نړۍ
د بریټانیا لومړي وزیر د اوکراین پلازمېنې کیف ته سفر کړی

د برتانیې لومړی وزیر بوریس جانسن د شنبې پر ورځ د اوکراین پلازمېنې کییف ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې پر روسیې د سختو بندیزونو ژمنه وکړه او ولسمشر زیلینسکي ته یې د نورو دفاعي وسلو د ورکړې ډاډ څرګند کړ.
رویټرز راپور ورکړی؛ په هغه غونډه کې، چې د اوکراین په پلازمېنه کې د جانسن تر شتون پورې پټه وه ؛ دواړو مشرانو د دغې لیدنې لپاره څو اوونۍ کار کړی او په پایله کې پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار رامنځته شو.
بوریس جانسن ویلي؛ مونږ باید د اوکراین د ملاتړ له مخې د روسیې پر فډراسیون نور فشار هم راوړو او د خپل ځان د دفاع لپارهچمتو شو. زه له انګلستان څخه مننه کوم، چې بندیزونه یې نه یوازې روان ساتلي، بلکې سختوي یې هم.
هغه زیاته کړې؛ مونږ د دفاعي ظرفیت له پیاوړي کولو سره د اوکراین بشپړ ملاتړ چمتو کوو.
دغه راز زیلینسکي ویلي، چې نور ډیموکراټیک لویدیځ هېوادونه باید انګلستان ته ورته مرستې ته راودانګي.
جانسن زیاته کړې: له خپلو شریکانو سره په ګډه مونږ اقتصادي فشارونه پراخوو او غزوو یې.
هغه زیاته کړې؛ مونږ د روسیې د هایدرو کاربنونو له کارولو څخه هم ډډه کوو.
دا په داسې حال کې ده، چې د اروپایي ټولنې کمیسیون مشر اورسولافون ډرلاین هم کیف ته د سفر وروسته خبر ورکړی، چې اوکراین ته د اروپایي ټولنې ۱۰ میلیارډ ډالري مرسته هم منل شوې او د اروپا مرسته به اوکراین ته روانه وساتل شي.
نړۍ
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول
اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ (د وري څلورمه) د روسیې راکټي برید د سومي ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان کړل، چې ډېری یې ماشومان دي.

د اوکراین په شمال ختیځ کې د سومي ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ کسان ټپیان شوي، چې ۱۷ ماشومان هم په کې دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دوشنبې پر ورځ (د وري څلورمه) د روسیې راکټي برید د سومي ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې لسګونه ملکي وګړي ټپیان کړل، چې ډېری یې ماشومان دي.
راپورونه ښيي، چې مرستندویه ډلې سمدلاسه د پېښې ځای ته ورسیدې او ټپیان یې روغتون ته ولیږدول.
دا برید په داسې حال کې شوی، چې د اوربند خبرې اترې روانې وي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دا برید وغانده او دا یې د جګړې له کبله د رامنځته شوي “کړاو، ویجاړۍ او تلفاتو” یوه بله بېلګه یاده کړه.
هغه یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.
نړۍ
کرملین له ټرمپ سره د پوتین له دوه څخه د ډېرو ټیلیفوني اړیکو شونتیا رد نکړه
پسکوف د کرملین خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ټرمپ او پوتین له دوه ځلې رسمي ټیلیفوني خبرو څخه ډېرې کړي؛ مسکی شو او وویل: “واورئ! مونږ به تاسې ته د هغو خبرو اترو په اړه خبر درکړو، چې مونږ یې په اړه خبر یوو. خو مونږ نشو کولی بل هر احتمال رد کړو.”

د کرملین ویاند دمتري پیسکوف د یکشنبې پر ورځ په مسکو کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه د امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ ترمنځ له دوه څخه د ډېرو اعلان شویو ټیلیفوني اړیکو امکان رد نکړ.
پسکوف د کرملین خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ټرمپ او پوتین له دوه ځلې رسمي ټیلیفوني خبرو څخه ډېرې کړي؛ مسکی شو او وویل: “واورئ! مونږ به تاسې ته د هغو خبرو اترو په اړه خبر درکړو، چې مونږ یې په اړه خبر یوو. خو مونږ نشو کولی بل هر احتمال رد کړو.”
سږ کال د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ دوه اعلان شوې ټیلیفوني اړیکې ټینګې شوې دي. د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني اړیکه د فبرورۍ پر دولسمه او دوهیمه یې د مارچ پر اتهلسمه اعلان شوې ده.
که څه هم د دې دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د ګڼو اړیکو په اړه ګنګوسې شته او د امریکا د ټاکنو په درشل کې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د اړیکو په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
دغه راز د ټرمپ او پوتین ترمنځ ټیلیفوني خبرو اترو او په اوکراین کې د امریکا د ولسمشر د اوربند پلان اروپايي مشران اندېښمن کړي دي. دا مشران وېره لري، چې امریکا به له روسیې سره د سولې د یوې لویې معاملې تر څنګ، چې د تېلو بیې، منځني ختیځ او چین سره سیالي په کې ده؛ اروپا ته شا واړوي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، چې غواړي په اوکراین کې د اوربند له وړاندیز او په غزه کې د جګړې له پای ته رسولو وروسته د سولې د جوړوونکي په توګه یاد شي. هغه پر ځلونو ویلي، چې غواړي په اوکراین کې درې کلنه شخړه پای ته ورسیږي او د امریکا او روسیې ترمنځ یې پر نړیواله جګړه د بدلیدو په اړه له خطرونو خبرداری ورکړی دی.
دغه راز د واشنګټن پوسټ خبریال باب ووډوارډ په خپل کتاب “جنګ” کې لیکلي، چې ډونالډ ټرمپ په ۲۰۲۱ کال کې د خپلې ولسمشرۍ له پای ته رسېدو راپدېخوا لږ تر لږه اووه ځله له ولادیمیر پوتین سره مستقیمې خبرې اترې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ تېر کال له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې وپوښتل شو، چې آیا د ووډوارډ ادعا رښتیا ده؟
هغه وويل: “که می دا کار کړی وي؛ دا د هوښیارۍ کار دی.” خو کرملین ماڼۍ د خبریال ادعا رد کړې ده.
نړۍ
ټرمپ او زیلینسکي د همکارۍ هوکړه وکړه
په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نههویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او ولادمیر زیلینسکي په یو ساعته ټیلیفوني اړیکه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د همکارۍ هوکړه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ځانګړې او ټرمپ ډېرې ښې وارزولې.
په دې ټیلیفوني اړیکه کې، چې د چارشنبې پر ورځ( د کب نههویشتمه) تر سره شوې؛ زیلینسکي د اوکراین د جګړې پرمهال د کیف لپاره د واشنګټن له ملاتړه ستاینه وکړه.
ټرمپ او زیلینسکي دا هوکړه هم وکړه، چې د دواړو هېوادونو پلاوي به په راتلونکو ورځو کې د سعودي عربستان پر کوربتوب یوه ناسته ترسره کړي، چې د سولې لارې چارې ولټول شي.
د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د انرژۍ په سکټور کې پر محدود اوربند رامنځته کولو هوکړه وکړه.
ټرمپ له خبرو اترو وروسته پر خپلې ټولنیزې پاڼې ټروټ ولیکل؛ “مونږ په بشپړ ډول په سمه لار روان یوو.”
ولادمیر زیلینسکي هم ویلي، چې له ډونالډ ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې “مثبتې او بشپړې” وې.
دا د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې د له جنجالي لیدنې او لفظي شخړې وروسته لومړۍ ټیلیفوني اړیکه ده.
له دې لفظي شخړې وروسته واشنګټن کیف ته ټولې پوځي مرستې وځنډولې او اعلان یې وکړ، چې دا مرستې به تر هغه وخته پورې بیا پیل نشي، چې د اوکراین مشران سولې ته “رښتینې” ژمنتیا ونهښيي.
روسیې په ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال کې د اوکراین پر وړاندې خپل پوځي کمپاین پیل کړ او له هغه وخت راپدېخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ مرګونې نښتې روانې دي. د اوسنۍ جګړې له پیل راپدېخوا روسیې د اوکراین شاوخوا یو پر پېنځمه برخه خاوره نیولې ده.
دغه راز زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه کړې ده.
سپینې ماڼۍ د جب پر لومړۍ / د فبروري پر نولسمه اعلان وکړ، چې زیلینسکي له ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره د اوکراین د دفاعي هوایي سیسټمونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د امریکا ولسمشر هم ژمنه وکړه، چې په اروپا کې د اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو په برابرولو کې به همکاري وکړي.
سپینې ماڼۍ زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د جګړې د رښتینې پای ته رسولو لپاره به کار وکړي او زیلینسکي یو ځل بیا د بشپړ اوربند لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
دغه راز ټرمپ زیلینسکي ته له ولادمیر پوتین سره د تېرې ورځې د خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز تائید کړې، چې زیلینسکي په اوکراین کې د پاټریوټ دفاعي هوايي سیسټم د ځای پرځای کولو غوښتنه وکړه او ټرمپ په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د روسیې د کورڅک سیمې وروستي بدلونه د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اړتیا رامنځته کړه. ټرمپ او زیلینسکي په دې ټیلیفوني اړیکه کې هوکړه وکړه، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره همکاري کوي.
-
تازه خبرونه4 days ago
په افغانستان کې امنیت او حاکمیت ټینګ دی – عراقچي
-
سوداگري4 days ago
د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
مصر د غزې د اوربند د بیا پیل لپاره نوی وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د وېش لړۍ غزني ولایت ته ورسېده
-
International Sports5 days ago
سنرایزرز لوبډله پر زړهراکښونکې توپوهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه
-
نړۍ4 days ago
پر اوکراین د روسیې د راکټي برید له کبله ۸۸ ملکي وګړي ټپیان شول
-
سوداگري1 day ago
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول