Connect with us

تازه خبرونه

د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به په افغانستان کې کورنۍ جګړه رامنخته کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د امریکا درې پخواني پوځي او سیاسي چاواکي خبرداری ورکوي؛ که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه په وتو کې بیړه وکړي، کورنۍ جګړې به رامنځته شي او د ترهګرو ډلو او القاعده شبکې د فعالیتونو پراختیا ته به زمینه برابره شي.

د امریکا د سنا د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ په افغانستان کې د امریکا د تګلارې تر سرلیک لاندې ناسته تر سره کړې، چې د ناتو د پرېکنده ملاتړ پخوانی سلاکار، د امریکا د پوځ د لوی درستیز مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سلاکار ورغلي دي.

د ناستې موضوع له طالبانو سره د سولې پر خبرو، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتو  او د افغانستان په مسایلو کې د ګاونډ هېوادونو پر رول راڅرخیدلې ده.

دا جګپوړي امریکایي چارواکي په دې اند دي، چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته افغان دولت باید د پراخ بنسټ سیاسي مشارکت زمینه برابره کړي؛ پرته له دې به هوکړې ته رسیدل ناوړه پایلې ولري.

د امریکا د پوځ د لوی درستیز پخوانی مرستیال جان کیني له واشنګتن غواړي، چې د افغانستان له راتلونکی حکومت جدي ملاتړ وکړي.

 له جان کیني پوښتنه کیږي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتو کې به بیړه څه عواقب ولري؟ داسې ځواب وایي: ناورین به رامنځته شي؛ ټولې لاسته راوړنې به پر اوبو لاهو شی، داعش او القاعده به له دې حالته ګټه پورته کړي او ځانونه به بېرته چمتو کړي. طالبان او نورې ترهګرې ډلې به د امریکا د وتو مسله په خپلې تبلیغاتي جګړه کې د بریا په توګه مطرح کړي او کورنۍ جګړه به پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارووزارت پخواني سلاکار کولین جکسن ویلي؛ که پاکستان له امریکا سره ښې اړیکې غواړي، باید د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او په افغانستان کې له حکومت او سیاسي مشارکت په رښتني توګه ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړې: د امریکا بهرني دښمنان به لاس په کار شي؛ ایران به خپلو نیابتي ځواکونو ته مخه کړې، پاکستان به خپل نفوس پراخه کړي او روسیه به هم ډګر ته  راودانګي.

د ناتو د پریکنده ملاتړ پخواني سلاکار کمبرلي فیلد هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په ویستو کې بیړه خطرناکه ګني او وایي: اوسنی حکومت به راوپرځیږې؛ جنګ سالاران به واک ته ورسیږي او ډېر شیان به له لاسه ورکړو.

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی ندی معلوم؛ خو جان کیني ویلي؛ ولسمشر غني د افغانستان پوځي لګښتونه، چې امریکا یي ورکوي په راتلونکیو کلونو کې راکم کړي.

هغه دا راز د غني له خولي ویلي؛ هغه  له سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو هېوادونو سره په اړیکه کې دی، چې د افغانستان د دفاعي لګښټونو د پوره کولو لپاره د هغوی مرسته ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نیویارک تیمز په ډاګه کړې؛ ترمپ له طالبانو سره د سولې د هوکړې لپاره د امریکایي ځواکونو تدریجي وتلو ته په دې شرط چمتووالی څرګند کړی، چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي.

تازه خبرونه

آذربایجان په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو روزنیز مرکز تمویلوي

دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د کلتوري میراث او اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د آذربایجان نړیوالې پراختیا ادارې (AIDA) د دوشنبې پر ورځ د دې هېواد د سفارت له لارې په دې اړه رسمي تړون لاسلیک کړ، چې په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) استازي دفتر ته بودجه ولیږدوي، چې د غالۍ اوبدلو لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړ کړي.

دا نوښت، چې “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنې مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې په پام کې نیول شوی دی، چې موخه ترې د افغانستان د غالۍ اوبدلو بډایه میراث ساتل او د مسلکي روزنې له لارې د ځایي هنرمندانو پیاوړتیا ده.

دا پروژه، چې د AIDA لخوا تمویل کیږي؛ د دودیزو او عصري غالیو اوبدلو تخنیکونو، سوداګرۍ پراختیا، بازار موندنې او کورنیو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسي ډاډمن کړي.

تمه ده، چې دا پروګرام به د افغان غالیو اوبدونکو ژوند ته د پام وړ وده ورکړي او سیمه‌ییزو خلکو ته به دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

چارواکو ویلي، چې دا روزنیز مرکز به د مهارتونو د پراختیا او کلتوري ساتنې لپاره د یوه اړین مرکز په توګه د باکیفیته لاسي غالیو د تولید لپاره د نړیوالو مرکزونو په توګه د افغانستان د موقعیت په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

دا همکاري په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي هڅو د ملاتړ لپاره په ځانګړي توګه د تخنیکي زدکړو او کلتوري صنایعو د ودې په برخو کې د آذربایجان ژمنه روښانه کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سویډن د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره ۲.۲ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د بشري ناورین د کمولو لپاره د نړیوالو هڅو په لړ کې د سویډن نړیوالې پراختیایي همکارۍ ادارې (SIDA) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته د ۲.۲ میلیون ډالرو له ورکولو سره د افغان میندو او ماشومانو د تغذیې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د خوړو نړیوال پروګرام په ایکس پاڼه کې اعلان کړی، چې دا مالي مرسته به د درې میاشتو لپاره ۱۲۵ زره افغان میندو او ماشومانو ته د مغذي خوړو د چمتو کولو لپاره وکارول شي.

