ساینس او ټیکنالوژي
په آلمان کې د ټیسلا موټرو لومړنۍ کارخونه پرانیستل شوه

د ټیسلا برښنایي موټر جوړوونکي شرکت د سې شنبې پر ورځ په اروپا کې د آلمان پلازمېنې برلین ته څیرمه خپله لومړۍ فابریکه پرانیستله.
ټیسلا شرکت څرګندوي؛ د دوی نوې ګیګا کارخونه به ۱۲۰۰۰ کسان پر کار وګماري او تمه ده، چې په کال کې ۵۰۰۰۰۰ موټرې تولید کړي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتز او د اقتصاد وزیر رابرټ هابیک، د ټیسلا موټرو شرکت له بنسټ ایښودونکي ایلان ماسک سره د برلین د سویل ختیځ په ګرونهایډ ښار کې د دې فابریکې په پرانیستونکیو مراسمو کې ګډون کړی دی.
رابرټ هابیک ویلي، چې د دې فابریکې پرانیسته یو ښه زیری دی، چې د نفتي موټرو ځای به برښنایي موټر ونیسي. آلمان او نور هېوادونه هڅه کوي، چې د شنو خونو ګازونو د خپرېدا کچه راټیټه کړي او د روسیې پر تېلو خپل انحصار لږ کړي.
څه کم درې کاله مخکې ټیسلا د جواز له اخیستو مخکې د دغو پراخو تاسیساتو جوړول پیل کړل. که جواز نه وی صادر شوی؛ ټیسلا به هغه څه له منځه ول، چې جوړ کړي یې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې چاپېریال پوهانو خبرداری ورکړی د دغې کارخونې له کارکولو سره به د سیمې د څښاک اوبو سرچینې اغېزمنې شي، خو ټیسلا دا ټول خبرداری رد کړی دی.
ساینس او ټیکنالوژي
د ایلان ماسک پر X پراخ سایبري برید وشو
ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.

د ټولنیزو رسنیو پلیټ فارم ایکس د دوشنبې پر ورځ وقفهیي له کاره وغورځېد؛ خاوند یې ایلان ماسک پر یو غیر معمولي ځواکمن سایبري برید پړه واچوله.
ماسک د دوشنبې پر ورځ د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: ” پر مونږ هره ورځ برید کیږي؛ خو دا پر ډېرو سرچینو ترسره شوی. یا یوه لویه، همغږي ډله او یا یو هېواد پکې ښکېل دی”.
هغه په سمه توګه روښانه نکړه، چې له “ډېرو سرچینو” څخه یې مطلب څه دی او د هغه نظرونو د سایبري امنیت د متخصصینو شکونه راوپارول. هغو نغوته( اشاره ) کړې، چې دا ډول بریدونه – له خدماتو ډډه کول بلل کیږي، چې په هروخت د کوچنیو ډلو یا اشخاصو لخوا ترسره شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د ډاونډیټیکټر د څرګندونو له مخې، ایکس له وقفې وقفې سره مخ شو.
په همدې حال کې ډیجیټل ټرایډز Digital Trends د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړ؛ داسې راپورونه شته، چې ایکس اوس هم ستونزې لري.
د انټرنیټ صنعت کارپوهانو ویلي، چې ایکس د دوشنبې پر ورځ له ‘خدماتو د ډډې’ څو څپو سره مخ شو.
ماسک د فاکس بزنس شبکې له لاري کوډلو سره په یوه مرکه کې ویلي، چې سایبري برید د اوکراین په سیمه کې د IP له پتو ترسره شوی دی.
د صنعت یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې هغه د ماسک له ادعا سره مخالفت وکړ او وایي، چې د X د ناوړه ټرافیکو د بمبارډ لویه برخه په امریکا، ویټنام، برازیل او نورو هېوادونو کې د IP له پتو موندل کېدی شي. د ناوړه ټرافیکو کچه، چې نېغه له اوکراین څخه راځي “بې ارزښته” ده.
په هر حال رویټرز راپور ورکړی؛ له خدماتي بریدونو څخه ډډه کول د دوی لیکوالانو ته بېرته موندل خورا ګران دي او د IP له پتې پر کله کله د دې په اړه معنا لرونکی اند چمتو کوي، چې تر شا یې څوک و.
ماسک د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره، چې د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي؛ د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره پ اوکراین د پرلهپسې هڅو له نیوکې سره یو ځای شو.
ماسک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د اوکراین لومړۍ کرښه به د هغه د سټارلینک سپوږمکۍ له مخابراتي خدماتو پرته “ماته شي”. که څه هم هغه ویلي، چې هغه به د اوکراین لاسرسی پرې نکړي.
ساینس او ټیکنالوژي
پنجشیر ولایت به ډېر ژر د نوري فایبر له ملي شبکې سره ونښلول شي
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.

د پنجشیر ولایت د رسنیو دفتر نن (چارشنبه د کب لومړۍ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له نوري فایبر سره د دې ولایت د نښلولو د ملي پروژې عملي کار به په راتلونکې میاشت کې پیل شي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پروژه له ګلبهار څخه تر بازارک پورې ۳۶ کیلومټره لار پوښي؛ شتل، انابه او رخه ولسوالۍ به هم د نوري فایبر له خدماتو برخمنې کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا پروژه د پنجشېر ولایتي ادارې د هڅو او د افغانستان اسلامي امارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مشرتابه د ځانګړې پاملرنې له کبله د افغان بېسیم، افغان ټیلیکام او آیسيجي ICG شرکتونو لخوا پلي کیږي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”

له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیکټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیکټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.
د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیکټاک ته لاسرسی وځنډول شو.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.
د ټرمپ لخوا د ټیکټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.
په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې “ټیکټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري” ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.
د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیکټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.
امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیکټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه19 hours ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله