تازه خبرونه

یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ او مړینې له ګواښ سره مخ دي – یونیسف

Published

on

Last Updated on: تله ۱۹, ۱۴۰۰

د یونیسف یا د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق مرستیال عمرعبادي خبرداری ورکړی، چې که افغانستان ته بیړنۍ مرستې ونه رسیږي؛ شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان به د خوارځواکۍ او مړینې له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي افغانستان ته د خپل سفر په بهیر کې د اندرا ګاندي روغتون له زیان منونکیو افغان ماشومانو سره ولیدل او وایي، چې دا ماشومان پر خوارځواکۍ او وژونکي ناروغیو اخته دي.

یونیسف په ډاګه کړې: له بېړنیو هڅو پرته به په روان کال کې شاوخوا یو میلیون افغان ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او مړینه یې هم شونې ده.

د سرچینې په اعلامیه کې راغلي؛ د شري او شدید اسهال خپریدو وضعیت نور هم کړکېچن کړی او ډېر ماشومان یې له ځاني زیانونو سره مخ کړي دي.

عمرعبادي د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره هم ولیدل او د ماشومانو پر لومړنيو روغتیايي پاملرنو، خواړو، اوبو، روغتیایی خدمتونو او ژغورنې یې ټینګار کړی دی.

عبادي د پولیو، شری او کروناویرس د واکسین کمپاینونو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

دغه راز یې د افغان هلکانو او نجونو پر ښوونې او روزنې هم ټینګار څرګند کړ.

هغه زیاته کړې: یونیسف به د ټولو نجونو، هلکانو او میرمنو د حقونو پر خوندي کولو ټینګار وکړي. زمونږ موخه له دې کاره داده، چې ټول هلکان او نجونې په ښوونځیو کې روغتیایي پاملرنه ولري او له تاوتریخوالي لرې ژوند وکړي.

Trending

Exit mobile version