د دې پروګرام موخه د ټولنې د تر ټولو زیان منونکو خلکو د خوارځواکۍ مخنیوی دی.

دا مرسته په داسې وخت کې اعلانیږي، چې د خوړو نړیوال پروګرام له دې مخکې په افغانستان کې د ملاتړ پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودجې له سخت کمښت خبرداری ورکړی و.

د دې پروګرام د راپورونو له مخې؛ د کافي مرستو په نشتوالي کې په میلیونونو ماشومان او میندې د خوارځواکۍ او اړوند ناروغیو له خطر سره مخ دي.

په وروستیو کلونو کې د اقتصادي جوړښتونو د سقوط او په هېواد کې د بې‌وزلۍ له زیاتېدا سره د کورنیو لپاره په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کې صحي خوړو ته لاسرسی مخ پر کمېدو شو.

نړیوالې احصائې ښیي، چې د هیواد له نیمایي څخه ډېر نفوس بشري مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

لکه څنګه، چې د نړیوالو مرستندویانو مرستې کمې شوې دي؛ د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خبرداری ورکړ، چې که دا حالت روان وي د اړتیاوو له مخې به خپلې خوراکي مرستې د پام وړ کمې کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون څخه ډېر خلک دا مهال بشري مرستو ته اړتیا لري. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په ۲۰۲۳ کال کې د بودجې د کمښت له کبله خپلې مرستې له ۱۵ میلیون خلکو څخه ۵ میلیون کمو خلکو ته راټیټې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په باکو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شو

دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

Published

on

Baku
(Last Updated On: )

په باکو کې د “افغانستان: سیمهییز اتصال، امنیت او پراختیا” تر سرلیک لاندې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو.

دا کنفرانس د آذربایجان جمهوریت د دولتي امنیت خدماتو (SSS) راغوښتی و او د ۲۰ هېوادونو استخباراتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

دا کنفرانس د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د مشر جنرال علي نقي یوف پر وینا پیل او په باکو کې یې د افغانستان په اړه د دې کنفرانس جوړېدا د پخوانیو ناستو تداوم وباله.

د Caliber.Az  خبري سرچینې د آذربایجان د دولتي امنیتي خدماتو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ هغه هیله ښودلې، چې دا نړیواله ناسته کولی شي د افغانستان د مرکزي حکومت په جوړولو کې اغېزمن رول ولوبوي او د نړیوالو قوانینو د اصولو او مقرراتو پر بنسټ عمل وکړي.

هغه د آذربایجان او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې ویلي؛ دا اړیکې پر متقابل باور ولاړې دي او همدارنګه یې د دواړو هېوادونو پر ژورو تاریخي او کلتوري اړیکو هم ټینګار وکړ او وایي، چې آذربایجان تل په افغانستان کې د داخلي سیاسي ثبات او امنیت د تامین لپاره له نړیوالو نوښتونو ملاتړ کړی او هیڅکله یې پدې اړه له هڅو کولو ډډه نده کړې.

جنرال علي نقي یوف له افغانستان څخه د نړیوالو ټولنو پر هراړخیز ملاتړ اړتیا ټینګار کړی، چې د جرمونو په ګډون له نړیوال تروریزم، د مخدره توکو قاچاق او غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه د دې کنفرانس یو له اصلي اهدافو څخه د تخریبي ځواکونو او ترهګرو ډلو له ویجاړونکو هڅو سره د مقابلې لپاره د همغږۍ دریځ رامنځته کول وغوښتل، چې په افغانستان کې بحراني وضعیت وساتي. نوموړي زیاته کړې، چې په نړیوال نظام کې د افغانستان د دریځ ډاډمنول او په دې هېواد کې د سولې ټینګښت خورا اړین کار دی.

هغه باور څرګند کړ، چې د سیمې هېوادونه او نور حکومتونه به پر همغږۍ عمل وکړي او په دې برخه کې به ګډې هڅې ترسره کړي.

په دې کنفرانس کې د نورو هېوادونو استازو هم په افغانستان کې د امنیت او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او څرګندوي، چې دا کنفرانس کولی شي په دې هېواد کې د سولې او امنیت د تامین لپاره د ډاډمنو ګامونو د پورته کولو لپاره اړین فرصتونه برابر او په دې هېواد کې د تلپاتې ثبات د رامنځته کولو لپاره د نړیوالې ټولنې ملاتړ هم ترلاسه کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!