Connect with us

تازه خبرونه

د نوي حکومت اعلانولو ته کومه نېټه نده ټاکل شوې – طالبان

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، که څه هم د راتلوونکي نظام د اعلانېدو لپاره هڅې د وروستي کېدو په درشل کې دي؛ خو نشي کولی خلکو ته ناسمې څرګندونې ولري.

 په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو نږدې درې اوونۍ وروسته اوس هم د راتلوونکي نظام د جوړېدو هڅې بې پایلې دي.

په دوحه کې د طالبانو د رهبرۍ غړی شېرمحمدعباس ستانکزی که څه هم د هڅو د وروستي کېدو خبره کوي؛ خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم آریانا نیوز ته وایي، چې نشي کولی خلکو ته ناسمې ژمنې ورکړي او د راتلوونکي نظام د اعلانولو نېټه، چې ناڅرګنده ده؛ په ګوته کړي.

محمد نعیم د مخکیني حکومت مشران د اوسني پیچلي حالت مسوول ګڼي او وایي، ټاکل شوې وه؛ واک په سوله ییز ډول ولېږدول شي؛ خو داسې ونشول.

نوموړي زیاته کړې: د نظام خنډول هیچا ته ګټه نلري؛ خو ټاکلې نېټه یې هم اعلامولی نشو، ځکه نه غواړو خلکو ته دروغ ووایو.

طالبان که څه هم د راتلوونکي نظام د نوم او کابینې پرڅرنګوالي خبرې له وخت مخکې بولي؛ خوطالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ دوی غواړي، چې راتلوونکی نظام په خپل کنترول کې ولري.

دغو سرچینو ویلي، که څه هم طالبان د ټولمنلي نظام غوښتوونکي دي؛ خو ډېري کلیدي وزارتونه کېدی شي په خپل واک کې وساتي.

د افغانستان ژغورنې عالي شورا مشر سید اکبر آغا زیاته کړې: تر دې دمه ښکاره شوې نده، چې طالبان په راتلونکي نظام کې چاته برخه ورکوي؛ خو طالب مشران غواړي د نظام اړین وزارتونه له دوی سره وي.  

دا مهال ډېری دولتي بنسټونه د راتلوونکي نظام د نه څرګندېدو له کبله په بې برخلیک حالت کې دي.

کارپوهان باور دي، چې طالبان د راتلوونکي دولت ټاکلو لپاره له احتیاط کار اخلي او نه غواړي، چې د مخکیني حکومت سناریو بیا تکرار شي.

د پوهنتون استاد عبدالشکور هډه وال وایي: ډېر پام کوي؛ د نظام او کابینې کار ساده ندی او په تېرو حکومتونو کې یې هم وخت غوښتی دی. خلک باید له زغم برخمن شي.               

د پخواني حکومت ځینو سیاسي څېرو په ځانګړې توګه محمد کریم خلیلي له طالبانو غوښتي، چې راتلوونکی حکومت ژر اعلان کړي او د ټولو قومونو حضور په پام کې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نږدې درې اوونۍ مخکې د امریکا تر ملاتړ لاندې د حکومتي تشې د ډکولو هڅې پیل کړې او ژمنه یې کړې، چې د بشري حقونو ساتنه به کوي او د تېرې ادارې د کارکوونکیو پروړاندې به له انتقام اخیستو هم ډډه کوي.

تازه خبرونه

 د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

نن( پنجشنبه د وري پر اوومه) د هېواد د رسنیو په مرکز کې د شل میلیارډ افغانیو پر ارزښت د دوه سوه اته‌ویشت میګاواټه برښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د افغانستان برښنا تولیدي کچه لوړه او همدارنګه سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.

په دې قردادونو کې د برښنا تولید په بېلا بېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.

نوموړي زياته کړې؛ دا پروژې، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ په کې د ۲۲۸.۴۵ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برښنا تولید لپاره د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول شامل دي.

د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ دا پروژې په لاندې ډول دي:

۱- د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۲- په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۳- په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برښنا تولید

۴- په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برښنا تولید

۵- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول

۶- د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۷- د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برښنا تولید

۸- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید

۹- له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سسټمونو نصبول

۱۰- له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برښنامزې د غځولو پاتې چارې بشپړول.

د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید د برښنا د تولید په برخو کې پانګونه ډېره کړي، چې پر  ځان‌بسیاینې ته ورسیږي.

افغانستان هرکال میلیونونه افغانۍ بهرنيو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوي .

د یادونې ده، چې بیات‌پاور شرکت لومړنی افغان شرکت دی، چې له ګاز څخه برښنا تولیدوي او په تېرو پېنځه کلونو کې یې د یو میلیارډ کیلو ولټ ساعت برښنا تولید کړې او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه

د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووه‌ویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نه‌کوو.”

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پخپل خپاره شوي پیغام کې ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي” ویلې او له هغوی یې وغوښتل، چې “د شیطان پیروي ونکړي.”

د شیخ هبة‌الله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووه‌ویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نه‌کوو.”

په دې پيغام کې له هېوادوالو غوښتل شوي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وينا يې د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن دی.

دغه راز څرګندوي؛ هېوادوال مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي ټولنو پر هغو تبلیغاتو باور ونکړي، چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو اندېښنې خپروي.

همدارنګه له نړيوالو او ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هېواد کې د ثبات، امنیت او پرمختګ مخنیوی ونکړي.

هغه زياته کړې؛ اسلامي امارت کوښښ کوي، چې ستاسو ژوند ښه او پیاوړی شي.

د اسلامي امارت رهبر له افغانانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت شکر ادا کړي.

د شیخ هبة‌الله د څرګندونو له مخې؛ “مونږ دا ورځ( کوچنی اختر) په یوه امن او خوشحاله فضا کې نمانځو. یو وخت په دې ورځ له کورونو څخه د افغانانو جسدونه راویستل کېدل، په دې ورځ مونږ بمبارډ کېدو، په دې ورځ زمونږ کورونه تلاشي کېل او زندانونو ته اچول کېدو؛ خو اوس د الله پاک شکر دی دا ورځ د امن او سوکالۍ ورځ ګرځېدلې ده.”

د اسلامي امارت رهبر یو ځل بیا د شرعي حدودو او احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی او تر خپلې  قومندې لاندې محکمو ته یې امر کړی، چې “له شریعت سره سم” شرعي حدود پلي کړي؛ ځکه، چې”همدا مو د جهاد او قربانیو لوی هدف و.”

شیخ هبة‌الله خپلو محتسبانو او د اسلامي امارت تعلیمي ادارو ته یې هم د خلکو د اصلاح امر کړی، چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او کړنو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي او نصابونه له شریعت سره سم تنظیم کړي؛ خو د اختر په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه کومه یادونه نده شوې.

په دې پیغام کې د اسلامي امارت رهبر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه.

د اسلامي امارت رهبر ویلي دي: “مونږ د فلسطین پر مظلومو خلکو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بریدونه او بمبارډ غندو او دا یو لوی ظلم او وحشت ګڼو. مونږ د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوو.”

د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د خپل وس له مخې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، چې خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه کړي.

د پیغام په پای کې د اسلامي امارت مشر یو ځل بیا مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د هغه لپاره دعا وکړي؛ ځکه، چې د امیر لپاره دعا کول واجب دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل

اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

Published

on

(Last Updated On: )

اروپايي ټولنې له خپلو خلکو وغوښتل، چې لږ تر لږه د ۷۲ ساعتونو لپاره خوراکي توکي، اوبه او نور د ادتیا وړ توکي زیرمه کړي.

دا پرېکړه د جګړې، سایبري بریدونو او د اقلیمي بدلونونو د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو له کبله رامنځته شوې ده.

اروپايي ټولنې د چارشنبې پر ورځ(د وري شپږمه ) څرګنده کړې؛ د امنیتي خطرونړ د زیاتېدو له کبله غړي هېوادونه باید له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ښه چمتووالی ولري.

دې ټولنې ټینګار کړی، چې یوازې پر بېړنيو غبرګونونو تکیه کول بسنه نه‌کوي؛ خلک باید ځانونه بېړني حالت ته چمتو کړي.

د اروپايي ټولنې د ناورین د مدیریت کمیسیون غړې هدجه لحبیب ویلي، چې د اروپا امنیتي ګواښونه ډېر پېچلي شوي او وګړي باید چمتو وي.

نوموړې د خوړو، درملو، د اسنادو او لنډو راډیوګانو څپو د پېژندنې د زیرمه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې ناټو تر ۲۰۳۰ کال پورې د روسیې د نوي برید د احتمال پر اړه خبرداری ورکړی دی.

اروپايي ټولنه د مسکو له وروستیو ګواښونو وروسته پخپلې امنیتي پالیسۍ بیاکتنه کوي.

اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ناورین په مدیریت کې نوره ډېره همغږي ولري.

لحبيب ويلي، چې نور بېړني غبرګونونه بسنه نکوي او بايد ډېر چمتووالی ونيول شي.

لحبیب زیاته کړې، چې د ناورین په وخت کې د ژوندي پاتې کېدو او له ۷۲ ساعتونو څخه د تېریدو لپاره اړین خوراکي توکي، د څښاک اوبه، څراغونه، پاوربانک، راډیوګانې، نغدې پیسې او درمل وي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!