تازه خبرونه
یو افغان په امریکا کې د ټاکنو پر ورځ د ترهګریز برید د ترسره کولو پر تور ونیول شو
د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.
د امریکا عدلیې وزارت د سېشنبې پر ورځ ( د تلې اووهلسمه / د اوکتوبر اتمه ) ویلي، چې یو افغان د امریکا د ټاکنو پر ورځ ( د نومبر پېنځمه ) د هرهګریز برید د ترسره کولو پر تور نیول شوی دی.
دې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي؛ نصیر احمد توحیدي ۲۷ کلن دی او پلان یې درلود، چې د ټاکنو پر ورځ د داعش تر نامه لاندې ترهګریز برید ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې؛ توحیدي د داعش د ملاتړ او پر امریکا د برید د پلان جوړولو پر تور نیول شوی دی. هغه غوښتل، چې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري، د خپلې کورنۍ غړي بهر ته ولېږدوي او د کلاشینکوف وسلو او مهماتو پر مرسته ترهګریز برید ترسره کړي.
د امریکا لوی درستیز جنرال مریک ګارلنډ په دې خبرپاڼه کې ویلي: مونږ به د هغه ګواښ پر وړاندې خپله مبارزه روانه ساتو، چې داعش او ملاتړي یې د امریکا ملي امنیت ته رامنځته کوي.
په دې خبرپاڼه کې د امریکا د څېړنیزې فډرالي ادارې (FBI) د مشر کریسټوفر رې د څرګندونو له مخې ویلي؛ داسې ښکاري، چې تورن زمونږ په هېواد کې د ټاکنو پر ورځ د تاوتریخوالي د رامنځته کولو لپاره پر داعشي انګېزې هڅېدلی وي.
دې امریکايي چارواکي دا هم ویلي، چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مبارزه اوس هم د اف بي آی لومړیتوب دی.
دغه راز هغه د امریکا د امنيتي او کشفي افسرانو د کړنو د ستاينې پر مهال وويل، چې د توحيدي پلان مخکې له دې، چې چا ته زيان ورسوي؛ شنډ شو.
د امریکا عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او د هغه ملګری، چې یو تنکی ځوان دی غوښتل د فیسبوک له لارې د خپلې کورنۍ شتمنۍ وپلوري. یوې محرمې سرچینې د FBI پر سپارښتنې له دوی سره اړیکه ونیوله، چې وګوري آیا دوی اوس هم د کمپیوټر پلورلو ته اړتیا لري او که نه.
د FBI دغه سرچینه پوهیږي، چې توحیدي او ملګری یې د یوې نوې دندې لپاره کمپیوټر ته د وسلو د پېر و پلور لپاره اړتیا لري. په پای کې دا اړیکه توحیدي هڅوي، چې د افبيآی له محرمې سرچینې سره د اوکلاهوما په یوه لویدیځ کلیوالي ځای کې د وسلو د ازموینې لپاره وګوري.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ توحیدي او له هغه سره مل کم عمره ځوان دوه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه او ۵۰۰ مرمۍ وپېرلې او په دې توګه د وسلو او مهماتو له ترلاسه کولو وروسته توحیدي او ملګری یې ونیول شول.
په ثبت شویو اړیکو کې توحیدي ښکاره ویلي، چې د هغه برید د ټاکنو پر ورځ پلان شوی و.
له نیول کیدو وروسته د پوښتنو ګروېږنو پر مهال هغه تائید کړه، چې د برید موخه یې یوه ګڼه ګوڼه وه او تمه مو دا وه، چې د "شهیدانو" په توګه ساه ورکړي.
توحیدي، چې د داعش پر ملاتړ تورن دی؛ ښايي پر ۲۰ کاله بند او د فډرالي جرمونو یا د تروریزم په کړنو کې د وسلو د ترلاسه کولو لپاره پر ۱۵ کاله اضافي بند محکوم شي.
ویل کیږي د جرمي قضیې د اسنادو له مخې، توحیدي د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر پرنهمه د کډوالۍ پر ځانګړې ویزه امریکا ته راغلی دی.
تازه خبرونه
په پنجشېر کې د زندان جوړولو چارې پيل شوې
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.
د پنجشېر ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي، چې نن (دوشنبه د تلې شپاړلسمه) سيمهييزو چارواکو په بازارک کې د دغه ولايت د مرکزي زندان د بنسټ ډبره کېښوده.
