تازه خبرونه
ګاونډ هېوادونه باید د افغانستان د بې ثباته کولو هڅې ونکړي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال څرګنده کړې؛ افغانستان له ګاونډ هېوادونو سره د همکارۍ پراخول غواړي او دغه هېوادونه باید د افغانستان د بې ثباته کولو په لټه کې نه وي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په هغه غونډه کې، چې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو د راتلونکي تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډونوالو یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو او همدارنګه د کډوالو د ستونزو د اوارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د اړیکو د راتلونکي تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته شېرمحمد عباس ستانکزي په ډاګه کړه، چې افغانستان هیڅ هېواد ته ګواښ ندی او د ځينو هېوادونو په تېره بيا د ايران او پاکستان بقا د افغانانو د سرښندنو له کبله ده.
دې غونډې ته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې افغانستان غواړي له همسایه ګانو سره اړیکې پراخې کړي.
ده له ګاونډيانو وغوښتل، چې د افغانستان د بې ثباته کولو لټه دې نکوي.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد له ګاونډ هېوادونو وغوښتل؛ د ناروغو او هغو کسانو لپاره، چې تحصیلي بورسونه لري، د ویزو په ورکولو کې مرسته وکړي.
قلندر عباد وایي: زه پر دوست هېوادونو غږ کوم، چې د افغان محصلینو د استعدادونو د ودې لپاره ښه چاپېریال برابر کړي او د ویزې په تنظیم کې همکاري وکړي.
د غونډې ګډونوال وايي، د افغانستان او ګاونډیانو ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره کار ؛ ځکه اړین دی، چې د سیمې خلک په سوله کې ژوند کول غواړي.
د ایران استازي مصطفی قمبري ویلي؛ مونږ غواړو د روغتیا په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړو، چې افغانان په خپل هېواد کې غوره خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
په پاکستان کې د خیبر پوهنتون مشر ضیاء الحق وایي؛ مونږ د افغانستان او افغان زدکړیالانو لپاره د روغتیا په برخه کې غوره خدمتونه لرو او د زدکړې د چاپېریال پر رامنځته کولو سربېره مونږ یې دعملي کار لپاره ورته زړه راکښونکې زمینه برابره کړې ده.
ډاکټر لعل محمد خټک، چې د کوهاټ روغتون مشر دی وایي؛ موږ هڅه کوو، چې د آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړو او دا نه یوازې زمونږ هڅه دي، بلکې د پاکستان حکومت هم د آسانتیاوو په برابرولو کې هڅه کوي.
له خپلو ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې په وروستیو لسیزو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ دي او اوس افغانستان غواړي په نوي سیاسي فصل کې له ټولو هېوادونو سره رغنده همکاري وکړي.
د یادونې ده، چې په وروستیو لسیزو کې له ګاونډ هېوادونو سره د افغانستان اړیکې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ شوي او اوس افغانستان غواړي په نوي سیاسي فصل کې له ټولو هېوادونو سره رغنده همکاري ولري.