کوید۱۹
هندي روغتونونه کرونا ناروغانو ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پرون (جمعه د غویی ۳ ) هند په هرو ۵ دقیقو کې پر کرونا ویروس د یو اخته شوي کس مړینه ثبت کړې ده.
د سرچینې د راپور له مخې، په هند کې خلک د اکسیجن او نورو روغتیایي توکو له کمښت سره مخ دي.
دغه راز هند پرون د کرونا ویروس ۳۳۲۷۳۰ مثبتې پیښې ثبت کړې، چې د ویروس له پیل راپدیخوا په بل کوم هېواد کې په دې شمېر پېښې ثبت شوې ندي.
راپور په ډاګه کړې، چې ډېر ناروغان د ډیلي په روغتونونو کې د مناسب ځای د نشتوالي له کبله خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د هندوستان د بېلا بېلو ښارونو اوسیدونکیو پر حکومت نیوکه کړې او وايي، چې ګڼشمېر ناروغان په روغتون مړه شوي دي.
یوه ځوان په دې اړه رویټرز ته ویلي: مونږ دې حکومت ته رای ورکړه؛ کله، چې مونږ اړ شوي یو، نو مونږ یې یوازې پرېښي یو. بېوسه خلک چیرته ولاړ شي؟!
د روغتیاپوهانو د څرګندونو له مخې؛ د هند حکومت په تېر ژمي کې د سفر محدودیتونه لرې کړل، چې په پایله کې یې د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوې.
له بلې خوا د نریندا مودي حکومت هڅه کوي، روغتونونو ته پوره اکسیجن چمتو کړي.
د امریکا روغتیايي چارواکې او د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي: هېواد یې د دې ارزونه کوي، چې دا له هند سره څه ډول مرسته وکړي؛ خو تر دې دمه ورته برابره شوې نده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې هم په هند کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه اندېښنه په ډاګه کړې او وایي، چې خلک باید ټولنیز واټن ته درناوی وکړي.
د دې ټولنې مشر ټدروس آډنوم ګبریزس ویلي؛ د هندوستان وضعیت ښیي، چې کرونا ویروس څه کولی شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په هند کې د محدودیتونو له لرې کولو وروسته خلکو پراخې غونډې جوړې کړه، چې د کارپوهانو د څرګندونو له مخې د ویروس د خپریدو لامل شو.