Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په ننگرهار كې محصلينو د نيول شويو ځمكو او محصلينو د پريښودوغوښتنه وكړه

خپور شوی

د

د ننگرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو سلگونه محصلينو د دوشنبې په سهار(د كب۱۴) د یو شمېر محصلینو د نیول کیدو او د دغه پوهنتون د غصب شویو ځمکو په غبرگون کې سوله يیزلاریون وکړ او د کابل - جلال آباد لویه لار یې د درې ساعتونو لپاره  د ترافیکو په مخ وتړله.

لاریونکوونکي وايي:

امنیتي ځواکونو د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې د ننگرهار پوهنتون ۱۵ تنه محصلين نیولي، چې اووه تنه يې د ننگرهار او پاتې نور یې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونكي دي.

دوی وايي:

نیول شوي محصلین بې گناه دى او ژر تر ژره دې خوشې شي.

په همدې ورځ د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلگونه محصلینو په جلال آباد ښار کې لاریون وکړ او ویې ویل، چې:

د تېرو څو کالونو راهیسې د ولسي جرگې لومړي مرستیال حاجي عبد الظاهر قدیر د دې پوهنځي یو بلاک نیولی او د یوه شخصي کورس لپاره ترې استفاده کوي.

دوی له افغان دولت غوښتنه کوي، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي محصلین او د ظاهر قدیر لخوا نیول شوى بلاک  خوشې کړي.

موږ ټوله ورځ هڅه وکړه، چې د يادې موضوع په اړه د ولسي جرگې د لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير نظر واخلو، خو بريا مو په برخه نه شوه.

په سولې کاروان گوند کې د حاجي ظاهر مرستيال ابرار الله مراد، چې د نوموړي په استازيتوب یې خبرې کولې رسنیو ته وویل، چې:

لس کاله وړاندې دوى په ياد تعمير کې د رڼا په نوم يو انستيتوت د پوهنتون په تفاهم جوړکړ او لا تر اوسه ترې د همغې لپاره استفاده کیږي.

موږ هڅه وکړه، چې د همدې مسلې په اړه د ښوونې او روزنې پوهنځي د چارواکو نظر راواخلو؛ خو له ډېر انتظار وروسته هم هغوی په دفترکې پیدانه شول او له همدې كبله مو د ننگرهار والي ویاند احمدضیا عبدالزی پیداکړ.

نوموړی وايي، چې:

د محصلینو د ټولو ستونزو د حل په موخه  یو پلاوی ټاکل شوى او د محصلینو هره هغه ستونزه، چې  د ننگرهار له چارواکو سره  تړلي وي ژر تر ژره به حل شي.

د ننگرهار پوهنتون سلگونه محصلینو د پوهنتون دغصب شویو ځمکو او امنیتي ځواکونوله خوا د لسگونه محصلینو د نیول کيدو په غبرگون کې سوله يیزلاریون وکړ.

د يادونې وړ ده، چې لاریونکوونکيو د دواړو ستونزو د حل غوښتنه وكړه.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

د ایران اټومي پروګرام د نه‌ستنېدو نقطې ته نږدې کیږي – مکرون

هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ ( د مرغومي اوولسمه ) د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ادعا وکړه، چې د ایران اټومي پروګرام د نهستنېدو نقطې ته نږدې کیږي.

هغه په بېلابېلو هېوادونو کې د فرانسې د سفیرانو غونډې ته ویلي: فرانسه باید د ایران په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره ستراتیژیکې خبرې اترې ولري.

دې لوړپوړي فرانسوي چارواکي ادعا کړې: " مشران باید له ځانه وپوښتي، چې آیا دوی د ۲۰۲۵ کال له اوکټوبر څخه مخکې د ایران پروړاندې د بندیزونو د بیا‌لګولو لپاره میکانیزم رامنځته کړی او که نه."

د فرانسې ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام ګړندیتوب او په اوکراین کې له جګړې څخه ملاتړ ته په نغوته(اشاره) کې ویلي، چې ایران په منځني ختیځ کې تر ټولو ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده.

مکرون ادعا کړې: " ایران د فرانسې، اروپا، ټولې سیمې او نورو خواوو ته اصلي ستراتیژیکه او امنیتي ننګونه ده او دا به یې د امریکا له نوي حکومت سره د خبرو اصلي موضوع وي."

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د سوریې د نوي حکومت چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا د بندیزونو د لغو کولو غوښتنه وکړه

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.

Published

on

د سوریې د نوي حکومت لوړ پوړو چارواکو قطر ته په سفر کې د امریکا بندیزونه د خپل جنګ ځپلي هېواد د بیارغونې په لار کې یو خنډ وباله او یو ځل بیا یې له واشنګټن څخه وغوښتل، چې دغه بندیزونه لغو کړي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن شیباني د یکشنبې پر ورځ( د جدې شپاړلسمه ) قطر ته د سفر پرمهال د دې هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره د دوحې وکتل.