د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په دې اړه جوړو شويو مراسمو ته ويلي، چې دغه زندان به د بهارک بازارک په يوولس جريبه ځمکه کې د ١٢ ميليون او ٩٠٠ زره افغانيو پرلګښت جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ لومړی د پنجشېر مرکزي زندان څلور دیواله، امنيتي برجونه او د اوبو رسولو سيسټم جوړیږي او په راتلونکي کال کې به د بنسټیزو ودانیو پر جوړولو کار پيل شي.
ویل کیږي، چې دغه زندان به د زرګونه بندیانو د ځایېدو وړتیاوې ولري.
تازه خبرونه
د کرنې وزارت چارسمبالي له ایراني پلاوي سره وکتل
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبالي عطاءالله عمري په کابل کې له یوه ایراني پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ پر بېلابېلو خواوو دوه اړخیزې کړې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ایران په پلاوي کې، چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړیو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلامرضا نجاري ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې؛ کرنې د جهاد ټولنې رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر کرنه، مالدارۍ، د خوراکي توکو پر صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکیو پر روزنه او ګډو پانګونو ټینګار وشو.
عطاءالله عمري ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال هیله وښوده، چې افغانستان به وکولی شي د ایران له علمي او فني تجربو او لاسته راوړنو ګټه پورته کړي.
هغه همدارنګه په راتلونکي کې د دې همکاریو د عملي کولو لپاره د ګامونو اخیستلو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
ایراني پلاوي د خپل سفر موخه په کرنه او مالدارۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول، افغان زدهکړیالانو ته د ښوونیزو بورسونو ورکول او د صادراتو او وارداتو زیاتول اعلان کړل.
دغه راز دې پلاوي په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللیو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم هم ګډون درلود او دواړو لوریو په ټولو برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
تازه خبرونه
د روان کال تر پایه به دوه میلیون ناقانونه کډوال له ایران وایستل شي
رادان د ایران له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې هغو مهاجرینو ته، چې قانوني اسناد نلري د روان کال تر پایه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وخت ورکړی دی.
د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان یو ځل بیا له دې هېواده د مهاجرینو پر جبري ایستلو او شړلو ټینګار کړی او وایي، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به له ایران څخه دوه میلیون بې اسناده مهاجرین وشړل شي.
رادان د ایران له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې هغو مهاجرینو ته، چې قانوني اسناد نلري د روان کال تر پایه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وخت ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې تر اوسه له ایران څخه څه باندې ۷۵۰ زره غیر قانوني مهاجرین ایستل شوي دي او د روان لمریز کال تر پایه به دغه شمېر دوه میلیونه ته ورسیږي.
رادان ویلي: یوازې سږ کال له ایران څخه څه باندې ۵۰۰ زره ناقانونه کډوال نیول شوي او شړل شوي دي او په پایله کې ۲۵۰ زره نور په خپله خوښه له هېواده وتلي دي.
له ایران څخه د افغان مهاجرینو ډلهییز ایستل د بشري حقونو د ټولنو اندېښنې راپارولي دي. په داسې حال کې، چې د ایران او افغانستان تر منځ د دې مسلې پر سر تاوتریخوالی مخ پر زیاتیدو دی؛ نړیوالو بنسټونو له دواړو حکومتونو غوښتي: په خبرو کې دې ښکېل شي او داسې یوه حل لار دې ومومي، چې امنیت او عزت ډاډمن شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
د منځني ختیځ له کړکېچ وروسته د افغانستان له هسک د نړیوالو الوتنو کچه مخ پر ډېرېدو شوه
-
نړۍ3 days ago
د دوبۍ اماراتو ایرلاین پر واکي ټاکونو بندیز ولګاوه
-
تازه خبرونه2 days ago
د روان کال تر پایه به دوه میلیون ناقانونه کډوال له ایران وایستل شي
-
تازه خبرونه3 days ago
بیات بنیاد د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه بشپړه ورغوله
-
تازه خبرونه2 days ago
د خوړو نړیوال پروګرام له دوه میلیون ښځو سره نغدي مرسته وکړه
-
سوداگري1 day ago
له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو په صادراتو کې زیاتوالی رامنځته شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پلویانو لسګونه پولیس ټپیان کړل
-
سوداگري22 hours ago
پاکستانیو سوداګرو د پاکستان او افغانستان د ټرانزیټي لارې پر پرانیستلو ټینګار وکړ