Connect with us

تازه خبرونه

امریکا او ترکیه د افغانستان پر امنیتي وضعیت وغږېدل

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ترکي او امریکايي چارواکي په افغانستان کې پر امنیتي همکاریو غږېدلي دي.

له دې مخکې ترکیې وړاندیز کړی و، چې د کابل هوایي ډګر به د یو لړ شرایطو له مخې اداره کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پریس ویلي؛ مونږ په افغانستان کې د خپل ډیپلوماټیک شتوالی او د وتلو په پړاو کې د ترکیې له جوړوونکي ملاتړه هرکلی کوو.

نوموړي پدې اړه نور جزئیات وړاندې کړي ندي.

دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ورسره مرسته او همکاري ړکړي.

قطري رسنۍ خبر ورکوي، چې دواړو لوریو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د سولې په بهیر کې د منځګړي په توګه د قطر پر رول ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

تحول: د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې مراسم

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بیا رامنځته کېدا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د اماراتو مشر د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

Published

on

د اماراتو خبري سرچینې (وام) راپور ورکړی، چې د سې شنبې پر ورځ د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

دا غونډه د ابوظبي په قصر‌الشاطي کې ترسره شوه او دواړو خواوو په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وکړې.

دوی د دواړو هېوادونو د متقابلو ګټو لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې هم وڅېړلې او په ځانګړې توګه یې د اقتصاد او پراختیا پر اړوند برخو یې خبرې وکړې.

دواړو چارواکو د افغانستان د بیارغونې او ثبات د ملاتړ لپاره پر هڅو بیاکتنه وکړه، چې موخه یې د افغانانو لپاره پرمختګ، سوکالي او اقتصادي وده ده.

سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو او افغانستان ترمنځ له همکارۍ ستاینه وکړه او له افغانانو سره یې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو ستاینه هم وکړه.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق هم په دې سفر کې له حقاني سره مل دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!