تازه خبرونه
د چابهار له لارې د سوداګریزو توکو لومړنۍ جوپه هند ته ولیږل شوه
که څه هم افغانستان په تېرو څو کلونو کې لدې بندر سره نښلول شوی؛ خو د لومړي ځل لپاره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په ۲۳ کانتینرونو کې له نیمروز ولایت څخه چابهار بندرته ولیږدول شوه، چې هند ته صادر شي.
د افغانستان ولسمشر نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې څرګنده کړې، چې چابهار د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد په زیاتوالي کې مناسب بندر دی او افغانستان د آسیا پر څلور لاري بدل شوی دی.
ولسمشر غني ویلي؛ افغانستان، چې یو واردونکی هېواد و اوس د بدلون په حال کې دی او د آسیا پر څلور لاري بدل شوی دی.
ولسمشر دا ټینګار هم کړی، چې د هېواد صادرات په تېر یو کال کې یو میلیارد دالرو ته لوړ شوي، چې په راتلونکیو دوه کلونو کې به دغه کچه دوه برابره شي.
په افغانستان کې د ایران او هند سفیران، چې له ولسمشر سره په دې سفر کې ملګري وه؛ څرګندوي، چې چابهار په سیمه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب بندر دی.
د ایران سفیر احمد رضا بهرامي ویلي؛ د دغه جشن پیام سیمه ییز ګډون او د سیمې د هېوادونو نښلول دي. دغه راز له سیمه ییزې سیالۍ د ځان ژغورنې تر څنګ د سیمه ییزو هېوادونو ښکېلتیا د دې بندر وړتیاوې ښې کړي او نورې برخې به یې هم پراخې شي. دغه لار د سیمې او مرکزي آسیا د راتلونکې لپاره ده.
په افغانستان کې د هند سفیر ویني کومارهم د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې د سیمې د هېوادونو ونډه وستایله او وایي، چې چابهار د سیمې د هېوادونو او هند تر منځ د اړیکو نښلوونکی دی او دا لومړي ځل دی، چې د افغانستان سوداګریز توکي لدې لارې هند ته لیږدول کیږي.
د ټولګټو وزیر وایي، چې پر چابهاربندر د افغانستان ۱۵۰ شرکتونو پانګونه کړې ده.
د ټولګټو وزیر یما یاری زیاتوي؛ د لومړي ځل لپاره د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه په ۲۳ کانتینرونو کې، چې د نورو سوداګریزو توکو په ګډون په کې مۍ او تالک ډبرې بار دي له چابهار بندر څخه هند ته ولیږدول شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ چابهار د سیمې د سوداګرۍ لپاره نوی فصل پرانستی او له ترانزیتي انحصار څخه د افغانستان په ژغورنه کې مرسته کوي.
لدې وړاندې افغانستان د لاجورد له لارې د اروپا له بازارونو سره ونښلول شو؛ خو چابهار بندر د هېواد د صادراتو لپاره تر ټولو ښه او ارزانه لار ده.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
د ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د ترکیې دولتي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) راپور ورکړی؛ د دې هېواد استخباراتي کارکوونکو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو لوړپوړی غړی نیولی، چې له کبله یې د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه.
اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.
د عملیاتو د ترسره کېدو وخت او دا، چې په دې عملیاتو کې افغان او پاکستاني چارواکي ښکېل ول او که نه تر دې دمه یې په اړه څه ندي ویلي.
په راپور کې راغلي، چې دې ترکي وګړی ظاهراً په ترکیه، پاکستان، افغانستان او اروپا کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.
داعش په ترکیه کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي، چې یو یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر یوه شپني کلوپ ډزې وې، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي وه.
د سرچینې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ګورن نیول کېدا د داعش د جلب او جذب طریقې هم افشا کړي او د دې ډلې د پلان شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ادعا کړې، چې داعش د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه لري.
تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.
کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.
د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.
همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.
ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.
تازه خبرونه
په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”
-
تازه خبرونه2 days agoافغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ
-
روغتيا5 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
سوداگري5 days agoافغان او قزاق چارواکو پر بانکي همکاریو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه5 days agoپه روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي امارت پوځ اوس پخپلو پښو ولاړ دی – فصیح الدین فطرت
-
تازه خبرونه3 days agoنړۍ دې د بندیزونو او فشارونو پر ځای اقتصادي اړیکې پراخې کړي – ملابرادر
-
تازه خبرونه2 days agoایران ته د ناقانونه تېرېدا پر مهال درې افغان کډوال له سختې یخنۍ مړه شول
-
روغتيا2 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه

