سوداگري
یو آذربایجاني پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغی
دغه وزارت وايي، دا هېوادونو په د بېلابېلو سکتورونو پر پراختیا او همغږۍ را وحرخیږي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې نن ( پنجشنبه د زمري پېنځهویشتمه ) د آذربایجان د اقتصاد وزارت د مرستیال پر مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او د دې وزارت د مرستیال احمدالله زاهد لهخوا یې تود هرکلی وشو.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي؛ ټاکل شوې، چې دا پلاوی د افغانستان، آذربایجان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.
دغه وزارت وايي، دا هېوادونو په د بېلابېلو سکتورونو پر پراختیا او همغږۍ را وحرخیږي.
یاد وزارت زیاته کړې: په دې غونډه کې به پر درې اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، ټرانسپورټي او لوژسټیکي سکټور، په افغانستان کې جامدو کاني توکو جیولوجیکي اکتشاف، په هغو سیمو کې، چې د کاني توکو او هایدرو کاربن پوره وړتیا لري اکتشاف او د افغانستان په شمال کې د یو میلیون ټنو سیمنټو تولیدي پروژې خبرې وشي.