Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان روغتیایي سکتور د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی

خپور شوی

د

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر، چې کابل ته راغلی وایي؛ له تېره میاشتې راپدیخوا ډېري افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او د درملو د نشتوالي له کبله ناروغان مري. په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، چې افغانستان ته راغلی؛ د اسلامي امارت له لومړي وزیر سره غږېدلی، چې څرنګه افغانستان ته روغتیایي مرستې ورسول شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د حکومت له مشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې افغانستان ته به نورې مرستې را ورسول شي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ دا یوه اړینه لیدنه وهاو ژمنه وشوه، چې د درملو په اړه به نورې مرستې هم وشي. له ځینو روغتونونو د لېدنې پر وخت د روغتیا نړیوال سازمان دې مسوول ویلي، چې په افغانستان کې روغتیایي سکتور د پرځېدو له خطر سره مخ دی او ډېري ناروغان د درملو د نشتوالي له کبله مري. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټډروس ادهانوم ګبریاسوس وایي: دا هېواد مرستو ته اړتیا لري. دواړه حالتونه د کړکېچ پر لوري درومي؛ روغتیایي سیستم پرځېږي، خلک درملو او لومړنیو روغتیایي اړتیاوو ته د مرستې په لار کې له مرګ سره مخ دي. ملګري ملتونه وایي، چې له نوي دولت سره تعامل کوي، چې بشردوستانه مرستو لپاره لار پرانیستل شي؛ ځکه، چې ملګري ملتونه د افغانستان اقتصادي پرځېدو ته اندېښنه لري. له دې کبله هڅه کیږي، چې له مرستو سره خلک له لوږې وژغورل شي او د درملو د نشتون ستونزه هم اواره شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي: زمونږ لومړنی مسوولیت له طالبانو سره تعامل او د بشردوستانه مرستو لپاره پیاوړې ژمنه او وړتیا ده او فکر کړم، چې مثبت اغېز ولري. په هېواد کې درملو ته اړتیا په کور دننه ډېره شوې او ان په کابل کې، چې کوم بې ځایه شوي دي؛ تر خیمو لاندې ژوند کوي او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نلري. مخکې له دې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې شاوخوا دوه زره روغتیایي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له کبله د تړلو له خطر سره مخ دي.

تازه خبرونه

د ناروې سفارت چارسمبالي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره وکتل

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

Published

on

له هغې وروسته، چې ناروې له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیکې اړیکو له کمي خبر ورکړ؛ په افغانستان کې د ناروې سفارت مشر کابل ته راغی او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او بشري مسایلو خبرې وکړې او په دې کتنه کې دواړو لورو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل په دوام به ستونزې اوارې شي.

څه مخکې د ناروې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت له لوري د نجونو لپاره د طبي موسسو د تړلو په غبرګون کې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې کمې کړي. اوس د افغانستان لپاره د ناروې د سفارت چارسمبالي کابل ته کړی، چې د اسلامي امارت له چارواکو سره له نږدې خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي له البرټ ایلساس سره په کتنه کې د افغانستان او ناوري ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا مهمه وګڼله او د کابل او اوسلو ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دا هم ویل شوي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو هیله څرګنده کړه، چې د متقابل عمل دوام به د شته ستونزو لپاره د «رغنده حل لارې» لامل شي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کېږي، چې ناروې په کابل کې سفارت نلري او په افغانستان کې د دې هېواد ډیپلوماټیک ماموریت د قطر له پلازمېنې دوحې څخه اداره کېږي. له بلېخوا د سپټمبر پر دولسمه په ناروې کې د افغانستان د سفارت د فعالیتونو له ځنډولو وروسته د ناروې بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د اسلامي امارت سفیر ونه‌مني.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټاکل شوې په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین نوی کمپاین پیل شي

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

Published

on

له "پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ خبر ورکړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي درېیمه / د ډسمبر درویشتمه به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ګوزڼ واکسین نوی پړاو پیل شي.

دې بنسټ دا ندي ویلي، چې په کومو ولایتونه به پیل شي او یا به د واکسین دا کمپاین څو ورځې روان وي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازني دوه سیمې دي، چې د پولیو ناروغي په کې له منځه نده تللې.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر څلورمه د روغتیا نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ګوزڼ په پېښو کې ۲۸۳ سلنه زیاتوالی ښودلی و. د روغتیا نړیوالې ټولنې په ۲۰۲۴ ز. کال کې د ماشومانو د ګوزڼ ویروس لومړی ډول لپاره ویلي وه، چې د مثبت چاپېریال نمونو شمېر د ۲۰۲۳ د ۶۲ پیښو پر پرتله ۸۴ ته رسیدلی.

د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ادعا وکړه، چې په روان کال  کې د پولیو کومه نوې پېښه نده ثبت شوې.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پروان ولایت کې ۵ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

Published

on

د پروان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوي تېره اوونۍ د غصب شويو ځمکو د ارزونې لپاره د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ یوزباشي سیمې ته سفر وکړ.

د اسلامی امارت عدلیې وزارت ویاند زیاته کړې؛ تخنيکي پلامي په دې سفر کې ۵ زره جریبه ځمکه د یوزباشي د اوسیدونکیو د اعتراف له مخې دولتي تثبیت او تشخیص کړه او پرېکړه یې وکړه، چې په دې برخه کې لازم اجرآات ترسره شي.

د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی او د غصب شویو زرګونه جریبو دولتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمیسیون او په ولایتونو کې د یاد کمیسیون د تخنیکي پلاویو تر ارزونې لاندې دي.

 ویل کیږي، چې د دولتي ځمکو د غصب د ارزونې بهیر د کابل په ګډون په ټول هېواد کې روان دی. 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!