سوداگري
یوه ترکي کمپنۍ په افغانستان کې پر بادي برښنا پانګونه کوي

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت څرګنده کړې؛ یوه ترکي کمپنۍ لیواله ده، چې په افغانستان کې د باد له سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه کې پانګونه وکړي.
د انرژۍ او اوبو وزارت تویت کړی، چې د دغه وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یکشنبې پر ورځ په کابل کې د (۷۷ ترکي) شرکت له مشر سلیمان جیلیوي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.
عبداللطیف منصور په افغانستان کې د ۷۷ ترکي شرکت له فعالیتونو مننه کړې او د دغه شرکت لخوا یې د کجکي بند د دوهیم فاز پلي کېدل د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته راوړنه ونوموله.
همدارنګه عبداللطیف منصور د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې پر پراختیا او ودې ټینګار څرګند کړی او د دغه شرکت رییس ته یې ډاډ ورکړ، چې د انرژۍ او اوبو وزارت مشرتابه له یاد شرکت سره د پانګونې د زمینې د برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته ژمن دی.
په دې وروستیو کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ میګاواته برښنا د تولید په پروژه کې دې د پانګونې لپاره د همکارۍ هوکړه لیک ژر تر ژره لاسلیک شي، چې د یادې پروژې عملي چارې پرې پیل شي.