تازه خبرونه
یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي د هرات له زلزله ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

ارګ په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نن سهار ( د تلې ۱۷) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي له زلزله ځپلیو سیمو څخه د لیدنې لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ملا برادر به په دې سفر کې زلزله ځپلې سیمې له نږدې وارزوي او د بېړنیو مرستو د رسولو تر څنګ به د راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په اړه اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې هم وکړي.
په هرات کې له زلزله ځپلیو سره لومړنۍ مرستې تر سره شوې
د کډوالو چارو وزارت ويلي، د ملکي او پوځي ادارو او بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې د زلزله ځپلیو کورنیو د ژغورنې تر څنګ لومړنۍ مرستې هم وېشلې دي.
د هرات ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د څرګندونو له مخې؛ د کډوالو چارو ریاست، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، سره میاشت، ولایتي مقام، د ۲۰۷ الفارق قول اردو او همکارو بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره سیمې ته استول شوي او خپلې اړوند هڅې ترسره کوي.
دغې سرچينې زیاته کړې، چې تر اوسه ژغورل شوي کسان او کورنۍ د ښار بېلابېلو سيمو او چمتو شویو پنډغالیو ته لېږدول شوي دي.
د اړوند څرګندونو له مخې؛ د زلزله ځپلیو لپاره د هرات کډوالو چارو رياست په انصار پنډغالي کې د قربانيانو د لېږدولو لپاره خېمې درولي او تر اوسه ١٢٤ کورنۍ ورلېږدول شوې دي. سربېره پر دې ٢٥٠ کمبلې او ٢٠٠ جمپرونه هم قربانیانو ته ورکړ شوي دي.
همدارنګه د حساس خیریه بنسټ لخوا د سهارنۍ ډوډۍ وېش، په انصار پنډغالي کې د ګرځنده روغتیایی کلینیک جوړول او د DRC موسسې لخوا د نغدو پیسو وېش، د ۱۲۱ خیمو درول او د مهاجرت د نړیوالې ټولنې لخوا د پخلنځي د لوښو او پلاستيکي غالیو ۱۲۱ بستو چمتو کول. دغه راز د انصاري بنسټ، سوداګرۍ خونې او پاملرنې موسسې لهخوا د ۴ سترو خېمو درول، ۲۵ خیمې، ۲۰۰ کمبلې، د ماښام ډوډۍ او د څښاک اوبه، ۱۲۰ کمبلې او ۱۲۰ روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات ولایت د شنبې د ورځې د زلزلې له کبله ۲۴۴۵ ډېر کسان مړه شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان دي او شونې ده، چې د زیانونو شمېر نور هم زیات شي.
په دې زلزله کې زنده جان، رباط سنګي او غوریان ولسوالیو ته تر ټولو زیات زیان رسېدلی دی، چې په ۲۰ کلیو کې یې ۱۹۸۳ کورونه ویجاړ کړي دي.