپ – ۲۹ کنفرانس کې د افغانستان ګډون مثبت و ارزاوه اوڅرګندوي: “افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د نړیوالې تودوخې له کبله د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخ دی او مونږ په دې هېواد کې د وروستیو سیلابونو له ویجاړونکو اغېزو څخه هم خبر یوو. د اقلیم د بدلون د پایلو د کمولو لپاره ګډې سیمهییزې او نړیوالې هڅې یوه جدي اړتیا ده.”
هغه د نوې کیدونکې انرژۍ د پراختیا په برخه کې د آذربایجان جمهوریت تجربو، د راتلونکي کال پورې د فوسیلي سونګ توکو د کارولو کمولو او له منځه وړلو لپاره د هېواد ژمنې او په باکو کې د “شنې پراختیا ته ژمن” تر شعار لاندې د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO) د هېوادونو د مشرانو د سرمشریزې راتلونکې غونډې ته هم نغوته(اشاره) وکړه.
دواړو خواوو له اقلیمي بدلون سره د مبارزې، د شنې پراختیا اهدافو ترلاسه کولو او په سیمهییزه او نړیواله کچه د چاپېریالي پروژو پلي کولو لپاره پخپلو ګډو ژمنو ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
په تېره یوه میاشت له ۲۵۰ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي:”په دوی کې ښځې او نجونې هم شته، چې د تعلیم، دندو او د تګ راتګ د آزادۍ له محدودیتونو سره – سره له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. دا راستنېدنه باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یکشنبې پر ورځ ناوخته راپور ورکړ، چې د روان کال په اپریل کې له ۲۵۰ زره څخه ډېر افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو (پاکستان او ایران) څخه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي:”په دوی کې ښځې او نجونې هم شته، چې د تعلیم، دندو او د تګ راتګ د آزادۍ له محدودیتونو سره – سره له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. دا راستنېدنه باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.
نږدې اووه میلیون افغان کډوال له هېواده بهر ژوند کوي، چې یوه لویه سلنه یې په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
تېر کال د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې سږ کال به تر درې میلیون پورې افغانان وباسي. ایران هم په هېواد کې له میشتو بې اسنادو افغانانو څخه غوښتنه کړې، چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه راز په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ لوړې کچې ته پر کتو؛ راستنېدونکي کډوال بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
هغه کډوال، چې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي؛ اړ شوي، چې خپل هرڅه د کورونو، سوداګرۍ او شتمنیو په ګډون پریږدي.
د کډوالو د راستنېدو لپاره په سرحدي پولو کې ټرانزیټي کمپونه جوړ شوي او نړیوال بنسټونه له اسلامي امارت سره یوځای هڅه کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر د امکان تر حده آسانه کړي.
همدارنګه د بشري مرستو په برخه کې د بودجې کمښت د هغو مرستو پر کچه، چې اړوند بنسټونه یې چمتو کولی شي هم اغېزه کړې ده.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې یو ژور بشري ناورین مخ پر وړاندې روان دی؛ ځکه، چې لسګونه زره افغان کډوال له ګاونډ هېوادونو راستنیږي.
د UNHCR ویاند بابر بلوڅ ویلي؛ دا بنسټ په بېړني ډول له هغو کسانو سره د مرستې لپاره ۷۱ میلیون ډالرو ته اړتیا لري، چې کور ته راستنیږي.
بلوڅ وایي، چې دا کډوال په هېواد کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
بلوڅ ویلي، چې په اپریل کې له ۲۵۱ زره څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه په ناوړه شرایطو کې راستانه شوي، چې له ۹۶ زره ډېر یې جبري ایستل شوي دي.
هغه ویلي، چې UNHCR د ایران او پاکستان له حکومتونو هم ملاتړ کوي، چې افغانستان ته راستنېدل باید داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.
هغه زیاته کړې: ” افغانان بېرته ستنېدو ته اړ ایستل یا فشار راوړل دایمي ندي او کولی شي سیمه بې ثباته کړي.”
