Connect with us

تازه خبرونه

عمران خان اسامه بن لادن ته د شهید خطاب وکړ

خپور شوی

د

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن «شهید» نومولی دی.

خان، چې تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته پر ترهګرۍ د امریکا د وروستي راپور په اړه خبرې کولې؛ د دې هېواد پخوانيو مشرانو ته ګوته ونیوله، چې په سیمه کې یې د ترهګرۍ پر وړاندې له امریکا سره مرسته یوه تېروتنه وه. 

نوموړي همدارنګه ویلي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ناکامیو د پټولو پړه پر پاکستان اچوي او سپکاوی یې هم کوي.

له ټولو بده هغه دا، چې د ۲۰۱۱ کال د می پر دوه یمه؛ نیمه شپه د امریکا ځانګړیو ځواکونو د پاکستان د اردو ګارنیزیون ته نږدې په ابیت آباد ښار کې د اسامه بن لادن پر کور برید وکړ؛ هغه او یو شمېر ملګري یې ورته ووژل، خو د وخت چارواکو غوږونه کاڼه کړل او ان ځان یې هم پرې خبر نکړ. 

عمر خان ویلي؛ مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان ترڅنګ یو؛ خو دوی دلته برید وکړ او اسامه بن لادن یې وواژه او "شهید" یې کړ. دوی مونږ ته له سپکاوي ډکه ژبه وکاروله او د عملیاتو په اړه یې مونږ خبرهم نکړو. په داسې حال کې، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې مو ۷۰۰۰۰ کسان له لاسه ورکړي دي.

ښاغلي خان زیاته کړې: لکه څنګه، چې مونږ د ترهګرۍ په ضد جګړه کې له امریکا ملاتړ وکړ او هغه سپکاوی، چې په بدل کې یې مونږ ورسره مخ یو... دوی مونږ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ په بدل کې تورن کړي یو. دوی په ښکاره مونږ په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ مسوول بولي او ملامتوي مو. په داسې حال کې، چې خپله بریالي ندي. 

د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې په داسې حال کې په ډاګه کیږي، چې امریکا پرلپسې پر پاکستان له ترهګرۍ څخه د ملاتړ تور پورې کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۹ کال د ترهګرۍ د ارزونې په کلني راپور کې پاکستان وسلوالو ډلو لکه افغان طالبانو او حقاني شبکې ته د پوځي هڅو اجازه ورکړې، چې د دوی له خاورې پر افغانستان بریدونه ترسره کړي.

دغه راز په راپور کې راغلي، چې پاکستان نه یوازې حقاني شبکې او افغان طالبانو ته، بلکې لشکر طیبه او جیش محمد ته هم اجازه ورکړې، چې د هند پر وړاندې بریدونه تر سره کړي.

پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب امارات یوازني هېوادونه دي، چې د طالبانو رژیم یې پر رسمیت پېژندلی و؛ خو پاکستان د سپتمبر ۲۰۰۱ له ۱۱ راپدیخوا له تروریزم سره په مبارزه کې د امریکا ملاتړ کړی او په سیمه کې د هغه هېواد ملګری پاتې دی.

تازه خبرونه

په افغانستان کې باید یو پیچ هم پاتې نه‌وـ ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

Published

on

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جوبایډن د ادارې پر مشرۍ له افغانستان څخه د دغه هېواد د ځواکونو د ایستلو پر بهیر نیوکه کړې او وایي، چې باید یو پېچ هم ترې پاتې نه‌و.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ډېرو پوځي تجهیزاتو پرېښودل نه یوازې احمقانه کار دی، بلکې پر اوکراین د روسیې د برید یو لامل هم و.

هغه ویلي: " که زه وای؛ له وقار او ځواک سره به مې ایستل. دوی (اسلامي امارت) به رسم ګذشت نه تر سره کاوه.»

هغه زیاته کړې: "مونږ به هیڅ راز نظامي تجهیزات نه پرېښودل او حتا د ۱۰ سینټ پر ارزښت مو ټول پیچونه راوړل."

په افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن حضور نامناسب پای تل د جمهوري غوښتونکیو له نیوکې سره مخ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له وتلو وروسته د میلیارډونو ډالرو پر ارزښت امریکايي پوځي تجهیزات او وسلې د اسلامي امارت لاس ته ورغلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سوړ ژمي اړمنو کورنیو ته ژوند ستونزمن کړی دی – ډبلیو‌اف‌پي

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

Published

on

د خوړو نړیوال پروګرام د دوشنبه پر ورځ ( د لیندۍ شپږویشتمه ) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د ژمي له رارسېدو سره ډېري افغانان د خوراکی توکو له کمښت سره مخ دي.

د خوړو پروګرام د څرګندونو له مخې؛ اړمن افغانان له یو سخت او خطرناک غوراوي سره مخ شوي او نه پوهیږي، چې خپل ماشومان ماړه کړي او که تاوده.

د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې ویلي وه، چې په افغانستان کې له څوارلس میلیون ډېر خلک د راروان ژمي لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان د اقتصاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپارهه پر پرمختیايي پروژو کار کوي او نړیوال بنسټونه هم باید د دغو پروژو پر پلي کولو له فقر او بې‌وسۍ سره مبارزه وکړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري په دې اړه ویلي: په لومړي پړاو کې د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت له ټولو هغو مرستندویه بنسټونو مننه کوي، چې د افغانستان له خلکو سره یې مرستې کړې او اوس هم روانې دي. په دوه‌یم پړاو کې د بې‌ې وزلۍ د کمولو لپاره د اقتصاد وزارت پلان دا دی، چې له افغانستان څخه د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو لپاره باید د کارموندنې، بېخبنایي او پراختیایي پروژې په پام کې ونیول شي.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ذ څرګندونو له مخې په افغانستان کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو څخه په ۲۰۲۴ کال کې یوازې ۱۵ میلیون کسانو ته مرستې رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

Published

on

د ښار او کور جوړونې وزارت د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي د توپوګرافیکې سروې له بشپړېدو خبر ورکړ.

بهرنیو چارو وزارت ويلي، د دارالامان په اړوند سيمه کې يې د ٣٧١ اعشاریه ۵ جريبه ځمکې سروې کړې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه بهرنیو ډیپلوماټانو ته جوړیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!