تازه خبرونه
د اسلامي امارت مشرانو په دوحه کې له اروپايي او بریټانیاوي چارواکو سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۷ ) په قطر کې له اروپايي ټولنې او بریتانیاوي چارواکو سره وکتل.
نوموړی د یوه پلاوي په مشرۍ له امریکايي او اروپايي چارواکو سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی، له تېرو دوه ورځو راپدیخوا د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره یې کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې د متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس نیکولسون او مل پلاوي سره دوه ورځنۍ هراړخیزې لیدنې وکړې.
عبدالقهار بلخي ویلي؛ دواړو لوریو د افغانستان د بشري وضعیت، روغتیا، امنیت، د سفرونو د خوندیتوب او د مرستو د رسولو په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړې: د اروپايي ټولنې پلاوي له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام لپاره چمتووالی څرګند کړ او په کابل کې یې د اروپايي ټولنې د دفتر د شتوالی په اړه د بشري مرستو له برابرولو ډاډ ورکړ.
نوموړي دا هم ویلي، چې افغان پلاوي دوی ته د امنیت ډاډ ورکړ او په ورته وخت کې یې د سیاسي او بشري ملحوظاتو د جلا کولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د همکارۍ له لارې پرمختګ ته اړتیا ده، نه د فشار له لارې.
مولوي متقي همدا راز په دوحه کې د بریټانیا له سفیر سره هم وکتل او دواړو لوریو د افغانستان پر بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت خبرې وکړې.
د عبدالقار بلخي د څرګندونو له مخې؛ افغان پلاوي دوى ته په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړ او له نړۍ سره يې د مثبتو اړيکو د ټينګښت لپاره د افغانستان پر هڅو ټينګار وکړ.
اروپايي ټولنې هم د یکشنبې پر ورځ ناوخته په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې دغه ناسته تائید کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د افغانستان د بشري وضعیت او "جدي اندېښنو" ترڅنګ د خبرو پر مهال د افغانستان د هوايي حریم پر فعال ساتلو د مرستې غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي: د خبرو اترو موخه د اروپايي ټولنې لخوا د اسلامي امارت د موقت حکومت په رسمیت پېژندنه نده، بلکې د اروپايي ټولنې د عملیاتي ښکېلتیا یوه برخه د اروپايي ټولنې او د افغانستان د خلکو په ګټه ده.
اروپايي اتحادیې څرګنده کړې؛ اروپايي ټولنې ژمنه کړې، چې د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو تر وتلو پورې به هغه افغانان بخښي، چې له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د افغانانو او د هغوی د متحدینو پر ضد جنګېدلي دي.
اسلامي امارت هم پخپلې ژمنې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې که وغواړي افغانان او بهرنیو اتباعو ته اجازه ورکړي، چې له افغانستان ووځي او په بدل کې یې د کابل په هوايي ډګر کې د عملیاتو د دوام لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.
دواړو لوریو د ژمي له رارسېدو سره په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د اروپايي ټولنې پلاوي له اسلامي امارت وغوښتل، چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو، د نجونو د تعلیم دودولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د هغو ډلو مخه ونیسي، چې د نورو امنیت له خطر سره مخ کوي.
د اعلامیې له مخې؛ اسلامي امارت له "اسلامي اصولو سره سم" د بشري حقونو څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا تکرار کړ او څرګندوي، چې په افغانستان کې د تړلیو ډیپلوماټیکو ماموریتونو د بیا پرانستلو هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د پلاوي او امریکایي استازیو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د نوي پړاو خبرې پیلیږي او اسلامي امارت تمه لري، چې په دغو خبرو کې به له امریکا سره د افغانستان د شتمنیو د خلاصون په اړه هوکړه وشي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو