تازه خبرونه
امریکا پر بي – ۵۲ الوتکو د طالبانو سنګرونه بمبارد کړل
پر ولایتي مرکزونو د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو وروسته د امریکا بي - ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو تېره شپه ( د زمري ۱۶) په هلمند، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې د طالبانو مرکزونه بمبارد کړل.
لویدیځو رسنیو راپور ورکړی، چې د بریدونو سپارښتنه د امریکا ولسمشر جو بایډن کړی ده.
افغان حکومت هم تائیدوي، چې بي - ۵۲ بم غورزوونکیو په شبرغان ښار او همدارنګه پکتیا ولایت کې د طالبانو مرکزونه بمبارد کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي: په پکتیا او جوزجان ولایتونو کې د بي - ۵۲ بمي الوتکې پر ملاتړ په هوایي بریدونو کې نږدې ۶۰۰ طالبان وژل شوي او لږ تر لږه ۳۰۰ نور ټپیان دي.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې تائید کړې، چې امریکا په هلمند کې هوایي بریدونه کړي دي.
د امریکا اړوندبي - ۴۲ بم غورزوونکې الوتکې په قطر کې د امریکا له هوایي اډې څخه د طالبانو پر سنګرونو د برید لپاره الوتنه کوي.
د طالبانو پر مرکزونو د امریکا د هوایي بریدونو لړۍ له طالبانو سره په جګړه کې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ ښکارندویي کوي.
د ولسي جرګې د داخلي امنیت کمیټې غړي حسن پکتیاوال ویلي: که امریکا وغواړي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ نو د بي - ۵۲ بمي الوتکو بریدونه به د افغانستان ستونزه حل کړي.
پوځي کارپوهانو ويلي، چې د امریکا د بي - ۵۲ بم غورزوونکیو الوتکو روان بمبارد د افغانستان په جګړه کې ډېر بدلون ندی رامنځته کړی.
د پوځي استخباراتو کارپوه سرور نیازي ویلي: د بي - ۵۲ یا نورو الوتکو بمبارد پرځای د امریکا لپاره غوره ده، چې پر پاکستان سیاسي، اقتصادي او پوځي فشار راوړي.
د افغانستان خلک د امریکا له بي - ۵۲ پوځي الوتکو سره هغه مهال آشنا شول، چې امریکا د سپټمبر له پېښې وروسته د طالبانو پر حکومتي مرکزونو بمبارد وکړ.
امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو د بشپړ وتلو مخکې له دې هېواده بهر خپلې پوځي اډې له حکومته د ملاتړ لپاره جوړې کړې دي.
پرون لویدیځو رسنیو د امریکا د حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د طالبانو د ځپلو لپاره دبي - ۵۲ بم غورزوونکیو د کارولو سپارښتنه کړې ده.
ډیلي میل او ټایمز راپور ورکوي، چې سي – ۱۳۰ ملاتړ لرونکی بمبارد به پر لویو ښارونو د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې ګټور وي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د هېواد د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو خپل بریدونه ډېرکړي او له طالبانو سره د حکومتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو نښتو هم زور اخیستی، چې خلک یې له بېلابېلو اندېښنو سره مخ کړی دي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی2 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو