تازه خبرونه

یو ایرانی پلاوی له افغانستان سره د کرنیزې همکارۍ لپاره کابل ته راغلی

Published

on

(Last Updated On: )

یو ایرانی پلاوی له افغانستان سره د کرنې په برخه کې د همکارۍ لپاره کابل ته راغلی او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له چارسمبالي عطاءالله عمري سره یې ولیدل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې او خاورې‌پېژندنې په برخو کې پر دوه اړخیزو عملي همکاریو بحث او خبرې کړې دي.
د ایراني پلاوي مشري د کرنیز جهاد وزارت مرستیال کوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي له دغه پلاوي سره په کتنه کې ویلي: افغانستان له داسې امتیازونو برخمن دی، چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې نلري؛ ځکه دا هېواد مناسب اقلیم، ډېره ځمکه، ډېر سیندونه او پوره بشري ځواک لري او دواړه هېوادونه کولی شي په کې د ګډې همکارۍ زمینه برابره کړي.
دغه راز دوه اړخیزو کاري کمیټو هم غونډې کړي او د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، ښوونې، ترویج، سوداګرۍ، صادراتو، وارداتو، کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې یې د پانګونې د عملي کار د پیل په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د کارپوهانو پر اند: دا، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی او ډېري وګړي يې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ نو که د هېواد کرنه د ګاونډ هېوادونو پر مرسته ميکانيزه شي نه يوازې به د غلې – دانې په توليد کې پر ځان‌بسيا شي، بلکې خپل کرنیز محصولات نورو هېوادونو ته هم صادرولی شي.

Trending

Exit mobile version