تازه خبرونه
کونار مک ګریګور د یو اف سي اتل، خپل تقاعد په ډاګه کړ

د سي ان ان د څرګندونو له مخې د یو اف سي اتل او د ګډو رزمي هنرونو جنګیال کونار مک ګریګور د یکشنبې پر ورځ په خپل ټویټرکې له دې لوبې ځان متقاعد اعلان کړ.
دغه راز کونار مک ګریګور، چې دوه ځله د یو اف سي د دوه برخو اتل پاتې شوی؛ د یکشنبې پر ورځ یې د آزاد جنګیال په توګه په دې ډګر کې د خپلو هڅو پای ته رسیدنه اعلام کړه.
هغه څرګنده کړې: السلام ملګرو! ما پرېکړه وکړه، چې له خبلو هڅو ځان متقاعد کړم. له تاسو ټولو څخه د زړه راکښونکیو یادونو منندوي یم. دا یو په زړه پورې سفر و. دا هم زما او زما د مور انځور، چې په لاس ویګاس کې مو مخکې له دې، چې زه د خپلو هڅو د نړیوال اتل نوم خپل کړم؛ اخیستی دی. زه له ستاسو ټولو سره مینه لرم!
Hey guys I’ve decided to retire from fighting.
Thank you all for the amazing memories! What a ride it’s been!
Here is a picture of myself and my mother in Las Vegas post one of my World title wins!
Pick the home of your dreams Mags I love you!
Whatever you desire it’s yours ❤️ pic.twitter.com/Dh4ijsZacZ— Conor McGregor (@TheNotoriousMMA) June 7, 2020
که څه هم دا لومړی ځل ندی، چې مک ګریګور په ټولنیزو رسنیو کې له خپلې رزمي لوبې تقاعد اعلان کړی. هغه له دې مخکې د ۲۰۱۹ کال په مارچ کې هم خپل تقاعد اعلان کړی و؛ خو د ۲۰۲۰ کال په پیل کې له خپل امریکایي جنګیال ډونالډ کاوبوی کرون سره د لوبې لپاره بېرته خپلې کړۍ ته راستون شو.
د یادونې ده، چې دا ایرلنډی جنګیالی کونارمک ګریګور د یو اف سي د ډګر یو له غوره جنګیالیو شمېرل شوی دی.