Connect with us

تازه خبرونه

یو پر پېنځمه برخه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته اړ کړي – سروی

خپور شوی

د

له ماشومانو څخه د ملاتړ ادارې یوه نوې سروې ښیي، چې په افغانستان کې د ژوندانه د خرابو شرایطو له کبله یو پر پېنځمه برخه کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته اړ کړي دي.

دغې ادارې نن (دوشنبه د سلواغې ۲۵ ) ویلي، چې په اووه ولایتونو کې یې ۱۴۰۰ کورنۍ سروې کړي او پایلې یې ښيي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د ځینو برخو شاوخوا یو میلیون ماشومان کار ته اړ شوي دي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ ۸۲ سلنه افغانانو د پخواني حکومت له نسکورېدو او د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته خپل عاید له لاسه ورکړی او ۱۸ سلنه خلکو ویلي، چې کار ته د خپلو ماشومانو له لېږلو پرته بله چاره نلري.

د سروې له مخې له ۸۰ سلنې ډېرو کورنیو ویلي، چې دوی خپل ورځنی او میاشتنی عاید له لاسه ورکړی دی.

دغه راز ویل شوي، چې په ښارونو کې اوسیدونکې کورنۍ له ټولو ډېر زیانمن شوي دي.

له ماشومانو ملاتړې ادارې دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له کبله د اومو توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بیې لوړې شوي دي او ۳۹ سلنه کورنیو ویلي، چې دوی له نسبتا شتمنو کورنیو څخه خوراکي توکي پر پور اخیستي دي.

ډېرۍ کورنۍ، چې خپل ماشومان د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره اړ کړي؛ هم د ژمي په سړه هوا کې د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې دوی هیڅ بله لار نلري.

د ماشومانو ملاتړې ادارې دا هم ویلي، چې په هېواد کې له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره کار کوي او له اړو کورنیو سره مرستې روانې ساتي.

د دغې ادارې د څرګندونو له مخې؛ د تېر کال له سپټمبر راپدیخوا یې په افغانستان کې د زرګونه ماشومانو په ګډون له ۷۶۳ زره کسانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان څرګنده کړې، په دې موده کې ۱۲۷ زره کسانو ته نغدې پیسې وېشل شوي، چې ځانونو ته خوراکي توکي برابر کړي.

په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د مرستو د درېدو له کبله دغه هېواد له سخت بشري ناورین سره مخ شو او ملګرو ملتونو څرګنده کړه، چې د ژمي له رارسېدو سره به د افغانستان خلک له پراخې قحطۍ او لوږې سره مخ شي.

دغه اداره اټکل کوي، چې که ژر تر ژره افغانستان ته مرستې ونه رسېږي، د دې هېواد شاوخوا ۹۷ سلنه وګړي به له اوسني بشري وضعیته اغېزمن شي.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!