تازه خبرونه

یوه لوړپوړي هندي ډیپلوماټ له امیر خان متقي سره وکتل

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د خلکو پر تګ راتګ، سياسي او اقتصادي اړيکو خبرې وکړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو مسوول جي پي سینګهـ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د خلکو پر تګ راتګ، سياسي او اقتصادي اړيکو خبرې وکړې.

د بهرنيو چارو وزارت چارسمبالي هيله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شي.

نوموړي دا ټینګار هم وکړ، چې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره باید د افغانانو په ځانګړي توګه سوداګرو ته د هند د ویزې په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي.

نوموړي له افغانستان سره د هند له بشري مرستو هم مننه وکړه او په پرمختیايي برخه کې یې د هند ژمنې هیله بښونکې وبللې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ جي پي سنګهـ له امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره اړیکې د هند لپاره مهمې دي او د دواړو هېوادونو اړیکې لرغونې دي.

دغه هندي ډيپلوماټ ويلي، چې له افغانانو سره د بشري مرستو تر څنګ يې له دغه هېواد سره پراختيايي مرستې هم پيل کړې دي او له اړوند افغان ادارو سره په تخنيکي خبرو بوخت دي.

جي پي سینګهـ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر اهمیت د ټینګار تر څنګ زیاته کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند د تخنیکي پلاوي ترمنځ خبرې اترې ترسره شي.

دغه راز نوموړي ژمنه وکړه، چې د افغانانو لپاره به د هند د ویزې اسانتیاوې ډېرې شي.

Trending

Exit mobile version