تازه خبرونه
یوه ډله افغان سیکهـان له هېواده وتلو ته چمتو شوي

د افغانستان یوولس سیکهـ هېوادوال د یکشنبې پر ورځ د زمري ۵ خپل هېواد پریږدي او هند ته کډه کیږي.
په کابل کې د سیکهانو یو مشر چابول سینګهـ له اندین اکسيرس سره په خبرو کې ویلي؛ په هغو کسانو کې، چې افغانستان پریږدي نیدان سینګهـ هم شته، چې تېره میاشت له پکتیا ولایته تښتول شوی و او ۱۵ کلنه لور یې، چې ویل کیږي اوس له تښتونې وروسته پولیسو ژغورلې ده، هم شته دی.
هغه زیاته کړې؛ مونږ د نیدان سینګهـ په ګډون د ۱۱ کسانو لپاره ۶ میاشتنۍ ویزه تر لاسه کړې ده. نیدان په تېر مار[ کې د دوی یو درمسال د داعش سینګهـ اوس هم له هغو ټپونو کړیږي، چې د بند په وخت ځورول شوی و.
چابول زیاته کړې؛ د هغو دوه وروڼو کورنۍ، چې په کابل کې تېر مارچ وژل شوي وه هم د هېواد پریښودلو ته اړ شوي . د یو لور له هغو افرادو ژغورل شوې، چې ورسره یې د اجباري نکاح نیت درلود.
د دوی یو درمسال د روان کال په مارچ کې د داعش د برید موخه وګدځیده، چې په کې ۲۵ سیکان ووژل شول.
سره له دې، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې راوستو هوکړه لاسلیک شوې بیا هم د دغه اقلیت اندېښنې مخ پر ډېریدو دي.
د یکشنبې پر ورځ زمونږ دغو هېوادوالو د هند د کورنیو چارو له وزیر امیت شاه څخه له دې هېواده د ژر تر ژره د وتلو غوښتنه وکړه او دوی هم تګ ته چمتو شول.
دغه غوښتنه د کرونا ویروس له کبله ، چې نړیوالې الوتنې په کې ځنډیدلې وي؛ ځنډیدلې وه.
دغه راز د سیکانو نړیوالې ټولنې هم د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان له سیکانو ملاتړ ښکاره کړ.
په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سیکانو او هندوانو له ۸۰ زره ډېرې کورنۍ په افغانستان کې اوسیدلې؛ خو د روسانو له ماتې وروسته په ۱۹۹۲ کې ډېرو افغانستان پریښود او په هند کې یې اوسیدنه غوره کړه.
یو شمېر یې د نوي حکومت له جوړولو سره سم هېواد ته په دې اند، چې د ژوندانه حالت به عادي شي؛ بېرته راستانه شول.
ه څه هم چارواکو هغوی هڅولي، چې هېواد ته بېرته راستانه شي؛ خو په وروستیو کلونو کې د دوی یو شمېر کورنۍ د داعشیانو له بریدونو سره مخ شوې.
دمګړۍ په افغانستان کې ۷۰۰ سیک کورنې ژوند کوي.
تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه19 hours ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
تازه خبرونه3 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
سیمه ییز خبرونه19 hours ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي