سوداگري

یوه شرکت د جګدلک د یاقوت پر کان‌کېندنه ۲۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر پانګونه کوي

Published

on

(Last Updated On: )

د کانونو او پټرولیم وزارت څرګنده کړې، چې آریانا هایلنډ شرکت به د کابل ولایت د جګدلک پر یاقوت کان ۲۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

د دغه وزارت د جمعې دورځې په خبرپاڼه کې راغلي؛ د یاد کان د بلې داوطلبۍ غونډه د آریانا هایلنډ او میرزا سلطاني شرکتونو په ګډون جوړه شوه، چې په پایله کې آریانا هایلنډ شرکت د افغانستان اسلامي امارت ته د ۴۴ سلنې ونډې پر منلو داوطلبي وګټله.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې، دغه راز د آریانا هایلنډ شرکت په ټولنیزو خدماتو کې هم پېنځه میلیون امریکایي ډالرو لګوي.

د يادونې ده، چې د جګدلک یاقوت کان د کابل ولایت د سل کيلومټرۍ سروبي ولسوالۍ په سویل لویديځ کې موقعيت لري او مساحت يې هم ۹ اعشاریه ۶ کيلومټره مربع دى.

Trending

Exit mobile version