Connect with us

تازه خبرونه

یو طالب پلاوی د مشورو لپاره کندهار ولایت ته رارسېدلی

خپور شوی

د

پر راتلونکي نظام د نورو مشورو لپاره تېره شپه د زمري پر ۲۶ د قطر له دوحې څخه په یوه ځانګړې الوتکه کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو ۹ کسیز پلاوی کندهار ولایت ته رارسېدلی دی.

کندهار ولایت ته له رارسېدو وروسته د دغه پلاوي یوه لوړپوړي غړي مولوي خیرالله خیرخواه یوې خبري غونډې ته ویلي؛ خوښ دی، چې په هېواد کې دښمن نه تر سترګو کیږي.

هغه له خلکو غوښتي: هرڅوک، چې په هرسکتور کې د وړتیاوولرونکي وي؛ خپله وړتیا او ظرفیت دې د خپل هېواد پرمختګ ته وقف کړي.

مولوي خیرخواه د هېواد د راتلونکي نظام او بڼې د جوړښت په اړه ویلي؛ کندهار ته د دغه پلاوي د راتګ دلیل همدا دی، چې په اړه به یې ډېر ژر د مشورو پایله خلکو ته وړاندې شي.

هغه پدې اړه ویلي: اوس وضعیت بدل شوی او تاسې ګورئ، چې مونږ ټول اوس یوځای یو او دا، چې چا په تېر وخت کې څه کړي؛ اوس د چا لپاره ستونزه نده.

د بشري حقونو په ځانګړي توګه د کار په ساحه کې د ښځو حقونو او د بیان آزادۍ په اړه هغه څرګنده کړې: مونږ هیله من یو، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې ډاډمن ګامونه پورته کړو او ورسره د نړیوالې ټولنې رضایت رامنځته شي.

د طالبانو یو بل لوړپوړي غړي مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ مجاهدین اوس د ښاریانو د امنیت ټینګولو هڅې کوي، چې د طالبانو په نوم څوک امنیت ګډوډ او ښاریان ونه ځوروي.

نوموړي زیاته کړې؛ د امنیت ټینګول زمونږ لومړیتوب دی، هرڅوک باید د خوندیتوب احساس وکړي او له یووالي ډک ژوند ولري. د جګړې او دښمنۍ مسله پای ته رسیدلې او هیڅوک به توهین او تحقیر نشي.

هرڅوک حق لري، چې په خپل هېواد کې خدمت وکړي او په هره څانګه کې، چې تخصص لري؛ مونږ یې هرکلی کوو او د پلاوي د راتګ دلیل هم له نورو مشرانو سره مشوره ده، چې مونږ وکولی شو ځینې اړین ترتیبات تنظیم کړو او وروسته به یې له تاسې سره شریک کړو.

عبدالسلام حنفي د ځوانانو د رول په اړه ویلي: د اسلامي امارت یوه پرېکړه دا ده، چې زمونږ یو ځوان به هم اروپا ته قاچاقي ونه وژل شي. مونږ په ګډه کار کوو او مونږ ځوانانو ته اړتیا لرو او دوی باید د ګواښ احساس ونکړي او مونږ اعلان وکړ، چې تېر پر تېر، امارت ټولو ته بښنه اعلان کړې او اسلامي امارت د غچ اخیستلو هڅه نکوي.

نوموړي د هغو کسانو په اړه، چې ویل کیږي تر دې دمه له طالبانو سره خبرو ته ندي حاضر شوي، یا له طالبانو سره دښمني لري یا هغه مشران، چې له هېواده بهر دي او آیا طالبان به وکولی شي بېرته یې هېواد ته د راستنیدو هڅې وکړي؛ وویل: مونږ عمومي بخښنه اعلان کړې او هیڅوک باید له افغانستان څخه ونه وځي او هغه کسان، چې وتلي باید بېرته راستانه شي؛ د هغوی کورونه خوندي دي، د هغوی عزت او وقار خوندي دی، مونږ د چا ملکیت، کور یا موټر ته اړتیا نلرو او نه مونږ غچ اخیستو په لټه کې یو.

هغه له ​​خلکو وغوښتل، چې له هېواده ونه وځي او په کې پاتې شي او خپل اوسیدونکیو ته یې خدمت وکړي.

د پخواني ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د وروستیو څرګندونو په اړه مولوي عبدالسلام حنفي وویل: اساسي قانون یو څه و، چې لویدیځوالو ژباړلی او هغه څوک، چې پر زور راغلي وه نن ټول وتلي او اساسي قانون یې له ځانه سره وړی دی او مونږ له ټولو افغانانو پوښتنه کوو چې دا افغانستان دی. نور د جګړې ځای نه دی ، جګړه پای ته رسیدلې او غواړو، چې افغانستان نور د جګړې ځای ندي، جګړه پای ته رسېدلي او د جګړې اعلان دې نکوي؛ ځکه، چې ټول افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو تر څارنې لاندې دی او مونږ غواړو ټول افغانان د وروڼو په څېر ژوند وکړي، خدمت ته راودانګي، پرېږدې، چې  خپل وطن جوړ کړي او هیچاته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي.

د پنجشیر ولایت د نه نیولو په اړه مولوي عبدالسلام  حنفي وویل: په پنجشیر ولایت کې هم مخلص او هېوادپال خلک لري او دوی له اسلامي امارت سره په اړیکو کې دي او ان شاالله په پنجشېر او ناپنجشېر کې به ستونزه نه وي.

دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړی انس حقاني کابل ته راغلی او د ملي پخلاینې عالي شوری له مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامدکرزي، فضل هادي مسلمیار او یو شمېر سیاستوالو سره لیدلي دي.

له بلې خوا د افغانستان د سیاسي ګوندونو ځينې رهبران او سیاستوال له درې ورځو راپدیخوا په پاکستان کې دي، چې مشري یې یونس قانوني کوي او وايي، چې د جمهوریت له اړخه له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اشرف غني او د حکومت نور چارواکي له کابل تښتیدلي او طالبان ارګ ته ننوتي؛ خو تر اوسه یې څوک د ولسمشر یا امیر په توګه ندي اعلان کړی.

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانان باید د یو کس د جرم بیه پرې نکړي – د بوش بنسټ

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

Published

on

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر نوې پالیسۍ د نیوکې تر څنګ ټینګار کړی، چې افغانان او د نورو هېوادونو وګړي باید د “یو کس د وحشتناک جرم” له کبله د قانوني کډوالۍ له حقونو بې برخې نشي.

تېره میاشت په واشنګټن ډي سي کې د ملي ګارډ پر دوه غړو له ډزو وروسته یو افغان وګړی، چې پخوا یې د امریکایي ځواکونو د مرکزي استخباراتو ادارې (سي آی اې) سره کار کاوه او روان کال یې پناه‌غوښتنه منل شوې؛ تورن کړ او د ټرمپ ادارې د افغانستان په ګډون د ۱۸ نورو هېوادونو د مهاجرتي غوښتنلیکونو ارزول وځنډاول او د سفر له بندیز سره مخ کړل.

د جورج ډبلیو بوش بنسټ د جمعې پر ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: “د یو کس کړنو، چې د وحشتناک جرم په ترسره کولو تورن دی تر دې دمه د افغانستان په ګډون د ۱۸ هېوادونو د وګړو د کډوالۍ د غوښتنلیکونو قانوني بهیر ګډوډ کړ. “افغانان په کور او متحده ایالاتو کې د نامعلوم راتلونکي سره مخ دي. مونږ نشو کولی، چې د یو کس د جرم له کبله ټولو افغانانو او د نورو هېوادونو مهاجرینو ته شا واړوو.”

دې بنسټ زیاته کړې: د ټولو هغو افغانانو د پر نښه کولو پر ځای، چې په قانوني توګه په امریکا کې ژوند کوي یا د سفر کولو نیت لري؛ غوره شوي مشران باید وارزوي، چې آیا د دې پېښې مخنیوی کېدی شو او که نه.

د بوش بنسټ دا ټینګار هم کړی؛ امریکا باید د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې “په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانستان سره پر کار کولو یې د ښه راتلونکي جوړولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی “ځکه، نو دا اشخاص “باید د یو کس د جرم بار پر غاړه وانخلي.”

د دې دریځ په ځواب کې مایک ډیوس، چې ټرمپ ته نږدې کس او د حقوقي چارو او قضایي ګومارنو په اړه د هغه لوړ پوړی سلاکار دی؛ د جورج ډبلیو بوش د خبرو په اړه ویلي: پخوانی ولسمشر باید له ښکاره نیوکو ډډه وکړي او ډګر اوسني ولسمشر ته پریږدي.

دغه راز د ټرمپ ادارې د کورني امنیت سلاکار او د سپینې ماڼۍ مرستیال سټیفن میلر د دغو څرګندونو په اړه هم غږ پورته کړی او وایي: “لکه څنګه، چې امریکایان د کریسمس لپاره چمتووالی نیسي؛ د جورج ډبلیو بوش بنسټ د نړۍ له خطرناکو هېوادونو څخه د بې محدوده مهاجرت د بېړنۍ اړتیا په اړه خبرې کوي. په داسې حال کې، چې ځینې دا کډوال ممکن مونږ ته زیان ورسوي.”

دا لفظي شخړه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د امریکا د مهاجرت پالیسي یو ځل بیا په دې هېواد کې یوه توده او جنجالي سیاسي مسله ګرځېدلې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!