شيباني له ناستې وروسته خبريالانو ته وويل: « بنديزونه [د امريکا لخوا] د سوريې د خلکو د چټک پرمختګ او ودې پر وړاندې يو خنډ دی، چې د نورو هېوادونو خدمتونو او ګډون ته پر تمه دي. »

هغه زیاته کړې: "مونږ یو ځل بیا له امریکا غواړو، چې دا بندیزونه لرې کړي؛ هغه بندیزونه، چې اوس د سوریې د خلکو پر وړاندې دي، نه هغه څه، چې مخکې ول: د بشارالاسد د رژیم پر وړاندې بندیزونه."

د سوریې کورنۍ جګړه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د بشار الاسد د حکومت پر ضد د دغه هېواد د خلکو له سوله‌ییزو مظاهرو سره پیل شوه؛ تر اوسه له ۵۰۰ زره ډېر کسان وژل شوي او شپږ میلیون بې ځایه شوي دي.

په پای کې وسلوال مخالفان وتوانیدل؛ په ۱۱ ورځنيو عملیاتو کې، چې په حیرانونکي بڼه له ادلب او حلب څخه پیل شول د لیندۍ پر اتلسمه دمشق ته ورسېدل او په سوریه کې یې د بشارالاسد د کورنۍ ۵۰ کلنه واکمني پای ته ورسوله.

د لیندۍ پر دېرشمه د امریکا لوړپوړو ډیپلوماټانو سوریې ته سفر وکړ او د تحریر الشام له قومندان احمد الشرع سره یې، چې په محمد جولاني مشهور و؛ وکتل.

امريکا له دې مخکې د هغو معلومات په بدل کې، چې د الشرع د نيولو لامل شي؛ تر ۱۰ ميليون ډالرو پورې جايزه اعلان کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې باربرا لیف دمشق ته د سفر پر مهال دغه جایزه لغو اعلان کړه.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته په سفر کې بیا هم ټینګار وکړ، چې قطر به د دغه هېواد په نوي پېر کې د سوریې ملګری وي.

دا د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د شیباني دوه‌یم رسمي سفر دی.

نوموړی مخکې له دې د سعودي عربستان له چارواکو سره د لیدو لپاره د مرغومي پر دولسمه ۱۲ د دغه هېواد پر لوري روان شو.

قطر ته په دې سفر کې له شیباني سره د دفاع وزیر مرهف ابو القصره او د سوریې د استخباراتو د ادارې مشر انس الخطاب هم ملګري دي.

د بشارالاسد لخوا د لاریونکوونکو له پراخه ځپلو او د سوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته؛ قطر له دمشق سره خپلې اړیکې پرې کړې او د مخالفانو ملاتړ یې پیل کړ.

بالاخره له دیارلس کلونو وروسته قطر په دمشق کې د لیندۍ پر شلمه خپل سفارت بیا پرانیست.

د قطر بهرنيو چارو وزير محمد الخليفي د مرغومي پر شپاړلسمه دغه هېواد ته د سوريې د لوړ پوړي پلاوي سفر ته په نغوته( اشاره ) کې وويل؛ شيباني په سوريه کې د نږدې راتلونکي لپاره د لارې یوه روښانه نقشه وړاندې کړه او په دې اړه يې د نوي حکومت لخوا په نږدې راتلونکي کې د ډاډمنو ګامونو پورته کول تشریح کړل.

الخلیفي ټینګار وکړ: مونږ د سوریې په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنیوي لپاره همکاري کوو.

له دې مخکې د مرغومي پر څلورمه د سوریې بهرنیو چارو وزیر ایران ته خبرداری ورکړی و، چې د سوریې د خلکو ارادې او حاکمیت ته درناوی وکړي او په دغه هېواد کې د ګډوډۍ له خپرولو ډډه وکړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د چاودنې له کبله ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شین‌هوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.

Published

on

د پاکستان رسنیو او چارواکو ويلي؛ د پاکستان په سوېل لویديځ بلوچستان ايالت کې د شنبې پر ورځ په يوه چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

چارواکو د نوم نه ښودلو پر شرط شین‌هوا ته ویلي؛ پېښه د دغه ولایت په تربت ولسوالۍ کې پر یوه کاروان د برید له کبله رامنځته شوی، چې په کې یو بس هم پر نښه شوی دی.

په ځايي راپورونو کې ویل شوي، په برید کې یو لوړ پوړی پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي ټپیان دي او نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ د ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د برید پړه منلې؛ خو پاکستاني چارواکو د برید پخلی ندی کړی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!