Connect with us

تازه خبرونه

پوهنې وزارت د نجونو او هلکانو ښوونځي بېلوي

خپور شوی

د

د پوهنې وزارت چارواکو ویلي؛ که په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځیو بېلول ناشوني وي، دوی به د نجونو او هلکانو د ښوونځیو وختونه ووېشي. دوه کاله کېږي، چې د پوهنې بهیر یو ځل د کرونا ویروس د خپرېدو او دوه یم ځل د سیاسي تحولاتو له کبله اغېزمن شوی دی. اوس د پوهنې وزارت د زدکوونکیو لپاره ښه زیری لري. د دغه وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې د پوهنې پلان وروستی شوی او د دغه پلان پر بنسټ به په راتلونکي پسرلي کې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي پرانیستل شي او د دغه پلان پر بنسټ به د نجونو او هلکانو ښوونځي بېل شي. د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وایي؛ دا پلان د پوهنې وزارت لخوا لومړي وزیر ته ورکړ شوی او له هغه وروسته به عملي شي. زمونږ دا پلان درې برخې لري او پلي کول به یې هم خورا آسانه دي. یو شمېر هغه زدکوونکي، چې د ښوونځیو پرانیستلو ته سترګې پر لار دي. د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له پرېکړې، چې په راتلونکي پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانیستل شي خوښ دي؛ خو د مسلکي ښوونکیو د شمېر له کموالي اندېښمن دي. زدکوونکی اجمیر شاه وایي؛ د پوهنې وزارت باید د کورسونو او اکاډمیکو کارکوونکیو د کچې د لوړولو لپاره جدي کار وکړي، ځکه اوس د کورسونو د سیالۍ وخت دی. سحر نومې زدکوونکې وایي؛ نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي او دا د چوپتیا وخت ندی او دوی باید زمونږ ژوند تیاره نکړي او د آسانتیاوو پر رامنځته کولو له سره غور وشي. زدکوونکی امید وایي: مونږ د خپلو خویندو د دورسونو پیلېدو ته خوښ یوو او دوی باید ټول زدکړې وکړي. ښوونځیو ته د څه باندې درې میلیون ماشومانو محرومیت، د ښوونځیو لپاره د لومړنیو آسانتیاوو نشتوالی، د ښځینه ښوونکیو لږوالی او د ښوونکیو کموالی هغه ستونزې دي، چې له حل پاتې دي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!