Connect with us

تازه خبرونه

د حکومت شپږکسیز پلاوی بې له دې چې طالبانو سیاسي دفتر سره وګوري، کابل ته ستون شو 

خپور شوی

د

د حکومت شپږ کسیز پلاوی چې دوحې ته استول شوی و، بې له دې چې د طالبانو د قطر له سیاسي دفتر سره اړیکه ونیسي، بېرته کابل ته را ستون شوې دې.  په همدې حال کې د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ښه نیت ښودلو لپاره ټاکل شوې ده چې د دې شورا په مشرۍ یو بل پلاوی دوحې ته سفر وکړي.

همداراز د ملي امنیت شورا دفتر وايي، دوحې ته لیږدول شوي پلاوي له ځینو قطري او امریکايي چارواکو، او د ځینو نورو هېوادنو، له استازو سره د سولې د بهیر په راتلوونکو ګامونو خبرې اترې کړي دي.

خو پوښتنه دا ده چې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ولې له دې پلاوي سره د خبرو ور خلاص نه کړ؟

حاجي دین محمد، د سولې عالي شورا مرستیال، ویلي چي څرګنده خبره وه چې طالبانو له دغه هیئت سره نه لیدل، دغه هیئت د امریکې او قطر په وینا تللې وو او هیڅ راز همغږي او اجندا یې نه لرله، یوازنې اجندا یې د بندیانو په اړه وه.

د ملي امنیت شورا د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان حکومت یو بل پلاوی دوحې ته نږدې راتلوونکې کې د ښه نیت ښودلو په خاطر لیږي. ولسمشرۍ ماڼۍ نده توانېدلې چې د سولې مرکچي پلاوی نهایي کړي، او دا بهیر له اختلافونو سره مخ شوې.

میرزا محمد کټوازی، د مشرانو جرګې لومړی مرستیال، داسې وایي:‎ "موږ خپل هیئت د شنبې پر ورځ نهایي او ولسمشر ته یې وړاندې کوو."

بلخوا طالبانو خوشبیني ښکاره کړې چې افغانان په خپله کولی شي، خپل برخلیک وټاکي او په خبره یې، نور هېوادونه باید د افغانانو برخلیک ونه ټاکي.

د طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوس یې وخت را رسېدلی څو افغانان په خپل اختیار سره د هېواد په راتلوونکې او تلپاتې سولې پرېکړه وکړي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: "هیڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي، او افغانان په آزاده فضا کې د خپلې راتلوونکې په هکله پرېکړه کوي، اوس د دې وخت را رسېدلی چېدا اصل پلی شي. نور لوري او ځواکونه دې زمونږ په هېواد کې د ناکامو او ناممکنو تجربو د ترسره کولو هڅه نه کوي. د افغانستان خلک دې په خپل اختیار پرېښودل شي، چې  د خپلې راتلوونکې په هکله پرېکړه وکړي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!