تازه خبرونه
د یو شمېرافغان سیاسي ډلو مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره نوې جبهه جوړوي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د مارشال عبدالرشید دوستم په ګډون د افغانستان د لوبېدلیو سیاسي مشرانو یوه ډله له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه نوې متحده جبهه جوړوي.
په راپور کې راغلي، چې دا ډله غواړي له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي حکومت په اړه د خبرو لپاره یوه نوې جبهه جوړه کړي.
د عطا محمد نور زوی خالد نور سرچینې ته ویلي؛ د عبدالرشید دوستم په ګډون دغه مشران په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ مخالفت کوي.
خالد نور زیاته کړې: مونږ غوره بولو، چې په ډله ییزه توګه هراړخیزې خبرې وکړو؛ ځکه، چې د افغانستان دا ستونزه به د یوه کس لخوا حل نشي. له همدې کبله د هېواد ټولو سیاسي ډلو ته اړینه ده، چې له یو بل سره خبرې وکړي. په ځانګړي توګه هغه دودیز مشران، چې ولسي ځواک او ملاتړ لري.
خالد نور څرګنده کړې، طالبان نشي کولی د خلکو مقاومت ودروي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې هیڅ ډله نشي کولی د زور له لارې حکومت وکړي.
نوموړي په ډاګه کړې: تاریخ ښودلې، چې په افغانستان کې هیڅوک نشي کولی د زور له لارې حکومت وکړي او دا ناشونې ده. دا اړینه نده، چې نړیواله ټولنه د دې بهیر څومره ملاتړ کوي، خو دا ډول حکومت به ناکام شي.
له بلې خوا د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ویلي؛ چمتو دی، چې له طالبانو سره د هر اړخیز او ټولګډونه حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي؛ خو که دا خبرې ناکامې شي، جګړې ته هم چمتو دی.
د بلخ پخوانی والي او د جمعیت اسلامي د ګوند د یوې څانګې مشر عطا محمد نور، مارشال دوستم او د یو شمېر نورو ډلو مشران، چې له لسیزو راپدیخوا په افغان شخړه کې ښکېل او پیاوړي پاتې دي؛ د طالبانو لخوا د مزار شریف ښار له نیولو وروسته له هېواده تښتیدلي او یا هم په پنجشېر کې راټول دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نهوـ ډونالډ ټرمپ
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نهو.
ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.
هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»
هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."
په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیوافپي
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.
د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.
د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بېوسۍ سره مبارزه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوهیم پړاو کې د بېې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.
ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.
تازه خبرونه
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
نړۍ1 day ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