تازه خبرونه
اشرف غني په ارګ کې د امریکا د دفاع وزارت له چارسمبالي سره وکتل

ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر اشرف غني نن( د مرغومي ۲) مازدیګر مهال د امریکا د دفاع وزارت له چارسمبالي کریسټوفر میلر سره، چې د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و؛ وکتل.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او یو شمېر نورو دولتي چارواکو حضور درلود او دواړو لوریو د سولې بهیر، د افغانستان او سیمې د وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې شوې دي.
ولسمشرۍ زیاته کړې؛ کریسټوفر میلر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتېژیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویل شوي، چې له تروریزم سره د مبارزې په اړه به د افغانستان د حکومت او خلکو ترڅنګ پاتې وي.
ارګ دا هم ویلي؛ د امریکا دفاع وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې او د دواړو لوریو د تلپاتې اوربند پر ټينګښت یې ټینګار کړی دی.
کریسټو فرمیلر زیاته کړې، امریکا له افغانستان څخه په ځانګړي توګه د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ دوامدار تعهد لري.
ولسمشرغني په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د امریکا له مرستو او همکاریو څخه د مننې تر څنګ ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او دغه اړیکې پر کمیت نه، بلکې پر کیفیت ټینګې شوې دي.
دا هم ویل شوي، چې اشرف غني د سولې لپاره عملي ګامونه اخیستي او باید مقابل لوری هم په دې برخه کې خپل نیت ښکاره او څرګند کړي.
تازه خبرونه
آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي
دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د کلتوري میراث او اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د آذربایجان نړیوالې پراختیا ادارې (AIDA) د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد د سفارت له لارې په دې اړه رسمي تړون لاسلیک کړ، چې په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) استازي دفتر ته بودجه ولیږدوي، چې د غالۍ اوبدلو لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړ کړي.
دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.
دا پروژه، چې د AIDA لخوا تمویل کیږي؛ د دودیزو او عصري غالیو اوبدلو تخنیکونو، سوداګرۍ پراختیا، بازار موندنې او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسي ډاډمن کړي.
تمه ده، چې دا پروګرام به د افغان غالیو اوبدونکو ژوند ته د پام وړ وده ورکړي او سیمهییزو خلکو ته به دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
چارواکو ویلي، چې دا روزنیز مرکز به د مهارتونو د پراختیا او کلتوري ساتنې لپاره د یوه اړین مرکز په توګه د باکیفیته لاسي غالیو د تولید لپاره د نړیوالو مرکزونو په توګه د افغانستان د موقعیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
دا همکاري په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي هڅو د ملاتړ لپاره په ځانګړي توګه د تخنیکي زدکړو او کلتوري صنایعو د ودې په برخو کې د آذربایجان ژمنه روښانه کوي.
تازه خبرونه
سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.
د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.
د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.
دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.
د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.
په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بېوزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.
نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.
لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.
تازه خبرونه
په باکو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

په باکو کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو.
دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
دا کنفرانس د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د مشر جنرال علي نقي یوف پر وینا پیل او په باکو کې یې د افغانستان په اړه د دې کنفرانس جوړېدا د پخوانیو ناستو تداوم وباله.
د Caliber.Az خبري سرچینې د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ هغه هیله ښودلې، چې دا نړیواله ناسته کولی شي د افغانستان د مرکزي حکومت په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د نړیوالو قوانینو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ عمل وکړي.
هغه د آذربایجان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ دا اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو پر ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو هم ټینګار وکړ او وایي، چې آذربایجان تل په افغانستان کې د داخلي سیاسي ثبات او امنیت د تامین لپاره له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی او هیڅکله یې پدې اړه له هڅو کولو ډډه نده کړې.
جنرال علي نقي یوف له افغانستان څخه د نړیوالو ټولنو پر هراړخیز ملاتړ اړتیا ټینګار کړی، چې د جرمونو په ګډون له نړیوال تروریزم، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه د دې کنفرانس یو له اصلي اهدافو څخه د تخریبي ځواکونو او ترهګرو ډلو له ویجاړونکو هڅو سره د مقابلې لپاره د همغږۍ دریځ رامنځته کول وغوښتل، چې په افغانستان کې بحراني وضعیت وساتي. نوموړي زیاته کړې، چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د دریځ ډاډمنول او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت خورا اړین کار دی.
هغه باور څرګند کړ، چې د سیمې هېوادونه او نور حکومتونه به پر همغږۍ عمل وکړي او په دې برخه کې به ګډې هڅې ترسره کړي.
په دې کنفرانس کې د نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا کنفرانس کولی شي په دې هېواد کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو لپاره اړین فرصتونه برابر او په دې هېواد کې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم ترلاسه کړي.
-
تازه خبرونه2 days ago
ایران او افغانستان په ملک پوله کې بندیان تبادله کړل
-
سوداگري4 days ago
د کرنې مرستیال وزیر په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ایران ته روان شو
-
سوداگري2 days ago
يو افغان سوداګر د پنجشېر د اوسپنې کان پر کیندنه ۱۲ میلیون ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بندر عباس چاودنې د مړو شمېر ۴۰ کسانو ته پورته شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د غبرګولي پر اوومه د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینه اخیستل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
پر کشمیر د هند د اوبو بندولو په پاکستان کې وېره خپره کړه
-
لوبی1 day ago
د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي
-
نړۍ16 hours ago
د امریکا په هوايي برید کې ۶۸ حوثیان ووژل شول