تازه خبرونه
یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي د هرات له زلزله ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

ارګ په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه کې لیکلي، چې نن سهار ( د تلې ۱۷) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي له زلزله ځپلیو سیمو څخه د لیدنې لپاره هرات ولایت ته سفر وکړ.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ملا برادر به په دې سفر کې زلزله ځپلې سیمې له نږدې وارزوي او د بېړنیو مرستو د رسولو تر څنګ به د راټولو شویو مرستو د عادلانه وېش په اړه اړوند ادارو ته لازمې سپارښتنې هم وکړي.
په هرات کې له زلزله ځپلیو سره لومړنۍ مرستې تر سره شوې
د کډوالو چارو وزارت ويلي، د ملکي او پوځي ادارو او بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې د زلزله ځپلیو کورنیو د ژغورنې تر څنګ لومړنۍ مرستې هم وېشلې دي.
د هرات ولایت د مهاجرینو چارو ریاست د څرګندونو له مخې؛ د کډوالو چارو ریاست، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست، سره میاشت، ولایتي مقام، د ۲۰۷ الفارق قول اردو او همکارو بنسټونو ګډې ژغورونکې ډلې له زیانمنو سره د مرستې لپاره سیمې ته استول شوي او خپلې اړوند هڅې ترسره کوي.
دغې سرچينې زیاته کړې، چې تر اوسه ژغورل شوي کسان او کورنۍ د ښار بېلابېلو سيمو او چمتو شویو پنډغالیو ته لېږدول شوي دي.
د اړوند څرګندونو له مخې؛ د زلزله ځپلیو لپاره د هرات کډوالو چارو رياست په انصار پنډغالي کې د قربانيانو د لېږدولو لپاره خېمې درولي او تر اوسه ١٢٤ کورنۍ ورلېږدول شوې دي. سربېره پر دې ٢٥٠ کمبلې او ٢٠٠ جمپرونه هم قربانیانو ته ورکړ شوي دي.
همدارنګه د حساس خیریه بنسټ لخوا د سهارنۍ ډوډۍ وېش، په انصار پنډغالي کې د ګرځنده روغتیایی کلینیک جوړول او د DRC موسسې لخوا د نغدو پیسو وېش، د ۱۲۱ خیمو درول او د مهاجرت د نړیوالې ټولنې لخوا د پخلنځي د لوښو او پلاستيکي غالیو ۱۲۱ بستو چمتو کول. دغه راز د انصاري بنسټ، سوداګرۍ خونې او پاملرنې موسسې لهخوا د ۴ سترو خېمو درول، ۲۵ خیمې، ۲۰۰ کمبلې، د ماښام ډوډۍ او د څښاک اوبه، ۱۲۰ کمبلې او ۱۲۰ روغتیایي کڅوړې ورکړل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات ولایت د شنبې د ورځې د زلزلې له کبله ۲۴۴۵ ډېر کسان مړه شوي او ۲۴۴۰ نور ټپیان دي او شونې ده، چې د زیانونو شمېر نور هم زیات شي.
په دې زلزله کې زنده جان، رباط سنګي او غوریان ولسوالیو ته تر ټولو زیات زیان رسېدلی دی، چې په ۲۰ کلیو کې یې ۱۹۸۳ کورونه ویجاړ کړي دي.
تازه خبرونه
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.

د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي؛ نن پنجشنبه( د کب درویشتمه) د بدخشان ولایت د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د افغانستان د کلیو، د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې وزارت د چارسمبالي(سرپرست) محمد یونس اخوندزاده ویلي، چې د دې تړون له مخې به د دغه ۷۱ کیلومټره سړک د جوړولو چارې به چټکې تر سره شي.
د محمد یونس اخوندزاده د څرګندونو له مخې؛ د واخان سړک د جوړولو لګښت د اسلامي امارت له پراختيايي بودجې څخه تمویلیږي.
د افغانستان اسلامي امارت دا تړون په داسې حال کې لاسلیک کړی، چې تېرو حکومتونو د واخان اوسیدونکي له هر راز اړينو اسانتیاوو؛ په ځانګړي توګه له سړک بېبرخې ساتلي وه.
ویل کیږي، چې د دې پروژې له عملي کېدا سره به نه یوازې د بدخشان او واخان اوسېدونکو ته ګټه ورسيږي، بلکې ورسره د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم پراخه شي.
تازه خبرونه
اسلامي امارت د پاکستان په بلوچستان کې پر ریلګاډي د برید ادعا رد کړه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو لري.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له پاکستان وغوښتل، چې د بې مسوولیته څرګندونو پر ځای دې د خپلو امنیتي مسلو او کورنیو ستونزو حلولو ته پام راواړوي.
هغه ویلي؛ د بلوڅ اپوزیسیون هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او نه یې له اسلامي امارت سره کومه اړیکه لرلې ده.
نوموړي زیاته کړې: “د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیې وړ نده او مونږ په دې پېښه کې د بې ګناه خلکو پر مرګ او ژوبلې خواشیني یوو.”
دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه، چې تېره ورځ د بلوچستان پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې میشتو وسلوالو پلان کړی و.
پر ریلګاډي برید، چې ۴۰۰ مسافر یې لېږدول؛ د سېشنبې پر ماسپښین پیل شو او تر چارشنبې پورې یې دوام وکړ. د برید په پایله کې ۲۱ مسافر، ۳۳ بریدګر او څلور سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان د آزادۍ پوځ د دې پېښې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د نشهیي توکو تولید او قاچاق د پام وړ کم شوی – عبدالمتین قانع
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”

د کورنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې په افغانستان کې د نشهیي توکو د پروسس او قاچاق کچه د پام وړ کمه شوې او له مخدره توکو سره د مبارزې پولیسو یې د کښت، تولید او قاچاق په مخنیوي کې ځانګړې لاسته راوړنې لري.
عبدالمتین قانع دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو د دفتر د نوي راپور په غبرګون کې کړي او زیاتوي: “مونږ تاسې ته ډاډ درکوو، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه د پخوا پر پرتله ډېر کړي او دا بهیر به روان وي.”
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر په یوه نوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د اپینو بیه لوړه شوې ده.
د دې راپور په غبرګون کې، قانع وایي: “دا عامه خبره ده، چې کله تولید او عرضه نهوي؛ نو بیه څو چنده لوړیږي او د پورته ذکر شوي دفتر څرګندونې د افغانستان اسلامي امارت د ډاډمنې مبارزې ښکاره بېلګه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د قطر حکومت له نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د کوکنارو له پخوانیو کروندګرو سره د بدیلو لارو په موندلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
-
تازه خبرونه3 days ago
له افغانستان سره مو ځانګړې اړیکې د تعامل بنسټ دی – هند
-
نړۍ4 days ago
د ایران ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ګواښلو تورن کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
جرمني له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره معلومات راټولوي
-
تازه خبرونه2 days ago
د واخان سړک د دوهیم فاز د جوړولو تړون لاسلیک شو
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د پاکستان بیلتون غوښتونکو بلوڅانو د مسافر وړونکي ریلګاډي مسافر برمته کړي
-
تازه خبرونه3 days ago
پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید په افغانستان کې پلان شوی و- د پاکستان ادعا
-
لوبی4 days ago
ایرلینډ د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره کرکټ لوبه وځنډوله
-
نړۍ5 days ago
زیلینسکي په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکراین د سولې له خبرو مخکې له ولیعهد سره وکتل