Connect with us

تازه خبرونه

د زابل له دوه ولسواليو پرته به د قلات په ګډون په ٨ نورو کې ټاکنې ترسره شي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دې ولايت امنيتي مسوولين وايي؛ په دې ولايت کې د رای اچونې ٣٦ مرکزونه دي، چي بشپړ امنيت ورته نيول شوى او ټاکني به په سمه توګه په کې تر سره شي.

زابل په سويل لوديځ زون کې يو له ناامنيو ولايتونو څخه دى، چي په دوه ولسواليو؛ دايچوپان او خاک افغان کي يې ټاکني نکيږي.

د زابل والي رحمت الله يارمل ويلي؛ د امنيتي ګواښونو له کبله نشي کولى، چي په دې دوه ولسواليو کې ټاکنې تر سره کړي؛ خو د مرکز قلات په ګډون به په ٨ ولسواليو کې ٣٦ د رای اچونې مرکزونه فعال وي.

دغه راز د دوى په خبره؛ په پارلماني ټاکنو کې ٤٢ مرکزونه پرانيستي وه، خو دا ځل د ناامنيو له کبله د رايي اچونې مرکزونو شمېر ٣٦ ته راټيټ شوى دى.

د زابل امنيه قوماندان جنرال نجيب الله سرتېر د امنيت ډاډ ورکوي او څرګندوي؛ په هغو ټولو سيمو کې، چې امنيتي ځواکونو تر خپل پوښښ لاندي راوستي ټاکنې تر سره کیږي او رای مرکزونه لري.

د دې ولايت د ټاکنو خپلواک کميسيون سيمه یيز مشر محمد هاشم درانى ويلي؛ ټولو هغو ولسواليو ته يې ټاکنيز توکي ليږلي، چي د ټاکنو لپاره چمتوالى ورته نيول شوى او له کومي تخنيکي او امنيتي ستونزې پرته به ټاکني تر سره کړي.

د زابل د ولايتي شورا ریيس عطاجان حقبيان له عامو خلکو غواړي، چي د ټاکنو په ملي بهیر کي برخه واخلي او پخپله خوښه خپل نوماند ته رايه وکاروي.

د شنبې پر ورځ( د تلې ۶) به په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره دولس نوماندان سیالي وکړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، دا ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۹،۶ میلیون رای ورکوونکیو نوملیکنه کړې ده.  

وسلوالو طالبانو له عامو خلکو غوښتي، چې په دې بهیر کې ګډون ونکړي او دا يې يوه جعلي پروسه ياده کړې ده.

تازه خبرونه

د ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی

اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲, ۱۴۰۴

د ترکیې دولتي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) راپور ورکړی؛ د دې هېواد استخباراتي کارکوونکو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو لوړپوړی غړی نیولی، چې له کبله یې د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه.

اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.

د عملیاتو د ترسره کېدو وخت او دا، چې په دې عملیاتو کې افغان او پاکستاني چارواکي ښکېل ول او که نه تر دې دمه یې په اړه څه ندي ویلي.

په راپور کې راغلي، چې دې ترکي وګړی ظاهراً په ترکیه، پاکستان، افغانستان او اروپا کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.

داعش په ترکیه کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي، چې یو یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر یوه شپني کلوپ ډزې وې، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي وه.

د سرچینې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ګورن نیول کېدا د داعش د جلب او جذب طریقې هم افشا کړي او د دې ډلې د پلان شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ادعا کړې، چې داعش د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!