تازه خبرونه

یوناما د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر ځورونې اندېښنه څرګنده کړې

Published

on

(Last Updated On: )

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ څرګنده کړې، چې اوس هم د افغانستان  په زندانونو کې بندیان ځوریږي، کړیږي او له بد چلند سره مخ دي.

یوناما د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو پر ځورونه، کړېدنه او بد چلنده اندېښنه ښودلې په خپل نوي راپور کې د بندیانو د خورونې پرده پورته کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې د کندهار په زندان کې له بندیانو سره ناوړه چلند او د هغوي ځورونه روانه ساتل شوې او دا راز اندېښموونکي راپورونه شته، چې د جبري ورکېدو ادعاوې په کې شوي او دا کار د کندهار له پولیسو سره تړاو لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي: ځورونه هیڅکله هم د پلمې وړ نده؛ ځکه د قربانیانو کورنیو او ټولنې ته یې پایله ښه نده. زه د ځینو وزارتونو او دولتي بنسټونو په شویو هڅو پوهیږم، خو د دې عمل د پای ته رسېدو لپاره باید ډېر کارونه تر سره شي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د تېرو کلونو په پرتله په افغان زندانونو کې ځورونه لبږ شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون  مرستیال نعیم نظري هم له بندیانو سره ناسم چلند تائیدوي او وایي، چې په وروستیو کلونو کې د بندیانو ځورول ډېر لږ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په روان کال کې زمونږ د څارنې له برکته ځورونه لږ شوې ده.

دغه راز د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د بشري حقونو د مدافعانو او رسنیزو فعالانو موخه ییزې وژنې د اندېښنې وړ بولي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې اته نیم زره ملکي وګړي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي

که څه هم کارپوهان د سولې خبرو د دوه یم پړاو له پیلیدو سره د تاوتریخوالي کمي ته خوشبین د؛ خو وایي، چې حکومت باید د ستونزمن امنیتي حالت د کابو کولو لپاره دقیقې کړنلارې تر لاس لاندې ونیسي.

Trending

Exit mobile version