Connect with us

تازه خبرونه

په روان لمریز کال کې  د ۳۰۰ دولتي ادارو مالي بودجه څېړل شوې ـ د پلټڼې اداره

خپور شوی

د

د پلټنې عالي ادارې څرګنده کړې، چې  په روان لمریز کال کې  یې د ۳۰۰ دولتي ادارو مالي بودجه څېړلې او د دغو بنسټونو له ادرسه ۷۷۵ میلیون افغانۍ د دولت بودجې ته لېږدول شوې دي.

د تفتیش عالي ادارې د سلمې کالیزې په مناسبت په یوه خبري ناسته کې د ۱۴۰۰ لمریز هجري کال پر اړوند لاسته راوړنو او  د ۱۴۰۱ کال د پلانونو په اړه رسنیو ته معلومات وړاندې کړل.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ سږ کال يې په پلازمېنه او ولايتونو کې شاوخوا درې سوه دولتي دفترونه پلټلي او وايي، په پام کې لري، چې په ۱۴۰۱ لمریز هجري کال کې د دغو دولتي ادارو په مالي او اداري څانګو کې د روڼتیا لپاره له دولتي ادارو او مرکزونو څخه بیا کتنه وکړي.

د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني وایي: شاوخوا ۸ اعشاریه ۶ میلیارډ افغانۍ د بېرته اخیستلو وړ اټکل شوي او ۱۲ اعشاریه ۳ میلیارډ افغانۍ د چاڼ وړ او ۷۷۵ میلیون افغانۍ دولت ته ورکړ شوې دي.

د یادې ادارې چارواکي په هېواد کې د ۵۹ دولتي ادارو د مالي او اداري کارونو له بیا کتنې خبر ورکوي او وايي، چې په ۱۴۰۱ لمریز هجري کال کې د فساد د مخنیوي او له عامه شتمنیو څخه د رڼې ګټې اخیستنې لپاره د ۲۰۰ دولتي ادارو له څېړلو خبر ورکوي.

د پلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال نجیب الرحمن رحماني ویلي؛  

"د دولت مالي احصائیه باید په ۱۴۰۰ ل.هـ کال کې جوړه شي، د دولت د لګښتونو او عوایدو کلنی راپور باید د پلټنې عالي ادارې لخوا وروستی او د اسلامي امارت مشرتابه ته وسپارل شي.

د يادې ادارې د څرګندونو له مخې، دوى د دې ادارې د وړتیاوو د لوړولو لپاره له نړيوالو بنسټونو سره پرهمغږۍ هم کار کوي او هڅه کوي، چې د دې ادارې او نورو دولتي څانګو وړتیاوې لوړې کړي.

د پلټنې عالي ادارې مشر قدرت الله جمال څرګنده کړې؛ مونږ د پلټنې اړوند انسټیټیوټ بیا فعال کړی، چې د پلټنې لپاره د پلټونکيو وړتیاوې په سمه توګه لوړې شي.

که څه هم وروستیو پرمختګونو په ریاستونو کې د عامه شتمنیو د لوټ کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړي؛ خو دا اداره وايي، چې پدې اړه څېړنې کوي او د راپور له بشپړېدو وروسته به یې له خلکو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نه‌وـ ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

Published

on

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نه‌و.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»

هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیو‌اف‌پي

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بې‌وسۍ سره مبارزه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوه‌یم پړاو کې د بې‌ې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

Published

on

د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!