تازه خبرونه
د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ ګډ او د اختلاف وړ ټکي کوم دي؟!
دغو سیاسي مشرانو ته نږدې افراد وایي، دواړه د سولې بهیر او په واک کې د شراکت په اړه ګډ لیدلوری لري؛ خو د ټاکنو د پایلو او هغه ګډ نظام په اړه سره وېشلی نظر لري، چې وکولی شي دواړه په کې ګډ کار وکړي.
له یوې میاشتې ډېرې ناندرۍ او بحثونه وشول؛ خو دوه سیاسي رقیبان د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو بریالي نه شول.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې شهزاده مسعود ویلي، بشبړې هڅې تر سره شوې؛ خو په خواشینۍ، چې ګټه یې ونکړه.
عبدالله عبدالله له دغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره دوه وړاندیزونه لرل؛ د اجرایي پوست جوړیدل، د سولې مدیریت او په واک کې څلویښت سلنه ونډه او یا به هم د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې لغوه کیږي او د ملي یووالي حکومت به دوام مومي.
عبدالله عبدالله ته نږدې فضل احمد معنوي ویلي؛ ژر به په دې اړه دریځ روښانه کړي، چې له ارګ سره یې مذاکرات بې پایلې پای ته ورسیدل.
داکتراشرف غني په یوه طرحه کې د سولې مدیریت او په کابینه کې څلویښت سلنه ونډه عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړې وه؛ خو د اجرایي پوست جوړول او د ټاکنو د پایلو لغوه کول یې له اساسي قانون سره په ټکر کې وګڼل.
د افغانستان د مدني ټولنو مشر عزیزرفیعي ویلي؛ څومره، چې دا ناندرې ډېریږي هومره په نړۍ کې د افغانستان باور له منځه خي.
ارګ او سپیدار ویلي، چې د خبرو دروازې اوس هم ندي تړل شوې؛ په سپیدار کې یوه سرچینه وایي، د ثبات او همګرایي ډلې غړیو په تېرو دوه ورځو کې د خپلو نورو ګامونو په اړه بحث کړی او پرېکړه یې کړې، چې که دا هڅې پایله ورنکړي هغه به عملي کړي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی3 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه3 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
لوبی2 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو