Connect with us

لوبی

ګلف جایانتز لوبډلې د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ لومړنۍ اتلولي خپله کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د ګلف جایانتز لوبډلې د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ په وروستۍ لوبه کې د دیزرت وایپرز لوبډلې ته د ۷ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د دغو سیالیو لومړنۍ اتلولي یې وګټله.

د دوبۍ په کرکت لوبغالي کې ګلف جایانتز لوبډلې د ۱۴۷ منډو د ترلاسه کولو په هڅو کې د دوه لوبغاړيو له سوځېدو  سره ځان په ستونزمن حالت کې احساس کړ.

کریس لین او ګرهارد ار اسموس دواړو ۷۳ منډې جوړې کړې؛ خو د ګلف جایانتز لوبډلې د ۴ لوبغاړیو له سوځېدو سره ۹۹ منډې وکړې او اراسموس هم په ۱۵ آوور کې وسوځېدو.

ګلف جایانتز لوبډلې د بریا لپاره له پاتې ۳۳ توپونو څخه ۴۸ منډو ته اړتیا لرله.

د دیزرت وایپرز لوبډلې تام کوران په یوه اوور کې زړهراکښونکې توپ اچونه وکړه او پر ۲۴ توپونو یې ۴۲ منډې جوړې کړې؛ خو وروسته کریس لین او شیمرون هتمایر په زړه پورې لوبه وکړه. دغو دوه لوبغاړیو په ۱۷ آوور کې ۴ منډې وکړې او په بل آوور کې شیمرون هتمایر په پرلپسې ډول ۳ څلوریزې وکړې او په دې توګه لوبه د ۱۲ توپونو پر ۸ منډو بدل شو.

لین په ۱۹ آوور کې دوه څلوریزې جوړې کړې او پدې توګه د ګلف جایانتز لوبډلې لوبه وګټله. لین په دې لوبه کې له ۵۰ توپونو ټولټال ۷۲ منډې وکړې، چې نهه څلوریزې او یوه شپږیزه یې وهلې دي.

د شل آووریز کرکت نړیوال لیګ د لومړي پړاو ۳۴ سیالۍ په دوبۍ، شارجه او ابوظبي ښارونو کې ترسره شوې او د فبرورۍ تر دولسمې ولوبېدل.

په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې( ابوظبي نایت رایدرز، دوبۍ کپیتلز، ګلف جانتز، دیزرت وایپرز، ایم آی امارات او شارجه واریرز) په لاندې جوړښت کې ولوبېدې:

د ابوظبي نایت رایدرز لوبډله: سونیل ناراین (لوبډلمشر) آندرې رسیل، جاني بیرستو، پال سترلینګ، لیهرو کومارا، چریت سلانکا، برندون ګوور، کالین اینګرام، عقیل حسین، سیکوګي پراسانا، راوي رامپال، ریمون ریفر، کینار لیویس، مطیع الله خان، فرهاد نواز، صابر علي، علي خان، زوار فرید او زمان خان.

دیزرت وایپرز لوبډله: کالین مونرو (لوبډلمشر)، ونیندو هسرنگا، سام بیلینګز، الیکس هیلز، تام کوران، سندیپ لمیچاني، ثاقب محمود، شېرفاني روترفورد، بین دوکیت، بیني هاویل، شیلدون کاتریل، روبین ترمپیلمن، اعظم خان، روحان مصطفی، شېراز احمد، علي نصیر، روناک پانولي، آرین لکرا او روزونکی: جیمز فوستر.

د دوبۍ کپیتلز لوبډله: روفمن پاول (لوبډلمشر)، دشمنتا چمیرا، حضرت الله ځاځي، فبیان آلن، مجیب الرحمن، سکندر رضا، ایسورو ادانا، نیروشان دیکویلا، داسون شناکا، بنوکا راجاپاکسا، دان لارینس، بلیسنګ مضرباني، جورج مونسي، فرید کلاسن، جوروت، رابین اوتاپا، روي بوپارا، حضرت لقمان، چراغ سوري، جیش جیاناني، عاکف راجا، یوسف پتان، راهول باتیا او  روزونکی: فیل سایمونز.

د ګلف لوبډله: جیمز وینس (لوبډلمشر) کریس جوردن، کریس لین، شیمرون هیتمیر، تام بینتون، دامینیک دریکز، دیوید ویس، لیام داسن، سی پی رضوان، جیمی آورتون، قیس احمد، ریچارډ ګلیسن، ایلی پاپ، ریحان احمد، وین مدسین، آیان افضل خان، انش تاندون، سانچیت شرما، اشونت ولتپا او روزونکی: اندي فلاور.

د ام آی اماراتو لوبډله: کایرون پولارد (لوبډلمشر)، دوین برافو، نیکولاس پوران، ترینت بولت، اندری فلیچر، عمران طاهر، سمیت پتیل، ویل سمید، باسل حمید، جوردن تامپسن، نجیب الله ځدران، ظاهر خان، فضل الحق فاروقي، براد ویل، بیس دی لید، محمد وسیم، ویریتیا اراویند، ظهور خان، لورکان تکر، جانتن فیګي او روزونکی: شین باند.

د شارجه واریرز لوبډله: معین علي (لوبډلمشر) دیوید مالان، ایوین لیویس، محمد نبي، کریس ووکس، نور احمد، رحمان الله ګاربز، نوین الحق، تام کوهلر کادمور، کریس بینیامین، دني بریګز، مارک دیال، بلال خان، جي جي سمیت, کارتیک میاپان, علي شان شرف, جنید صدیق , محمد جاویدالله او روزونکی: پاول فاربریس.

په دې لیګ کې د ټولې نړۍ دغو نومیاليو لوبغاړيو ونډه لرله، چې له شک پرته پرې سیالۍ نورې هم زړه راکښونکې شوې.

د افغانستان ۱۰ لوبغاړيو په دغو سیالیو کې خپلې وړتیاوې وښودلې، چې د حضرت الله ځاځی، قیس احمد، فضل الحق فاروقي، ظاهر خان، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، نور احمد، رحمن الله ګربز، مجیب الرحمن او نوین الحق نومونه یې د یادونې وړ دي.

د  ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ سیالۍ لومړی پړاو د مرغومي پر ۲۳ نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیل شوی و او آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو تر کورونو ورساوه.

لوبی

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماتې وخوړه

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د ۵۰ اوریزو سیالیو په درې اړخیزه لړۍ کې د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې وخوړه.

دا لوبه د چارشنبې پر ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې ترسره شوه.

د لوبې پچه سريلانکا وګټله؛ خو په خپله یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه او افغان ابدالیانو یا الف لوبډلې ته یې د توپ‌وهنې یا بېټېنګ بلنه ورکړه.

افغان الف لوبډلې د سريلانکا الف لوبډلې ته په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اته ویکټو پر له لاسه ورکولو ۲۲۹ منډې هدف ټاکلی و، چې سريلانکا د شپږو لوبغاړو پر سوځېدو په ۳۹ اوورنو کې هدف پوره کړ.

افغانستان مخکې له دې په دې لړۍ کې یوه لوبه د ایرلینډ پر وړاندې او بله د سریلانکا پر وړاندې بایللې وه.

سريلنکا ټولټال څلور لوبې کړي او څلور واړه یې ګټلې دي. له دې سره دې لوبډلې اته امتیازه ترلاسه کړي او د ۵۰ اږریزو لوبو د جدول په سر کې ځای لري.

افغانستان او ایرلنډ له څلورو لوبو یوازې یوه یوه ګټلې او دواړه دوه دوه امیازه لري.

دا لوبې په ابوظبۍ کې د افغانستان په کوربه‌توب روانې دي؛ پایلوبه به د راروانې جمعې پر ورځ( د غویی پېنځمه / د اپرېل پېنځه‌ویشتمه) ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال په نړیوال جام کې د لوبېدا  وړتیا ترلاسه کړه.

افغانستان د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې خپلې لومړۍ درې لوبې وګټلې، او څلورمه لوبه (د نیپال پر وړاندې) د باران له کبله لغوه شوه.

له ۱۹ کلنو د ټیټ عمره ځوانانو کرکټ نړیوال جام به راتلونکي کال په نامیبیا او زیمبابوې کې ترسره شي.

Continue Reading

لوبی

له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډلې اماراتو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ ملي لوبډلې نن (چارشنبه) متحده عربي اماراتو ته د ۱۸۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د آسیا له ۱۹ کلنو ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې یې خپله د نه ماتې لړۍ خوندي کړه.

په دې لوبه کې افغانستان د ۵۰ اورونو په پای کې یوازې ۴ لوبغاړي پر له لاسه ورکولو ۳۵۹ منډې جوړې کړې.

دا د سیمې په غوراوي سیالیو کې د افغانستان درېیمه بریا ده.

له  دې مخکې افغانستان هانګ کانګ او عمان ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړې ده.

ټاکل شوې، چې د هېواد له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ملي لوبډله د شنبې پر ورځ (د اپریل نولسمه) د کوربه لوبډلې نیپال سره مخ شي. دا به د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه وي.

د وروستۍ لوبې ګټونکی به ډېر احتمال ولري، چې د ۲۰۲۶ کال له ۱۹ کلنو په ټیټ عمره کرکټ نړیوال جام کې خبله ونډه خوندي کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!