تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغانانو پر موټر سوځیدنې له څېړنو خبر ورکړ

په ایران کې افغان سفیر ویلي؛ د ایران په یزد ښار کې د افغان پناه غوښتوونکیو پر موټر؛ ځکه اور لګیدلی، چې قاچاق وړونکیو ترافیکي مقرراتوته پاملرنه نده کړې.
د ایران په یزد ولایت کې د افغان پناه غوښتوونکیو د موټر له سوځېدو یوه ورځ وروسته په دې هېواد کې د افغانستان سفیر د پېښې څېړلو ته د یزد ولایت ته ولاړ او وایي، دا پېښه پر موټر د پولیسو د ډزو له کبله نه، بلکې ترافیکي قوانین مراعت شوي ندي.
په ایران کې د افغانستان سفیر غفورلیوال د دې پېښې له ټپیانو سره له لیدنې وروسته ویلي؛ لومړی ایراني پولیسو د موټر پرټایرونو ډزې کړي؛ خو قاچاق وړونکي د موټر له درولو ډډه کويي او د سړک د څنډې له خنډ سره له لګیدو وروسته اور اخلي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې درې افغان پناه غوښتوونکي وژل شوي، ۵ ټپیان دي او درې نور روغ رمټ پاتې دي.
دا پېښه د بشري حقونو او خلکو له بېلا بېلو غبرګون سره هم مخ شوې ده.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري څرګنده کړې، چې له پنا غوښتونکیو سره د ایران کړنه د بشري حقونو سره اړخ نه لګوي.
په ټولنیزو شبکو کې هم دا پېښه له غبرګونونو سره مخ شوې او د خواله رسنیو کاروونکیو د تپیانو خبرې را اخیستي او پر ایراني مشرانو یې نیوکې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو اړیکو د مرکز پخواني مشر فرامرز تمنا ویلي؛ د هېواد بهرنیو چارو وزارت هیڅکله هم د کډوالو ستونزو ته اوږدمهاله کتنه نده کړې.
بهرنیو چارو وزارت ډاد ورکوي، چې دا پېښه به له ایراني چارواکو سره په همغږي کې وڅېړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایراني پوله ساتو ځواکونو لخوا د افغان کډوالو د وژلو او سیند ته د وراچولو پېښه هم تر څېړنې لاندې پاتې ده؛ خو ایران دا ادعاوې رد کړې دي.
تازه خبرونه
د ترکیې استازي د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ ټولنې له استازي سره وکتل
په دې غونډه کې، چې د سعودي عربستان په جده کې وشوه؛ دواړو خواوو د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري اړخونو په اړه نظرونه شریک کړل او د همکارۍ پر ممکنه لارو لارو یې بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي همکارۍ ټولنې (OIC) استازي طارق علي بخیت د یکشنبې پر ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا د عمومي رییس، جهاد ارګیني سره د افغانستان د وضعیت په ګډون پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.
په دې غونډه کې، چې د سعودي عربستان په جده کې وشوه؛ دواړو خواوو د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري اړخونو په اړه نظرونه شریک کړل او د همکارۍ پر ممکنه لارو لارو یې بحث او خبرې وکړې.
د اسلامي همکاریو ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، چې غونډه په افغانستان کې د سیاسي، اقتصادي او بشري مسلو او په دې برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر همکارۍ راوڅرخېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې خبرو اترو کې د افغانانو د ملاتړ او “له اسلامي امارت سره د رغنده خبرو اترو” لپاره د دوامدارې ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار وشو.
د اسلامي همکارۍ ټولنې ويلي، چې دواړو خواوو د اړوند پرېکړو په رڼا کې د مهمو اندېښنو د حل لپاره د نظرونو او طریقو په اړه هم بحث شوی دی.
د غونډې په بهیر کې طارق علي بخت د اسلامي همکارۍ ټولنې په پرېکړه لیکونو کې ټاکل شویو اهدافو ته د رسېدو لپاره د ترکیې د رول او ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.
دواړو خواوو همدارنګه په افغانستان کې د سولې، سوکالۍ او ثبات د ګډو موخو د پرمختګ لپاره د یادښتونو تبادلې ته د دوام ورکولو ژمنه تکرار کړه.
تازه خبرونه
په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو
په تیرو دوه اوونیو کې د ډزو شدیدې تبادلې شوي، چې له کبله یې لږترلږه یو کس وژل شوی دی.

