تازه خبرونه
امریکا باید د هوایي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي ـ اسلامي امارت
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د سې شنبې پر ورځ د افغانستان اسلامي امارت یوه ویاند ویلي، د امریکا پوځ د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو د بې ګناه افغانانو د وژلو مسوول دی او د امریکا حکومت باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
د اسلامي امارت دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کیږي، چې د امریکا دفاع وزارت د دوشنبې پر ورځ ویلي وه؛ په کابل کې د تاګست پر هوایي برید د یوې کورنۍ د ۷ ماشومانو په ګډون د ۱۰ ملکي وګړيو پر وژلو هیڅ یو امریکايي سرتېری ګرم ندی او نه به مجازات شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مونږ غواړو د هغو کسانو له کورنیو سره مرسته وشي، چې په وحشیانه بڼه وژل شوي او امریکا یې باید تاوان ورکړي. دا د افغانانو غوښتنه ده؛ خو امریکایان یې ردوي. امریکا په نړۍ کې داسې ډېرې کړنې ترسره کړي او اوس وايي، چې په هوايي بریدونو کې ښکېلو کسانو ته سزا نه ورکول کېږي. امریکا په تېرو شل کلونو کې ډېر بې ګناه خلک وژلي دي. د امریکا لپاره د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکول د دوی یو اخلاقي مسوولیت دی، چې باید ترسره شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په هغو څېړنو کې، چې د امریکا د هوایي ځواک لوی پلټونکي ترسره کړې راغلي، چې د روان کال د اګست د ۲۹ ( وروستی) برید د تېروتنې له مخې ترسره شوی و.
د امریکا پوځ له دې مخکې دغه برید یوه "خواشینونکې تېروتنه" نومولې ده.
د پنټاګون دا پرېکړه د قربانیانو د کورنیو له خوا هم د منلو وړ نده.
د ایمل احمدي د کورنۍ یوه غړي شکایت کړی او وایي: امریکا دوی ته څو ځلې ویلي، چې تېروتنه یې کړې؛ خو اوس یې څګندونه اوښتې او وایي، چې برید کوونکیو ته به سزا نه ورکوي.
د قربانیانو د کورنۍ یو بل غړي اجمل احمدي ویلي: امریکا ژمنه کړې وه، چې مونږ ته تاوان راکړي. دوی هغه مهال ویلي وه، چي په برید کې ښکېل کسان به عدالت ته راکاږي او له خطره په لرې کېدو کې به هم مرسته وکړي. امریکا باید اوس خپلې ژمنې پوره کړي. هر ځل، چې دوی د خپلو کړنو لپاره نوي عذرونه راوړي. امریکا د نړۍ زبرځواک دی او باید خپلې کړې ژمنې پوره کړي.
د کابل اوسیدونکی جیحون احمد نومی وايي، د امریکا لخوا د بې پیلوټه الوتکو تر سره شوي هوایي بریدونه باید یوه نړیواله محکمه وڅېړي.
نوموړی وایي: یوه نړیواله محکمه باید جوړه شي او په بې پرې توګه د امریکا هوایي بریدونه وڅېړي او وګوري، چې امریکا مجرمه ده که نه. د غبرګونونو لاملونه باید وڅېړل شي او هغه کسانو، چې دا برید یې ترسره کړی او یا په کې لاس لري باید مجازات شي.
د پنټاګون ویاند جان کربي اوړمه ورځ خبریالانو ته ویلي وه، چې لوړپوړيو قومندانانو لویډ آسټین ته د پېښې په اړه ځینې سپارښتنې کړي او نوموړي ویلي، چې هیڅ امریکايي سرتېری ځواب ورکوونکی ندی او نه به مجازات شي.
جان کربي د کابل له هوايي ډګره بهر له خونړۍ چاودنې وروسته د امریکايي ځواکونو لخوا د ګواښ لوړې کچې ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې له برید مخکې د هوایي ډګر په یوه چاودنه کې ۱۳ امریکايي پوځیان وژل شوي وه.
نوموړي ویلي، چې په برید کې د وژل شویو ۱۰ افغانانو کورنیو ته د پیسو پر ورکولو او امریکا ته د دغې کورنۍ پر لېږدولو کار روان دی.
په قربانیانو کې یو یې د یوې مرستندویه موسسې کارکوونکی و او د امریکا دفاع وزارت اوس هم له دغې موسسې سره په دې اړه خبرې روانې ساتلي دي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه3 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی2 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو