Connect with us

تازه خبرونه

اسرائیل د ایراني ساینس پوه په وژلو کې لاس لري – جواد ظریف

خپور شوی

د

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په یوه تویت کې څرګنده کړې، چې د ایران اتومي ساینس پوه محسن فخری‌‌‌زاده په وژنه کې د اسرائیلو د لاسرلو نښې نښانې ښکاره دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ایران له نړیوالې ټولنې او په ځانګړي توګه اروپایي اتحادیې غوښتي، چې شرمیدلي دوه ګوني معیارونه پای ته ورسوي او دغه دولتي تروریستي عمل وغندي.

هغه د نوموړي وژنه په کلکه غندلې ده.

اسرائیلو تر دې دمه پدې اړه څه ندي ویلي.

ایراني چارواکو په ډاګه کړې؛ د دفاع وزارت د څېړنو او نوښت سازمان د مشر محسن فخری‌زاده پر موتر وسلوالو برید کړی دی.

چارواکو زیاته کړې، چې د محسن فخری‌زاده یو ساتونکی له وسلوالو سره په نښته کې سخت ټپي شوی و ؛ خو په روغتون کې یې له ټپونو ساه ورکړه.

تازه خبرونه

مونږ په افغانستان کې د عملیاتو حق لرو – پاکستان

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي؛ پاکستان حق لري، چې په افغان خاوره کې د پاکستانيو طالبانو یا TTP پر ضد عملیات وکړي.

Published

on

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي، چې پاکستان د تحریک طالبان پاکستان پر ضد په افغانستان کې د عملیاتو حق لري.

د پاکستان د لومړي وزیر سیاسي سلاکار رانا ثناءالله ویلي؛ پاکستان حق لري، چې په افغان خاوره کې د پاکستانيو طالبانو یا TTP پر ضد عملیات وکړي.

دغه پاکستاني چارواکي له سما ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرو ډلو پر ضد پوځي عملیات دوام لري.

نوموړی وایي: ‎« د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو په اړه شک نشته؛ خو د نړیوالو قوانینو له مخې که له یوه هېواده د بل هېواد خاورې ته د برید ګواښ وي او یا د برید پلان جوړېږي، نو لومړی هېواد د ځان د ساتنې لپاره هلته د عملیاتو حق لري. مونږ حق لرو دښمن  او ترهګر په هر ځای کې، چې وي پر نښه کړو.»

د پاکستان د پلان وزیر احسان اقبال ويلي، هېواد یې د ترهګرۍ پر وړاندې له نوې جګړې سره مخ دی او له افغانانو سره د قربانۍ بیه پرې کوي.

احسان اقبال وایي: " د پاکستان حکومت تل افغان حکومت ته د خبرو له لارې ویلي، چې د پاکستان پر ضد د ترهګرو لخوا د افغانستان له خاورې د استفادې مخه ونیسي، زمونږ د هېواد خلکو د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، چې اوس یې له پایلو سره مخ یوو.  مونږ هیله من یوو، چې طالبان دې ته پام وکړي."

د روانې میاشتې په لومړیو کې پاکستانيو پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر څلورو سیمو هوايي بریدونه وکړل، چې د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې له ۵۰ ډېر کسان ووژل شول. په ځواب کې اسلامي امارت د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې بریدونه هم وکړل.

اسلامي امارت په افغانستان کې د TTP شتوالی رودوي او پاکستان ته یې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال تېره ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا کې له لاسوهنې او حملو ډډه وکړي. که نه؛ نو د افغانستان له لوري به له سخت غبرګون سره مخ شي. ستانکزي د سرحدونو دفاع خپله دنده وګڼله او ټینګار یې وکړ، چې د اسلامي امارت ځواکونه به د یرغلګرو سترګې وباسي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کانونو وزارت چارسمبالي او د ټاپي پروژې مشر د دې پروژې پر چټکتیا ټینګار څرګند کړ

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، د پاتې کارونو د چټکتیا، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي او د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو پر لوړولو او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي هدایت الله بدري د شنبې پر ورځ( د مرغومي پېنځلسمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس محمد مراد امانوف سره وکتل.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو، د پاتې کارونو د چټکتیا، د افغانانو لپاره د کاري فرصتونو پر زیاتوالي او د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو پر لوړولو او نورو اړوند مسایلو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې له څه باندې دوه میاشتو راپدېخوا د ټاپي پروژې کار روان دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان ټاپي پروژه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې یو مهم ګام بولي او ټینګار کوي، چې د دې پروژې پلي کېدا به افغانستان د سیمې پر یوه مهم اقتصادي مرکز بدل کړي.

د خصوصي سکټور غړي هم په دې باور دي، چې د ټاپي پروژې د عملي کېدا په صورت کې به د څلورو هېوادونو په ځانګړي توګه د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ سیاسي او اقتصادي تعاملات او سیمه‌ییزې همکارۍ زیاتې شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوهانو ويلي، له ډيلي سره د اسلام‌آباد سیاسي ستونزو د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نللیکې د پروژې د پیل مخه ډپ کړې ده. دوی ټینګار کوي، چې که چارسمبالی حکومت د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د پاکستان پر وړاندې د فشار د وسیلې په توګه وکاروي؛ اسلام‌آباد به د ټاپي پروژې ستونزه اواره کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي- مولوي عبدالکبیر

مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ويلي؛ د خاورې او خلکو ساتنه او دفاع د نظام دنده ده او اسلامي امارت له هیچا سره دښمني او جګړه نه غواړي؛ د افغانستان ثبات د سیمې او نړۍ ثبات دی.

مولوي عبدالکبير زياته کړې، چې هيڅوک نشي کولى په افغانستان کې د فشار له لارې خپلې موخې ترلاسه کړي.

مولوی عبدالکبیر وایي: اوسمهال اسلامي امارت د جګړې او سیاست په ډګر کې ښه پرمخ روان دی. مونږ له هیچا سره جګړه او دښمني نه غواړو، بلکې د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې او دفاع مسوولیت لرو.

هغه ویلي، چې اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې سوله غواړي او هیوادونه باید اسلامي امارت په کورني سیاست کې پرناکامۍ او په سیمه کې د نظم خرابولو تورن نکړي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې اسلامي امارت د آبادۍ او ځان‌بسیاینې په لاره کې هیڅ ډول خنډ نه مني او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. که څه هم ځینې هېوادونه د افغانستان پرمختګ او پرمختیا نشي زغملای.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال څرګنده کړې، چې اسلامي امارت غواړي د سترو سيمه‌ييزو پروژو له پلي کولو سره په سيمه کې ثبات رامنځته کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!