د تورخم سرحدي لار تېره میاشت د پاکستان لخوا د یوې نوې پوستې د جوړولو په اړه له شخړې وروسته وتړل شوه او اوس د پاکستان رسنیو راپور ورکړ، چې پوله به د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې تړلې پاتې وي.
په تیرو دوه اوونیو کې د ډزو شدیدې تبادلې شوي، چې له کبله یې لږترلږه یو کس وژل شوی دی.
په سلګونه خلک هم په پوله کې بند پاتې دي او سوداګرو ته په میلیونونه زیانونه اوښتي دي؛ ځکه، چې لارۍ پاکستان او افغانستان ته د تېریدو وس نلري.
اناتولي خبري سرچینې د یوه پاکستاني چارواکي د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د یکشنبې پر ورځ (د کب نولسمه) سرحدي ځواکونو له اوونیو جګړو وروسته په تورخم کې پر دوه ورځني اوربند هوکړه وکړه.
په راپور کې راغلي، چې په تېرو دوه اوونیو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی؛ څو نور ټپیان دي او د دواړو خواوو سلګونه کورنۍ د جګړو له کبله بې ځایه شوې دي.
یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط اناتولي خبري سرچینې ته خبرې ورکړی، چې دا هوکړه د تورخم په پوله کې د دواړو خواوو د قومي مشرانو له یوې جرګې وروسته رامنځته شوې ده.
د افغانستان استازیتوب د قبایلي مشرانو د ۳۵ کسیزې پلاوي لخوا شوی دی.
اناتولي راپور ورکړی؛ دواړو خواوو هم هوکړه وکړه، چې د خبرو اترو تر راتلونکي پړاو پورې د پولې په دواړو غاړو کې “هر ډول” ساختماني کارونه ودروي.
اړوند خبرې اترې د چارشنبې لپاره ټاکل شوې دي.
دغه راز اناتولي ته ویل شوي؛ احتمال لري، چې پوله د خبرو اترو له دوهیم پړاو وروسته بېرته پرانیستل شي.
تورخم د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۸ لارو څخه یو ده، چې ګڼه ګوڼه لري.
شاوخوا ۱۰ زره خلک، چې په ټولیزه توګه افغانان دي؛ هره ورځ د پاکستان په سرحدي سیمو کې د طبي درملنې او د ژوند د ګټلو لپاره له دې لارې کار اخلي.
تازه خبرونه
د افغان کډوالو ۶ کټګورۍ به په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري
ډېری هغه افغانان، چې په ایران کې پاتې کېدو چانس لري؛ باید اسناد ولري. لکه هغه خلک، چې د استوګنې جواز لري، معتبر پاسپورټونه او هغه کسان، چې په پخواني افغان حکومت کې یې کار کاوه او معتبر اسناد لري.

د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو د چارو د څانګې عمومي رییس ویلي، چې د راتلونکې میاشتې له پیل څخه به یوازې د بهرنیو وګړو ۶ کتګورۍ په ایران کې د پاتې کېدو اجازه ولري او که څوک په دې ۶ کتګوریو کې نهوي راغلي؛ نو “غیر مجاز” به وګڼل شي او له روغتیایي خدماتو، تعلیم، بیمې، د ملکیت معاملو او نورو څخه به بې برخې وي.
ډېری هغه افغانان، چې په ایران کې پاتې کېدو چانس لري؛ باید اسناد ولري. لکه هغه خلک، چې د استوګنې جواز لري، معتبر پاسپورټونه او هغه کسان، چې په پخواني افغان حکومت کې یې کار کاوه او معتبر اسناد لري.
د ایران کورنیو چارو وزارت د وګړو او کډوالو د چارو د څانګې عمومي رییس مرتضی مطهري ویلي؛ هغه کورنۍ، چې په دې هېواد کې محصل ماشومان لري؛ خو په دې شپږو ډلو کې نه راځي باید په درې میاشتو کې له ایران څخه ووځي.
دغه راز د جرمني راتلونکې لومړي وزیر اعلان کړی، چې له افغانستان څخه د کډوالو د منلو پروګرام به وځنډول شي.
د جرمني د راتلونکې د راتلونکي حکومت له احتمالي شریکانو سره په خبرو اترو کې د ډېرو مهاجرتونو په اړه د سختو محدودیتونو لګولو هوکړه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان څخه د کډوالو د منلو پروګرام به ودرول شي او مهاجرین به د هېواد له پولو څخه بېرته ستانه شي. د فرعي خوندیتوب لرونکو کډوالو له کورنیو سره یوځای کیدل به هم لغوه شي او پولیسو ته به دا واک ورکړ شي، چې له آلمان څخه وتلو ته اړ کسان ونیسي.
په تېرو څو کلونو کې ډېری هېوادونو د کډوالۍ ضد پالیسۍ غوره کړي او په دې وروستیو کې له هېوادونو څخه د غیر اسناد لرونکو کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ شوې ده؛ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو له ایستلو څخه نیولې تر امریکا او جرمني پورې د کډوالو ایستل روان دي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په پاکستان کې له موټر بم چاودنو لږ تر لږه ۶۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ1 day ago
مارک کارني کاناډا د راتلونکي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایران به د امریکا د ځورونې تر فشار لاندې خبرې اترې ونکړي – علي خامنهیي
-
تازه خبرونه21 hours ago
د افغان کډوالو ۶ کټګورۍ به په ایران کې د اوسېدو اجازه ولري
-
تازه خبرونه21 hours ago
په تورخم کې د افغان او پاکستانيو سرحدي ځواکونو ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو
-
تازه خبرونه2 days ago
په پاکستان کې د افغان کمپ د چت د نړېدو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
نړۍ5 days ago
الکساندر دارچیف په واشنګټن کې د روسیې د نوي سفیر په توګه وټاکل شو
-
International Sports23 hours ago
هند د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله