Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان بیا د کانونو د شفافیت نړیوال نوښت غړی شو

خپور شوی

د

د کانونو او پټرولیم وزارت پرون (پنجشنبه د لړم ۸) په ډاګه کړې وه، چې افغانستان یو ځل بیا د کانونو د شفافیت نړیوال نوښت یا  (EITI)غړیتوب تر لاسه کړ.

افغانستان له ۲۰۱۰  کال راهیسې د استخراجي صنایعو د شفافیت د نوښت سازمان غړیتوب لري چی د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کال د اجرااتو پر بنسټ یې غړیتوب په یاد سازمان کې له ځنډ سره مخ شو.

د خبرپاڼې له مخې؛ د کانونو او پترولیم وزارت د تصدیو په اصلاحاتو کې د پام وړ پرمختګ او د قراردادونو او جوازونو ورکولو په پروسه کې د روڼتیا ډاډ د دې لامل شوی، چې افغانستان د استخراجي صنایعو نړیوال شفافیت نوښت غړیتوب ترلاسه کړي.

دغه راز د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د کانونو او پټرولیم وزارت په تصدیو کې د اصلاحاتو او د قراردادونو او جوازونو د ورکړې په پروسه کې پر شفافیت سربېره، د حکومتي چارواکو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور په ګډون د څو اړخیز ګروپ (MSG)  منظمې غونډې ترسره کړې.

د کانونو او پترولیم وزارت زیاته کړې؛ د استخراجي صنایعو نوښت د شفافیت نړیوال سازمان بورد پرون په دې سازمان کې د افغانستان بیا غړیتوب تصویب کړ، چې له مخې یې د ژینیو ۱۲.۵ ژمنې هم بشپړ شوې دی.

د استخراجي صنایعو نړیوال شفافیت نوښت ویلي، چې د اعتبار له دوه یم پړاو وروسته افغانستان د دې ټولنې د معیارونو په پلي کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په دې اعلامیه کې په ډاګه شوې؛ افغانستان وکولی شول د جواز ورکولو او پروژې تړونونو په برخو کې روڼتیا ډاډمنه کړي، چې دا د دې لامل شوی، چې په دې سازمان کې د افغانستان د لنډمهاله غړیتوب د لیري کیدو لامل وګرزي.

د استخراجي صنایعو شفافیت نوښت یو نړیوال سازمان دی، چې د هېواد په کانونو، ګاز او تېلو کې رو نتیا ډاډمنوي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!