Connect with us

تازه خبرونه

د خپلمنځي اختلافونو حل او د جګړې پای هېواد ثبات او سولې ته رسوي- سراج الدین حقاني

خپور شوی

د

طالب مرستیال سراج الدین حقاني ویلي؛ په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسیدو او خپلمنځي اختلافونو حل کولو سره کولی شو، چې هېواد سولې، ثبات او خپلواکۍ ته ورسوو.

د حقاني شبکې مشر او د  طالب مرستیال سراج الدین حقاني نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په لومړنۍ مقاله کې تر دې سرلیک لاندې، چې د افغانستان جګړه باید پای ته ورسیږي ویلي، په افغانستان کې خپلمنځي اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کیدای شي او په دې سره به نوی افغانستان یوه باثباته سیمه وي، چې په کې هیڅوک د ګواښ احساس ونکړي.

د سراج الدین حقاني د دغې لیکنې په یوه برخه کې راغلي: مونږ په تېرو کې د بهرنیانو له لاسوهنو رنځ وړی دی؛ مونږ ټولې کړنې، ځکه له نورو افغانانو سره په همکارۍ کې تر سره کوو، چې نوی افغانستان په ثبات کې ووینو او هیڅوک زمونږ په خاوره کې د ګواښ احساس ونکړي.

حقاني په ډاګه کړې، چې افغانستان کولی شي د  همکارو هېوادونو په مرسته سولې او د اوږدمهال لپاره بیارغاونې ته زمینه برابره کړي او د نړیوالې ټولنې یو مسوول غړی وي.

طالب مرستیال حقاني ځان په افغانستان کې تلپاتې سولې ته ژمن ګڼي او وایي؛ له امریکا سره د سولې هوکړه لیک له لاسلیکیدو سره طالبان ژمن دي، چې د هوکړه لیک ټولې مادې پلې کړي.

سراج الدین حقاني څرګنده کړې، چې په افغانستان کې د یوه ټول منلي حکومت له جوړیدو وروسته به دا هېواد په نړیواله ټولنه کې نه یوازې یو فعال غړی وي، بلکې ښکاره دریځ به هم ولري.  

نوموړي دا ټینګار هم کړی، چې مونږ له ټولو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ساتلو ارزښت منو او د دوی اندېښنې په پام کې نیسو؛ ځکه افغانستان نشي کولی په انزوا کې ژوند وکړي. نوی افغانستان به د نړیوالې ټولنې مسوول غړی وي. مونږ تر هغې، چې هغوی له اسلامي اصولو سره برابر وي، ټولو نړیوالو کنوانسیونونوته به ژمن پاتې وو او مونږ تمه لرو، چې نور هېوادونه هم زمونږ حاکمیت او ټیکاو ته درناوی وکړي او د سیالیو او جګړو پر ځای همکاریو ته زمینه برابره کړي.

سراج الدین حقاني باور لري، چې ژر به افغانان  را ټول او د نوي افغانستان د جوړیدو پر لوري حرکت وکړي.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!