Connect with us

تازه خبرونه

یو څو کسیز افغان پلاوي د پاکستان له لومړي وزیر سره وکتل

خپور شوی

د

د پاکستان مشرانو منلې، چې د افغانستان د سیاسي شخصیتونو یوه پلاوي د سې شنبې پر ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

د عمران خان دفتر څرګنده کړې؛ لومړي وزیر افغان پلاوي ته له ښه راغلاست وروسته ویلي، چې افغانستان او پاکستان نه یوازې د ورورولۍ ټینګې اړیکې لري؛ بلکې د ګډې عقیدې، تاریخ، فرهنګ لرونکي دي او د خپلوئ اړیکو هم نښلولي دي.

د یاد دفتر د څرګندونو له مخې؛ عمران خان ټینګار کړی، چې د پاکستان په پرتله بل هیڅ هېواد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی ندی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان زیاته کړې؛ په روانو حالاتو کې افغان مشران کولی شي، چې افغانستان د تلپاتې سولې، ثبات او پرمختګ پر لوري رهبري کړي.

دغه راز عمران خان د ټولګډونه سیاسي حل پر اړتیا  ټینګار کړی او وایي، چې په دې برخه کې پاکستان له اړوند هڅو کلک ملاتړ کوي.

ویل کیږي، چې افغان پلاوي د افغانستان او پاکستان تر منځ د ورورګلوۍ د اړیکو پر پیاوړتيا ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!