Connect with us

تازه خبرونه

په بادغیس ولایت کې زلزلې ۳۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

خپور شوی

د

سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په لويدیځ بادغیس ولایت کې زلزلې  ۲۶ کسان مړه کړي، ۴ ژوبل او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

رویټرز د سیمه ییزو چارواکو لخوا د خپاره شويو انځورونو له مخې څرګنده کړې، چې د ریښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۶ درجې زلزلې له ترکمنستان سره پر ګډه پوله پروت بادغیس ولایت ولړزاوه، چې او له خښتو جوړ شوي سلګونه کورونه یې ویجاړ کړل.

د بادغیس ولایتي ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ مشر باز محمد سروري  زیاته کړې: له بده مرغه زمونږ لومړني راپورونه ښيي، چې د پېنځه ښځو او څلور ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.

نوموړي د اسلامي امارت ځواکونو ته په نغوته کې څرګنده کړې: مجاهدین یو شمېر زیانمنو سیمو ته رسېدلي؛ خو بادغیس یو غرنی ولایت دی ښايي د تلفاتو شمېر له دې هم لوړ شي.

هغه زیاته کړې، چې اوس هم په سیمه کې سخت باران روان دی.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د افغانستان د بېړنیو چارو وزارت د بېړنیو عملیاتو مرکز مشر ملا جانان ساقي د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړی او ویلي یې دي، چې له ۷۰۰ ډېر کورونه زیانمن شوي دي.

د بادغیس په مرکز کې د مرکزي روغتون د نرسنګ مشر ثناء الله ثابت وایي؛ دوی ته د زلزلې پېنځه ټپیان ورلېږدول شوي، چې د ډېرو یې هډوکي مات شوي دي.

د اروپایي سرچینو د څرګندونو له مخې، یاده زلزله ۳۰ کیلومټره ( ۱۸ اعشاریه ۶۴ میله) ژوروالی لري.

تازه خبرونه

له ایران او پاکستان سره د افغانستان پر پوله د انساني قاچاق یوه لاره وتړل شوه

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه سرحدي سیمه، چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري د انساني قاچاق له یوې اصلي لارې څخه وه.

Published

on

د نیمروز والي محمد قاسم خالد د یکشنبې پر ورځ ( د مرغومي درېیمه) د دغه ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې د چهاربرجک ولسوالۍ په «ډاګ» سیمه کې د انساني قاچاق یوه سرحدي لاره تړل شوې ده.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دغه سرحدي سیمه، چې له ایران او پاکستان سره ګډه پوله لري د انساني قاچاق له یوې اصلي لارې څخه وه.

د نیمروز والي د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ولایت کې د اسلامي امارت د رهبرۍ شورا د فرمان له صادرېدو وروسته محمد قاسم خالد د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره دا هڅه وکړه.

د نيمروز والي د دغه فرمان پر بشپړ پلي کېدو د ټينګار ترڅنګ زياته کړې، چې د انساني قاچاق ناوړه پايلې بايد د جوماتونو او مطبوعاتو له لارې له خلکو سره شريکې شي.

خالد دا ټینګار هم کړی، چې له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنکړي، چې له دې لارې تېر شي.

په دې غونډه کې د انساني قاچاق د خطرونو په اړه د عامه پوهاوي او د دې ناوړه پدیدې په مخنیوي کې له ولایتي ادارې سره د همکارۍ لپاره کمیټې وټاکل شوې.

د اسلامي امارت رهبر په یوه فرمان کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارلې، چې د انساني قاچاقبرانو د فعالیتونو مخه ونیسي او له نیول کیدو وروسته یې نظامي محاکمو ته وروپېژني.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان له بندخونو  ٥٣ آزاد شوي افغانان هېواد  ته راستانه شول

د سپین بولدک سرحدي امریت د څرګندونو له مخې؛ وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ٤٥ انفرادي کسان او د ٨ کسانو، چې یوه کورنۍ ده؛ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

Published

on

د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د ۵۳ افغان بندیانو د خلاصون خبر ورکړی دی.

د سپین بولدک سرحدي امریت د څرګندونو له مخې؛ وړمه ورځ د سپین بولدک له لارې د پاکستان له بندخونو ازاد شوي ٤٥ انفرادي کسان او د ٨ کسانو، چې یوه کورنۍ ده؛ د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شول.

دغه راستانه شوي کسان له پېژندلو او ثبت وروسته همکارو بنسټونو ته د مرستو د تر لاسه کولو لپاره ور وپېژندل شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د پاکستان له استازي سره پر شته ستونزو خبرې وکړې

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

Published

on

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي صادق خان سره کتلي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو او د شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې.

په دې کتنه کې صادق خان ویلي: مونږ ژمن یوو، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او مدني اړیکو د پیاوړتیا لپاره پر ګډو هڅو حل کړو.

دغه راز سراج الدین حقاني میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي؛ افغانستان او پاکستان مذهبي، کلتوري او تاریخي مشترکات لري.

هغه زیاته کړې: " اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي، چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې ګړندۍ شي. له دې سره ولسونه له زیان څخه خوندي پاتې کیږي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمینوي."

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د اړیکو د ښه کولو لپاره پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!