سوداگري
ګمرکونو د روان مالي کال له پای ته رسېدو مخکې خپل ټاکلي عواید ترلاسه کړل – مالیې وزارت

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د چارشنبه پر ورځ( د کب اووه لسمه) څرګنده کړې، چې د هېواد ګمرکونو عواید ۱۰۵ میلیارد افغانیو ته رسېدلي دي.
مالیې وزارت چارواکو ویلي؛ په ۱۴۰۱ مالي کال کې د ګمرکونو عمومي ریاست ته ۱۰۵ میلیارد افغانۍ کلنۍ هدف ټاکلی شوی و، چې یاد ریاست وکولی شول د روان کال د کب پر څوارلسمه دغه هدف پوره او د ګمرکونو عواید ترلاسه کړي.
د مالیې وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې په ۱۵ ورځو کې به د ګمرکونو عواید ۱۱۰ میلیارد افغانیو ته ورسېږي.
د عوایدو د راټولولو په بهیر کې رڼښت او د کاري څانګوالې ډلې ګمارل د ګمرکونو د عوایدو د زیاتوالي لاملونه بلل کیږي.
دغه وزارت ویلي دي، چې: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو مخکې د هېواد ګمرکونه هیڅکله هم ونه توانیدل، چې د مالیې وزارت ټاکل شوی هدف پوره کړي. دا لومړی ځل دی، چې د هېواد ګمرکونو خپل عایداتي هدف پوره کړ او حتی له ټاکل شوي هدف څخه یې عاید لوړ شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ګمرکونو عواید په ۱۴۰۰ مالي کال کې ۶۴ میلیارد افغانۍ او په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۲ میلیارد افغانۍ ول.