بلوڅ ویلي؛ “که څه هم UNHCR ډېری ننګونې د اقتصادي فشارونو په ګډون درک کوي، چې دا هېوادونه له لسیزو ورسره مخ او د میلیونونو افغانانو کوربتوب کوي. مونږ په دوامداره توګه خپلې اندېښنې شریکې کړې، چې د دوی قانوني حیثیت ته پام وکړي او هغه خلک، چې افغانستان ته بېرته راستنېدو ته اړ ایستل شوي؛ ممکن د خوندیتوب له جدي خطرونو سره مخ شي”.
له ۲۰۲۳ راپدېخوا له ۳.۴ میلیون څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته راستانه شوي یا شړل شوي دي، چې یوازې په ۲۰۲۴ کې له ۱.۵ میلیون څخه ډېر راستنېدو ته اړ شوي دي.
UNHCR ویلي، چې دا ډول ډلهییزه راستنېدا د افغانستان د ډېرو ولایتونو پر ظرفیت فشار راوړي او د داخلي بې ځایه کیدو خطر یې ډېر کړی دی.
دې بنسټ دا هم ویلي، چې ایران او پاکستان ته نوي افغان کډوال هم بې ځایه شوي او د اروپا پر لور د تګ خطرونه زیات شوي دي.
په ۲۰۲۴ کې افغانان د آسیا – آرام سمندر له لارې اروپا ته د غیر منظم راتګ ترټولو لویه ډله (۴۱ سلنه) جوړوي.
تازه خبرونه
افغانان باید په ګډه په آبادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسوولیت ترسره کړي -د اهل تشیع عالمان
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اهل تشیع د مخورو عالمانو پر استازولۍ استاد محمد اکبري د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې او څرګندوي؛ د اهل تشیع عالمان او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.

د اهل تشیع یو شمېر مشرانو او عالمانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) مولوي عبدالکبیر سره د ناستې پر مهال ویلي؛ د امریکا او غرب د اشغال له کبله هېواد له ګڼو ستونزو سره مخ شوی، چې مونږ ټول باید په ګډه د افغانستان په آبادۍ او د ننګونو په حل کې خپل مسوولیت ترسره کړو.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د اهل تشیع د مخورو عالمانو پر استازولۍ استاد محمد اکبري د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې د مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې او څرګندوي؛ د اهل تشیع عالمان او مخور له اسلامي امارت سره همکاریو ته ژمن دي او له اسلامي نظام څخه ملاتړ کوي.
د ناستې په لړ کې د اهل تشیع عالمانو زیاته کړې؛ دښمن هڅه کوي پر منفي تبلیغ د هېواد حالت ناسم وښيي او اختلافاتو ته لمن ووهي.
په ناسته کې حاضرو مخورو او عالمانو په خپلو خبرو کې د یو شمېر مسایلو په اړه خپل نظرونه، مشورې او وړاندېزونه مولوي عبدالکبیر ته وړاندې کړل او همدارنګه هغوی په ځينو برخو کې د شته ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې مېشتو قومونو ته په نغوته(اشاره) کې د اهل تشیع د مشرانو او عالمای مقام مهم یاد کړی او دا ډاډ یې ورکړ، چې د اسلامي امارت ټولې ادارې مو په چوپړ کې دي او پر وړاندېزونو به هم غور وشي.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت هر وخت د ولس غږ اورېدلی او په هره کچه یې د ستونزو حل ته عملي ګامونه اخیستي دي.
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان ته اوسنۍ مرستې د اړتیاوو په سمندر کې یو څاڅکي دی – فلیچر
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
امریکا د ایران پر وړاندې نوي بندیزونه ولګول
-
تازه خبرونه4 days ago
په کرنه کې پرمختګ افغانان له بېوسۍ ژغوري – عطاءالله عمري
-
تازه خبرونه2 days ago
په قطر د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې اترې وشوې
-
تازه خبرونه5 days ago
له ایران څخه هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه چنده شوی
-
تازه خبرونه2 days ago
د پغمان په ملا عزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه2 days ago
په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان او هند د اړیکو د ترینګلتیا پر سیمهییزو اغېزو علمي بحث وشو
-
تازه خبرونه4 days ago
افغانستان د فلسطینیانو له مشروع مبارزې ملاتړ کوي – متقي