Connect with us

تازه خبرونه

یوه ډله افغان سیکهـان له هېواده وتلو ته چمتو شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: زمری ۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان یوولس سیکهـ هېوادوال د یکشنبې پر ورځ  د زمري ۵ خپل هېواد پریږدي او هند ته کډه کیږي.

په کابل کې د سیکهانو یو مشر چابول سینګهـ له اندین اکسيرس سره په خبرو کې ویلي؛ په هغو کسانو کې، چې افغانستان پریږدي نیدان سینګهـ هم شته، چې تېره میاشت له پکتیا ولایته تښتول شوی و او ۱۵ کلنه لور یې، چې ویل کیږي اوس له تښتونې وروسته پولیسو ژغورلې ده، هم شته دی.

هغه زیاته کړې؛ مونږ د نیدان سینګهـ په ګډون د ۱۱ کسانو لپاره ۶ میاشتنۍ ویزه تر لاسه کړې ده. نیدان په تېر مار[ کې د دوی یو درمسال د داعش سینګهـ  اوس هم له هغو ټپونو کړیږي، چې د بند په وخت ځورول شوی و.

چابول زیاته کړې؛ د هغو دوه وروڼو کورنۍ، چې په کابل کې تېر مارچ وژل شوي وه هم د هېواد پریښودلو ته اړ شوي . د یو لور له هغو افرادو ژغورل شوې، چې ورسره یې د اجباري نکاح نیت درلود.

د دوی یو درمسال د روان کال په مارچ کې د داعش د برید موخه وګدځیده، چې په کې ۲۵ سیکان ووژل شول.

سره له دې، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې راوستو هوکړه لاسلیک شوې بیا هم د دغه اقلیت اندېښنې مخ پر ډېریدو دي.

د یکشنبې پر ورځ زمونږ دغو هېوادوالو د هند د کورنیو چارو له وزیر امیت شاه څخه له دې هېواده د ژر تر ژره د وتلو غوښتنه وکړه او دوی هم تګ ته چمتو شول.

دغه غوښتنه د کرونا ویروس له کبله ، چې نړیوالې الوتنې په کې ځنډیدلې وي؛ ځنډیدلې وه.

دغه راز د سیکانو نړیوالې ټولنې هم د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان له سیکانو ملاتړ ښکاره کړ.

په ۱۹۸۰ لسیزه کې د سیکانو او هندوانو له ۸۰ زره ډېرې کورنۍ په افغانستان کې اوسیدلې؛ خو د روسانو له ماتې وروسته په ۱۹۹۲ کې ډېرو افغانستان پریښود او په هند کې یې اوسیدنه غوره کړه.

یو شمېر یې  د نوي حکومت له جوړولو سره سم هېواد ته په دې اند، چې د ژوندانه حالت به عادي شي؛ بېرته راستانه شول.

ه څه هم چارواکو هغوی هڅولي، چې هېواد ته  بېرته راستانه شي؛ خو په وروستیو کلونو کې د دوی یو شمېر کورنۍ  د داعشیانو له بریدونو سره مخ شوې.  

دمګړۍ په افغانستان کې ۷۰۰ سیک کورنې ژوند کوي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!